د نن سرلیکنه

یواځي بګرام د طالب جوړونې فابریکه ده که … ؟ – سرمقاله

نن ټکی آسیا – سرمقاله: تیره ورځ حامد کرزي دخبریالانو یوې غونډې ته په خپلې ویناکې وویل :

 ((تر هغه ځايه ، چې زه معلومات لرم بګرام د طالب جوړونې فابريکه ده ، بګرام هغه ځاى دى ، چې هلته بې ګناه خلک راوړل کيږي او د خپلې خاورې ، دولت او هېواد پر وړاندې ورته کرکه سپارل کيږي .))

د حامد کرزي د ولسمشرۍ د دورې د ختمیدو او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو دپرشاتګ دنیټې له رانیږدي کیدوسره د ده او د ده د پخوانیو ولي نعمتانو (امریکایانو ) ترمنځ ناندرۍ راولاړې شوې دي.

ګرچي ښاغلي کرزي تر دې مخکي هم د امریکایانو په ځینو کړنو نیوکې کولې او کله ناکله به یې دهغوئ په خلاف ګواښونه کول ، خو هغه مهال یې نه د نیوکو لهجه دومره تنده اونه یې هم د انتقاد موده دومره اوږده وه .

یواځې په یوه مجلس یاخبرې ناسته کې به یې دبهرنیانو دخپلسریو په اړه څه داسې ستغې سپورې وویلې چې نه به هغوئ څه باک باندې کاوه اونه به بیا ده ورباندې سر ګرځاوه.

داځلې د کرزي د نیوکو روحیه بلکل بل شانتي ده . کله له امریکایانو سره امنیتي تړون دګندومک له معاهدې سره مشابه کوي ، کله وايي چې امریکایان دخپلو موخو لپاره افغانستان ته راغلي او کله هغوئ داسې چلبازه دوستان بولي چې غله ته وايي غلاکوه ،کوربه ته وايي بیدار اوسه او ….

داچې ښاغلی کرزی دولس کاله وروسته د امریکایانو په چلبازي پوه شو داهم غنیمت دی، خودریغه چې نوموړي دغسي قوي دریځ د امریکایانو لخوا دافغانستان د اشغال په پیل کې نیولای وای.

ځکه اوس هرڅوک داپوښتنه کوي چې امریکایان خو هماغه امریکایان دي چې کرزي د دوئ تر حمایت لاندې دخپلې واکمنۍ لنډمهاله، منځمهاله او دوه دورې د ولسمشري موده تیره کړه .

ولي په ټوله همدغه دولس کلنه دوره کې دهغوئ د مظالمو پر خلاف داشان ټینګ دریځ نه کړ غوره ؟

کرزی وايي چې بګرام دطالب جوړونې فابریکه ده ، نوموړی باید په دې خبره پوه وي چې یواځې بګرام نه بلکې د ده دبیواکه ادارې تر واکمنۍ لاندې ټول زندانونه د طالب جوړونې فابریکې دي .

کوم ظلم او وحشت چې د کندهار په زندان کې له بندیانو سره کیږي هغه په بګرام کې نه دی ورسره شوی ، همدا اوس په کونړ ولایت کې بندیانود داخلي چارواکو د وحشت له امله د نه خوړلو اعتصاب کړی دی .

څو ورځې مخکې د غزني په زندان کې بندیان دخپلو حقونو دغوښتلو له امله د داخلي ځواکونو لخوا په مرمیو وویشتل شول چې داکار په بګرام کې نه دی شوی ، په څرخي پله زندان کې سیاسي بندیان خپله دکرزي په لاسلیک اعدام شول ، د کاپیسا ولایت هغه افغان د ملي اردو عسکر چې ۱۳تنه فرانسویان يي له خپل وطن څخه ددفاع په نیت ووژل د کرزي د ادارې لخوا په اعدام محکوم شو او همدا اوس نور ډیر داسې سیاسي بندیان شته چې له بهرنیو ځواکونو سره دمقابلې په تور له کلونو راهیسې په څرخي پله او نورو داخلي زندانونو کې له کلونو راهیسي بي سرنویشته پراته دي .

که واقعا له کرزي سره دخپل ولس دبندیانو غم وي نو ترخپلې واکمنۍ لاندې زندانونوته دې هم داسې یو کمیسبون وټاکي لکه دبګرام دبندیانو لپاره چې یې ټاکلی بیابه وکتل شي چې امریکایانو ډیر افغانان ځورولي او که د کرزي داخلي ځواکونو .

د افغان ولس هغه جفاوي او ناځواني هیڅکله نه هیریږي کومې چې کرزي د امریکایانو ترحمایت لاندې د خپل بیواکه حکومت په مهال ورسره کړي ، امریکايي جنایت کار ادیما چې په خپل شخصي زندان کې د سلګونو ولسي افغانانو په ځورولو او شکنجه کولو تورن او د محکمې لخوا په څرخي پله محبس کې بندي وه خپله دکرزي په امضا د بند دوه کلنه موده ورته معاف او له محبسه خلاص کړل شو . اوس چې کرزي په تیروخت د امریکایانو په مقابل کې کوم موقف نیولی افغانانو ته د ده دغه موقف بیاهم د تقدیر وړدی خو په هغه صورت کې چې نوموړی په واقعي توګه د امریکایانو پر ځای پرخپل ولس اعتماد وکړي او دخپل هیواد په دفاع کې دهغوئ تر څنګ ودریږي .

د نن ټکي آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x