شعـــــرونه

د زړه مینه – سمیع الدین افغاني

مینه ځای کړه رب ماحول کې د انسان
پرې حاصله شي رضا د پاک سبحان

مینه ژوند مینه مذهب مینه ایمان  دی
محبت  ته  پیدا کړی  خدای   جهان

چې دجهل او تعصب په دام اسیروي
نا خبره دي د خپل عصر او زمان

تل مدام  به دنفرت په اور کې سوځي
د تعصب لومه کې بند چې وي نادان

په سبب د پاکې  مینې پاک دلۍ  به
شي رڼا  د نفرتونو تور  دوران

چې څوک بخل یا  کینه لري په زړه کې
خدایه ته یې  منور کړې په  ایمان

زموږ دین زموږ ایئن د محبت دی
صفا  زړه لري  مومنه  مسلمان

په مشکل به د لوی رب نه امان غواړو
خدای کریم دی هم رحیم دی هم رحمان
———————————–
سمیع الدین افغاني
۲۲/ ۱ /۲۰۱۴
م۰ کال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x