نړۍ

پاکستان: په خپله خوښه د افغان مهاجرینو بیا ستنېدل پیل شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴ وری، ۱۳۹۶ل): د پاکستان رسمي دولتي راډیو اعلان کړی چېد موسم د ښه کېدو سره سم یو ځل بیا په خپله خوښه د افغان مهاجرینو ستنېدل پیل شول.

د راډیو په وینا دغه پروسه د تېر کال نومبر میاشتې راهیسي د ژمي موسم له وجې ځنډول شوې وه خو نن د دوشنبې په ورځ یو ځل بیا پیل شوه.

د سرچینې په وینا پيښور ښار ته نیژدې د چمکنیو په سیمه کې د مهاجرینو د بیا لیږلو لپاره یو مرکز جوړ شوی چیري چې افغان مهاجرین کولای شي خپل ځانونه راجسټر کړي.

او زیاتوي چې تر اوسه په دغه مرکز کې ۱۶ زره افغان مهاجرینو ځانونه ثبت کړي دي چې د میاشتې تر اخیره به خپل هیواد ته ولیږل شي.

د راډیو په وینا د هزاره سیمي مهاجرین به هم له همدې مرکز څخه ثبتیږي.

د ملګرو ملتونو د مهاجرینو ادارې په وینا له کال ۲۰۰۲ څخه بیا تر اوسه ۴.۲ ملیونه افغانان ددوی د پروګرام له لارې بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x