fbpx

د ګډ حکومت مشران د ډیورنډ فرضي کرښې د رسمي کولو لپاره لارې هواروي

ليکوال: حماد الله نیازی

په افغانستان او پاکستان کې د مېشتو پښتنو پرسینه ۲۳۰۰ کلومټره فرضي کرښه، له نن نه یو سل شل کلونه مخکې د امیر عبد الرحمن خان او برتانوي ډيپلومات مورټېمر ډیورنډ ترمینځ د دې لپاره لاسلیک شوه چې د سیمې حالات کنترول او د دوی اړیکې نورې هم ښې شې.

خو لکه څنګه چې تاریخ ثابته کړه دا د برتانويانو هغه دام او لومه وه چې د هغوی له ماتې روسته هم لسګونه کلونه پکې پښتانه قومونه بند پاتې شول او زور یې دوه ځايه شو.

د برتانوي استعمار له ماتې روسته پاکستان وجود ته راغلی، دا کرښه چې د ماليې په بدل کې له برتانويانو سره لاسلیک شوې وه د پاکستان یوه برخه وګرځيدله او پښتانه یې سره بېل کړل.

خو د سیمې دواړو غاړو ته پښتنو قومونو دا کرښه د تل لپاره یوه فرضي کرښه بللې، په تېره بیا افغانانو کې خو د دې کرښې ګټل یوه ملي داعیه ګرځیدلې، چې وخت ناوخته یې په دې اړه مبارزې هم کړې دې.

د طالبانو د امارت تر نسکورېدو روسته چې کله امریکایانو پر افغانستان حمله وکړه پاکستان وتوانید چې په ویش او نورو ځايونو کې د افغانستان خاورې ته راننوځي او سلګونه کلومټره ځمکه لاندې کړې، چې د ویش او تورخم دروازې یې ښکاره ثبوتونه دې.

پاکستان هر وخت کوښښ کاوه چې له ډیورنډ کرښې نه رسمي پوله جوړه کړې، د همدې لپاره د کرزي د اخرنۍ دورې په اخرنیو وختونو کې داسې ګنګوسې خپرې شوې، چې د پاکستان حکومت د پښتونخوا عوامي ګوند مشر محمود خان اچکزی کرزي ته د دې کرښې د رسمي کولو او لاسلیک کولو لپاره استولی و، چې د کرزي له توند غبرګون سره مخ شو او وشړل شو.

خو کله چې د جانکیري پر لاس پر افغانانو باندې ګډ حکومت وتپل شو او د دې حکومت مشرانو ته په دې شرط واک په اختیار کې ورکړل شو، چې له امریکا او ناټو ته به د امنیتي تړون په نوم د افغانستان بشپړه قباله ورکوي او همداراز به د پاکستان غوښتنو ته لبیک وایي، همغه و چې د دې حکومت له جوړېدلو روسته په اوله ورځ عین او غین د حنیف اتمر پر لاس له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړ او د ټول افغانستان واک یې په قباله ورکړ.

خو د پاکستان غوښتنو ته یې د ولس د ویرې له کبله په پټه او په قرار_قرار کار وکړ، چې دا دی اوس یې نتیجې زموږ په مخکې دې.

شاید لوستونکو ته پوښتنه پیدا شې چې دا څنګه کېدلای شې چې د ګډ حکومت پر مشرانو دې د پاکستان غوښتنې منل لازمې بلل شوې وې؟

نو د دې لپاره چې بحث بل لورته لاړ نشې، په لنډو ټکو کې به یې ځواب داسې ووایو چې پاکستان د افغانستان په نسبت د امریکا او ناټو لپاره ډېر مهم دی، د دې ډېر عوامل دې، چې تر ټولو ستر یې دا دی؛ پاکستان یو پر ځان بسیا او اټوم لرونکی هیواد دی، له بله پلوه د امریکا ګټو ته هم د همیشه لپاره ژمن پاتې شوی او په ټوله آسیا کې يواځينی هغه هیواد دی چې امریکا ته تر بل هرچا وفادار او نيږدې ملګری ثابت شوی، همدا لامل دی چې اسرايلو څخه روسته امريکا د نړۍ په هيوادونو کې له پاکستان سره ډېره مرسته کړې؛ خو افغانستان نه یواځې داچې پر ځان بسیا نه دی، بلکې د امریکې له مرستو پرته یوه میاشت هم دوام نشې کولای، نو ځکه ویلای شو چې امریکا او ناټو ته پاکستان ډېر اهمیت لري.

ستاسو په یاد وي چې کله امریکایان او ناټویان د افغانستان له بیلابیلو برخو لویو هوايي میدانونو ته راټولېدل نو امریکا غوښتل چې پوځي وسائط پاکستان ته ورکړي، همغه وخت رسنیو کې پر دې خبره باندې افغاني چارواکو پراخ غبرګونونه وکړل، چې د دې وساېطو مستحقین موږ یو، دا وسائط باید د پاکستان پر ځای د افغانستان حکومت ته په واک کې ورکړل… دا چې امریکایانو پوځي وسائط د کابل حکومت پرځای پاکستان ته ورکول د دې خبرې ښکاره ثبوت دی چې پاکستان د افغانستان په نسبت امریکا ته ډېر مهم دی.

د ډیورنډ کرښې د رسمي کولو لمړنی ګام: 

پاکستان د ډیورنډ کرښې د رسمي کولو لپاره د کرزي په اخرنۍ دوره کې پر ډیورنډ کرښه باندې لمړی کار د کندې په جوړولو سره پیل کړ او نيږدې ۵۰۰ کلومټره کنده یې د کندهار له سرحد نه نیولې تر پکتيکا پورې وکېندله، د دې کند ژوروالی دوه نیم ګزه او سور یې څه د پاسه درې ګزه دی.

پاکستان د دې کندې په كيندلو سره د افغانستان ډېره خاوره لاندې کړه، چې تر اوسه یې هیچا پوښتنه هم ونه شوای کړای.

په هغو سیمو کې چې ولس پرې استوګنه کوله، د افغانستان د خاورې په دننه کې د کندې كيندلو پر ضد ولس راپورته شو، چې پاکستان د تل په څېر له ولس سره هم مکرجن چلند وکړ، کوم ځای کې چې به د دې کندې د كيندلو مخنیوی ولس کاوه، په همغو سیمو کې د ډیورنډ هغې غاړې ته یوڅه اندازه ځمکه پریښودل شوه، ولس په دې کار سره خوښ شو، ځمکې یې په خپل مینځ سره ووېشلې خو په صحراوو کې د دې لس برابره بېرته پاکستان د افغانستان خاوره لاندې کړه، چې دا دی تر اوسه یې پر ضد دومره څوک هم نه شول پیدا چې لږ تر لږه د دې کندې کېندل خو ارزيابي کړې، چې د افغانستان څومره خاوره یې لاندې؟

د یادونې وړ ده چې د دې کندې او خندق ډېری برخه په هغو سیمو کې وکيندل شوه چې هلته د رازق لغړي غوندې وحشي قومندانانو کلونه_کلونه له خپلو افغانانو سره په امريکايي وسله باندې د پنجاب ضد جګړې تر شعار لاندې جګړه وکړه او زرګونه هیوادوالو ته یې مرګ ژوبله واړوله، خو کله چې پنجابيانو راساً پر خاوره او ناموس تیری کاوه، همدې وحشیانو په ټیټو سترګو دا هرڅه لېدل او زغمل.

هغوی تر پايه پوري د دې کندې مخنیوی خو څه چې آن یو کمزوری غوندې خنډ یې هم د دې کندې په كيندلو کې رامينځته ته نه کړ او د امریکا له لوري د ورته ورکړل شویو هدایاتو پر برابر یې پنجابيان پریښودل چې په ازادانه ډول سلګونه کلومټره اوږده کنده وکيندي.

دوهم کار: 

د کندې له كيندلو روسته پاکستان په صفرې نقطه کې د تورخم دروازه جوړه کړه، پر دې دروازه باندې په لمړیو وختونو کې د پاکستان او افغانستان د عسکرو ترمینځ نښته هم رامينځته شوه چې دواړو غاړو ته یې مرګ ژوبله واړوله، خو افغاني عسکر د لوړو چارواکو له لوري تنبیه شول چې د د تورخم دروازې مخنیوی دې نه کوي.

همغه وخت د تورخم دروازې د ګټلو لپاره د ولسي خلګو لوی_لوی پاڅونونه د تورخم پر لور وخوزېدل، خو پردیپالو چارواکو د ولس غوسه په تشو لاپو_شاپو سره او په دې خبرو سره سړه کړه چې هيڅکله به پاکستان ته پر صفرې نقطې د تورخم دروازې جوړولو اجازه ورنه کړې، خو روسته له څو اوونيو ټول ولس په رڼو سترګو ولېدل چې د کابل حکومت له لوري د تورخم د دروازې پر وړاندې هیڅ خنډ جوړ نشو او پاکستان وتوانید چې په صفرې نقطه کې دروازه جوړه او نوم پرې د باب پاکستان کیږدي.

دريم پړاو:

پاکستان د تورخم پر دروازې له جګړې روسته، دا دروازه د څو ورځو لپاره وتړله او له دې دروازې نه پاکستان ته پر تلونکو خلګو یې د ويزې لرل لازمي وګرځول، مخکې تر دې هيڅکله د ډیورنډ پر دروازو د ويزې لګولو اړتیا نه وه، د دواړو غاړو ولسونه، له یو بل سره تړلي ول او همیشه یې پرته له ویزو نه تګ راتګ کاوه، خو اوس د دغې غاړي ولسي خلګ نشې کولای چې پاکستان ته له ويزې پرته واوړي.

وېزه پر رسمي پولو اخیستل کیږي، پر تورخم د ویزې غوښتنه په دې مانا ده چې دا کرښه نور د پاکستان او افغانستان ترمینځ رسمي پوله ده!

څلورم پړاو:

څو ورځې مخکې د پنجاب له بریدونو روسته پاکستان د تورخم او ویش دروازې د دوو اونیو لپاره د افغانانو پر مخ وتړلې.

روسته له دوو اونیو په برتانیا کې د افغانستان او پاکستان ترمینځ د برتانیا په منځګړيتوب یوه غونډه وشوه.

په دې غونډه د پاکستان د لمړي وزیر د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز او د کابل حکومت د ملي امنيت سلاکار حنیف اتمر برخه لرله چې جزیات یې له رسنیو سره شریک نه شول.

له دې غونډې روسته پاکستان دواړې دروازې پرانستلې خو ورسره سم په رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې پاکستان غواړي د ډیورنډ کرښې پر ټوله سیمه ازغن تار او کټارې ولګولې او همداراز به پر دې کرښه باندې څو نورې دروازې هم جوړې کړې.

د تېرې يکشنبې په ورځ پاکستاني چارواکو پر دې کرښه باندې د اغزنو تارونو او د اوسپني د کټارو لګولو کار رسما پیل کړ.

د روانې مياشتې پر پنځمه نيټه یانې د تېرې شنبې په ورځ د پاکستان د پوځ مشر قمر جاوید باجوه مومند ایجنسۍ او باجوړ ته لاړ، هلته یې د اغزن تار غزولو پروژه افتتاح کړه.

باجوه وویل چې پر ډیورنډ د اغزن تار او کټارو لګولو پریکړه د لندن په غونډه کې شوې ده.
يانې د افغانستان حکومت د برتانیا هغه امر رسماً منلی چې پاکستان باید پریښودل شې ترڅو پر کرښه اغزن تار او کټارې ولګوي.

پنځم پړاو:

د ولس د تابع کولو او د ذهنونو د جوړولو لپاره د ګډ حکومت لوړ پوړو چارواکو ته دنده ورکړل شوې، چې د ډیورنډ کرښې د رسمي کولو خبرې وکړي.

په لمړي ځل اجرايه رییس عبد الله عبد الله له پاکستان پلاوي سره په لیدنه کې ډیورنډ رسمي کرښه بولي او په دې اړه د پاکستان د ملاتړ اعلان کوي، تر دې وړاندې هم د عبد الله عبد الله ممثلې رسنۍ ماندګار ویبپاڼې وخت ناوخته ډیورنډ کرښه رسمي بللې وه او تر دې عنوان (( افغانستان باید به رسمیت خط دیورند اعتراف کنند )) پکې مقاله خپره شوې چې په زغرده یې د افغانستان له حکومت نه غوښتنه کړې چې د ډیورنډ کرښې رسمیت ومني.

له ډبل عبد الله روسته د افغانستان د ملي کنګرې ګوند رییس عبد اللطیف پدرام تېره ورځ خپل ګوند په وینا کې ډیورنډ کرښه رسمي پوله وبلله او به دې برخه کې یې د پاکستان ملاتړ اعلان کړ.

که ډیورنډ رسمي پوله شې؟

د تېر په څیر برتانیویان او امریکایان بیاځلې کوښښ کوي، چې د کرښې دواړو غاړو ته پروت مسلمان ولس په لومه کې راګير کړي او د یو بل پر وړاندې یې وجنگوي.

په ۲۰۰۵ کال هم پاکستان غوښتل چې پر دې کرښه باندې کنده وکېندې، اغزن تار ولګوي او کټلايز ولګوي، خو هغه وخت یې کرزي سخت مخالفت وکړ او د دې کار مخه یې ډب کړه، له هغه روسته برتانیا منلې وه چې پاکستان ته یې د کندې کیندلو او اغزن تار لګولو پيسې ورکړې دې.

که ډیورنډ رسمي پوله شې شاید د ولسونو له سخت غبرګون سره به مخ شې او دا کار به د سیمې امنيت تر بل هروخت کړکیچن کړي.

چې دا د امریکایانو او برتانويانو لوی هدف هم دی.

پنجابيان څوک شول؟

د امریکایانو له راتګ روسته د کابل حکومت په پرلپسې ډول د پنجاب ضد شعار زمزمه کاوه او د پنجابيانو په نوم یې له خپلو ولسونو سره د امریکا او ناټو په وسلو جګړه پرمخ وړله چې لا هم دوام لري، خو نن دا دی ټول ولس ويني چې د کابل حکومت ټول چارواکي د پنجاب په پښو کې پراته دې؛ د پنجاب د ګټو ساتنه کوي؛ د ډیورنډ د رسمي کولو او په دې برخه کې د پاکستان د ملاتړ بې شرمانه اعلانونه کوي!!

هغوی چې طالب یې د پنجابي په تور واژه نن د پنجابيانو غلامان ثابت شول؛ هغوی چې د طالب او ولس پر ضد جګړه یې د پنجاب پر ضد شعار لاندې کوله نن د پنجاب نېږدې دوستان او وفادار ملګري ثابت شول، تاریخ به د هغوی پنجابیتوب درج کړي.

دوی پر طالب د پنجابي ټاپه لږوله په داسې حال کې چې د طالب په دوره کې پاکستان یو اینچ هم رامخې ته نشو، هغه وخت پر کرښه د کندې کیندل، د اغزنو تارونو لګول او د دې کرښې رسمي کول د پاکستان لپاره یواځې خوب و، خو اوس دا دی هغه خوب یې د ګډ حکومت چارواکي عملي کوي او په پوره بې شرمۍ سره د امریکایانو او برتانويانو له لوري ورکړل شوې سازشي دستورونه عملي کوي او د سیمې ولسونو ته کندې باسې.

یو وخت کې پاکستان د طالبانو په دوره کې هم د ډیورنډ د رسمي کولو خوب لیده، نو یې د دې کرښې د رسمي کولو لپاره د طالبانو مرحوم مشر ښاغلي ملا محمد عمر مجاهد ته د پاکستان کورنیو چارو پخوانی وزیر او د خیبر پښتونخوا پخوانی والي نصیرالله بابر ولېږه، ترڅو له ملا صاحب نه د پولې رسمي کیدل وغواړي.

خو مرحوم ملا صاحب له بابر نه د ډیورنډ د رسمي کېدلو د خبر له اورېدو روسته سمدستي له درستخوانه شړي او ورته وايي چې «کېږده دا نوړۍ دې! پاڅه، خاینه او ځه».

نتيجه:

ولس بې مشره دی، بې شرنوشته دی، که په خپله ولس د ډیورنډ د ساتلو کار ونه کړي، هیڅوک د دې کرښې دفاع نشې کولای.

یا دې ولس د هغه چا تر شا ودريږي، چا چې د ډیورنډ پر سر یې پاکستانی استازی له دسترخوانه شړلی و.
ولس یواځې او یواځې په دې کار سره خپل حریم ساتلای شې، وبس.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
افغان
میلمه
افغان

نیازی صاحب سلامونه می ومنۍ ستاسی له اسلامی، ملی او انسانی ولولو جار شم، ستاسی په شان رښتونی افغانان ، رښتونی مسلمانان او رښتونی انسانان ستاسی په شان ملی ارزشتونو له منځه وړلو ته جیران پاتی دی. زما په اند د حیرانتیا خبره نه ده ، قربانیو ته اړه ده ، پاکستانیان د انګریزانو مامورین دی هغه خوا پشتونخوا د هماغو انګریزانو مستعمره ده چه اوسنی افغانستان یی هم مستعمره کړی وچه دی د هغوی په ټانکو او هوایی فضا دی د هغوی په الوتکو پټه ده په وژلو ، ښکنجه کولو سربیره د افغانی سپیڅلو میرمنو او پیغلو حیا… نور لوستل »

pattang
میلمه
pattang

لر بر کښته پورته پښتانه څوک نشي بېلولی زمونږ دین ، کلتور او ژبه يوه ده زمونږ قامونه وېشل شوي دي خو به زور !
دا حلات داسې نه پاته کيږي !!
څوک چې د ډيورند کرښه مني او يا یې منلې ده هغوی دنورو جاسوسان دي او وو !!
دا فاسد دولت د امریکایانو میوه او تېر دانګرېزانو مېوې وې چې اشغالګرو دهدف لپاره کار ترې اخیست نو هغوی د اولسونو استازیتوب نشي کولی !!
پرې ئيږده دوی د خپلې دزې ولي مونږ به په زړونو کې يو له بل سره(لر او بر) خپله ورور ګلوي کلکه ساتو !