نړۍ

روسیه: په میټرو کې غبرګو چاودنو لږ تر لږه لس تنه وژلي دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴ وری، ۱۳۹۶ل): د روسیې په سینټ پیټرزبرګ ښار کې د دوه پرلپسې چاودنو له امله لس تنه مړه شوي او په لسګونو نور ټپیان دي.

د روسیې د انټرفاکس اژانس د خبر سره سم په یوه بم کې میخونه او نور جارحې وسپنې ځای پر ځای شوې وې تر څو لویه مرګ ژوبله را منځته کړي.

د روسیې ولسمشر پوتین چې په همدې ښار کې د بلا روسیه د ولسمشر الکساندر لکاشینکو سره یې غونډه لرله، نوموړي رسنیو ته وویل چې تر اوسه د پيښې پوره جزیات نه دي څرګند، څیړنې روانې دي، دوی د تروریزم سربېره پر ټولو امکاناتو غور کوي.

رویټرز خبري اژانس ته یوه عیني شاهد ویلي چې د پيښې د ځای سره یې اقلا اته امبولانسونه لیدلې دي.

ویل کیږي چې دواړې چاودنې په لږ وخت فاصله سره را منځته شوي او په نشر شوي ویډیو کې ټپیان پر ځمکه لیدل کیږي.

د امنیتي چارواکو په وینا د سینټ پیټرزبرګ ښار ټول میټرو سټېشنونه بند شوي دي او نور امنیتي تدابیر سخت شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x