افغانستان

خوست: د نادرشاه کوټ ولسوالۍ امنیه قومندان وژل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴ وری، ۱۳۹۶ل): د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ امنیه قومندان عرفات ځدران د یوه ساتونکې په ګډون وژل شوی دی.

د تفصیلاتو سره سم د یادې ولسوالۍ اړوند د کوڼ او د میشکوڼه په سیمه کې پر نوموړي د طالبانو له لوري برید شوی چې په ترڅ کې خپله عرفات ځدران او یو بل ساتونکی وژل شوی دی.

یو شمېر سرچینو پر ټولنیزو پاڼو ویلي چې پېښه د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په ترکی سیمه کې را منځته شوې.

دغو سرچینو ویلې چې نوموړی قومندان په خپله سیمه کې په ډېر وحشت او د عام ولس سره په بد سلوک مشهور و او له اسلام څخه منکر او عسویت خپلولو خبرې به یې کولې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پيښي پړه په غاړه اخیستې او ویلي چې عرفان ځدران له یوه ساتونکې سره ووژل شو.

تر اوسه د خوست ولایت مسؤولینو او یا کورنیو چارو وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x