نظــر

ډیورنډ که د پښتون ویشل؟

عاکف مهاجر

د افغانستان او پاکستان تر منخ د پشتنو تر منځ تیره شوې کرښه د پښتون قوم مری باندې د چړې تیرول وو دا هر څه انګریزانو د همدې لپاره وکړل چې غیرتي پښتون په منځ دوه ټوټې او سره بیل کړي او د تل لپاره سره یو ځای نشي دوی چې څه غوښتل هغه یې وکړل.

دواړه غاړه یې ستر قوم دوه ټوټې کړلو دواړه غاړه یې د پښتون ضد فرګنې خوښې کړلې او په یو او بل نوم یې دواړه غاړه پښتون صده فرګنې د پښتون وژلو او ورکولو ته وهڅولې.

دا اوسنی معامله نده دا لسګونه کلونه وړاندې جوړه شوې توطيه ده.

د پښتون مرګ ته تږيو لیوانو ته موکه په لاس ورغله خو نن بیا وږیو ښامارانو خولې ورته وازې کړې دي او همدې ته ناست دي چې پښتانه تر ستوني تیر کړي.

څو ورځې وړاندې د پاکستان د پارلمان غړي شاه جي ګل اپريدي ویلي وو چې د نوروز په ورځ په افغانستان کې افغان اجرائیه رئیس غبرګ عبدالله ورته ویلي وو چې دوی ډيورنډ کرښه دوی د افغانستان او پاکستان تر منځ رسمي پوله بولي او کوم سیاسیان چې دا رسمي نه بولي هغه تیروتلي دي او نه پوهیږي.

تر دې دوه ورځې را وروسته د کنګره ګوند مشر او د ولسي جرګې غړي عبدالطيف پدرام هم ورته څرګندونې وکړلې او ویل یې چې دی او د ګوند غړي یې ډیورنډ رسمي کرښه د دواړو هیوادونو تر منځ بولي او دغه کرښه یې یوه سرطاني غده وبلله او ویل یې افغانستان تل له دغه وجې نا امنه شوی دی.

دلته که پدرام دی او که غبرګ عبدالله دواړه له وختونو همدې ته ناست دي او دوی غواړي چې پښتانه سره و ويشي خو ویده پښتانه د فیل په غوږ کې ویده دي او نا خبره دي چې دوه قومونه د دوی ویش ته ناست دي او غواړی چې سره و یې ويشي او تل یې د دوی له کمزوري نه ګټه پورته کړي هغوی ویره لري هغوی لر او بر یو پښتون نشي زغملی هغوی د لر او بر یو پښتون نعرې سره خپله ورکه ویني هغوی پوهیږي چې پښتون قام که یو شي د یو نه ټینګیدونکي سیلاب په څیر دي څپې یې بیا نه راټینګیږي او مخه یې څوک نشي نیولی خو ویده پښتانه همداسې ویده دي له خپل سر نوشته ناخبره دي خلکو یې په سرنوشت لوبې شروع کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x