نظــر

ترخه سوله!

جاويد نعماني

صلیبي جګړه له پخوا څخه راشروع وه او دا دی لا روانه ده، داسي صلیبي جګړه چي د بعضو مسلمانانو څخه په استثناء ټوله نړی سره په اتفاق شوي او د اسلام دین د محوه کولو لپاره يې لوی اور بل کړی دی، د اسلام سره د دومره سترو ابر ځواکونو هر اړخیزه مقابله پيړی پیړی تاریخي مخینه لري او تر قیامته به روانه وي، .

نظامي جګړه د توري، ډال جګړه ده، خو فکري او دجالي فریبونه بیا د فکر او ذهانتونو تر مینځ کشمکشونو ته وایې، داسي چی اواز یې هم شته او افکار زبیښي باید ومنو چی زمونږ د مسلمانانو اکثریت د همدغه فکري جګړې قربانیان او د دجالي فریبونو په دامونو کي راګیر دي.

د صلیب د فکري جګړې تر ټولو مهمه حربه د شکست پر وخت د سولي نغارې دي:

افغانستان لا اشغال شوی نه وو، محمدي غرا‌ء شریعت واکمن، او سولي وزرې غوړولي، افغانان د پوره ازادی په درشل کي وو، د ټولي نړی مسلمانانو ته د کامیاب شرعي نظام مثال موجود وو، خو کفارو په ډيره بې رحمۍ اسلامي نظام محکوم، پر ځای کفري نظام تشکیل کړ، داسي چي اعلی حاکمیت يې له الله جل جلاله څخه سلب د چرسیانو، زانیانو، او کبابیانو په لاس کي کيښودل شو، د حلال او حرامو ټاکل د شرک د ستري هډي پارلمان په اخور کي فیصله کیدل، د شرعي تعزیراتو په عزل يې د خودساخته بې فائدې او بې ځایه قانون په پلي کولو جزاء او سزاء عملي کول پيل کړل، او تر څنګ يې هره ورځ په لسهاوو تنه علماء، طالبان، او د اسلام د دین زدکړیالان په زندانونو کي اچول او ډيره برخه یې ورڅخه شهیدانول. او نور یې له هیواده تیښتي ته مجبور کړل.

دا هر څه په داسي حال کي وشول چي له اشغال څخه وړاندی د اسلامي نظام نافذونکو د سولي نعري وهلي او ویل به یې چي سوله ارزښتمنده ده، جګړه دي ورکه شي، مسلمانانو په افغانستان کي د سولي لپاره قرباني ورکړیده دوی هو سولي ته منډه وهل، زمونږ لومړی مقاومت د فساد پر خلاف وو د فتنو، او جنګونو پر خلاف وو، مونږ خو د سولي تږي وو، خو مونږ پوهیږو سوله خوږه البته ده دا خوند چي اوس يې سوله لري تریخ دی.

او هغه وو چي اشغال پیل شو او ځورونو دوام وموند، جهاد بیا خپلي وزري وغوړولي او ټول افغانستان يې په بر کي ونیوی، نور نو د کفري نظام او خود ساخته نظام له حاکمیته څخه په تنګ شوي وو، مقاومت د خپلو ګرانو، او محبوبو په قربانولو نړی په افغانستان کي پر ګونډو کړل، کله چي دا درک شول چي مقاومت خونړی شوی دی نو يې د سولي او د ما ملکي استیم نعري پیل کړي.

تاریخ ګواه دی کله چي هم کفار د حتمي ماتي په حالت کي وي نو د سولي لپاره بیا فعالیتونه پيلوي، دا کفار هیڅ تعهد ته ژمن نه دي، دوی له لومړیو د معاهدو ماتولو مهارت لري، دوی بې وفاء، غدار، او نهایت سفاک او موکه شناس دي، د دوی د سولي په خبرو او سولي ته میلان جعلي دی، دوی د سولي د مبارک نوم څخه سوء استفاده کوي، دا چا ویل چي د دوی د سولي معاهدي کامیابي شویدي؟

دا نن هم د سولي ډول د طالب، او افغان اولس د ژوندي ساتلو لپاره نه بلکه د کافر ، مرتد او منافق د سر د ساتلو لپاره ډنګیږي، ځکه دوی پوه سوي دي چي د سولي لښکر نور هدف ته په رسیدلو دی، د سولي داعیان مبهم دي، د مبهم ادرس څخه اکمالیږي، او مبهم شخصیتونه لري، بلکه د هر یوه شخصیت يې تر سوال لاندي دی، همدغو کسانو د سولي د مخالف فریق سره خدمتونه کړیدي، او د هغوی د غلامۍ کلوښي يې پر سر دي.

د سولي داعیان نه تنها دا چي خپله ځانونه نسي سپينولای نه پوهیږو کوم چا سره مو سولي ته بولي؟ هغه چی د بې ګناه وګړو په قتلولو قتلولو يې لاسونو تر څټه په وینو سره دي؟ هغه چي د فحشاء او فساد ستر ستر داعیان او عملي کونکي دی؟ هغه چي پر هر یوه یې د اسلامي تعزیراتو پلي کول فرض عین او واجب دی؟ هغه چا سره چي د لکونو خلګو د وژلو مسؤلیت لري؟ او د لکونو نورو د قربانیو د ضائع کولو مرتکب دی؟ که هغه چي د کفارو سره د موالاة د ستر جرم مرتکبین دي؟
له شمالي ټلوالي سره سوله وکړو؟ له حکمتیار، کرزي، اشرف غني، حنیف اتمر، دوستم او ایشجي سره؟ که له قومندان لغړي سره چي د زرهاوو تنو د شهیدانو پړه يې پر غاړه ده؟ که له ګل اغا شیرزي او حضرت علي سره چي د لسهاوو عربیانو د شهادتونو ذمه وار دی؟

تاسو مونږ له څرنګ حکومت سره سولي ته بولۍ هغه چي د پردو په مټ واکمن شوی، پر هیڅ کفري او شرعي معیار نه دی جوړ؟ هغه چي پخپل مینځ کي د نهایت زیات اختلاف ښکار دی او پر هیڅ ستونو نه دی ولاړ؟ نه يې باچا د ځان واک لري، نه ګدا؟ نه معاهدو ته د ژمنتیا او متعهد کیدو پاته کیدو واک لري او نه يې ظرفیت لري؟ د جاسوسانو، او ایجنټانو تر ټولو ژوره کارخانه ده، او دا نن هم د کفر ته د تنزل په حالت کي دي.

سوله پاکه او سپيڅلي اراده غواړي، پر عهدونو د ثابت پاته کیدني ظرفیت غواړی، استقلال، دین، هیواد، اولس، او سولي ته ژمنتیا، او بشپړ ویښ ضمیر غواړي، سوله له غلام سره نه له باداره سره یې کیږي، داسي څوک چي عهدونه ابتکارولای شي، او لوړ سر يې د ملا تر تیره نه وي رسیدلی. لنډه دا چي سوله مقدس خلګ کوي.

دا پرون د سولي درواغجنو داعیانو ولیدل چي کفارو د خپلو غلامانو او ځيره خورو په همکاری او دوستی د هیواد په مختلفو سیمو کي درانه بمونه وغورځول، په لسهاوو تنه ماشومان، سپین ږیري، ښځي، او ځوانان يې شهیدان کړل، بازارونه یې ونړول. د هیوادوالو د ژوند تر هر اړخ يې زهرجني داړي پوري وري ویستي دي، او حیف دا چي لا خلګ مو داسي خلګو ته تنزل ته د حکمتونو په نوم اړباسي. دوی که سوله غواړي جهاد دي پيل کړي. مجاهدين تر هر چا ښه سوله راولي. ښایسته مثال يې د طالبانو پنځه کلنۍ حکومت دی.

حقیقت دا دی چي جهاد تر سولي عزتمن دی، سوله زمونږ لومړی هدف وو! که جهاد وو زمونږ ټول اهداف به تحقق سي

ان شاءالله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x