نبوي حدیث

د امام بخاري رحمه الله په اړه مخالفتونه

حامد افغان

پر امام بخاري نیوکې

مصر او عربي نړۍ کې د مستشرقینو شاګردانو په نبوي حدیثو او په ځانګړې توګه امام بخاري رحمه الله باندې زیاتي نیوکې کړې دي او اوس هم دا خلک فعال دي، ځیني د اهل السنه مخالفین او علمانیین یا سیکولر فکر خلکو په دې اړه اوږدې لیکنې او کتابونه لیکلي دی. دا کار آن د حدیثو د انکار خطرناک حد ته رسیدلی دی. باید ووایو چې ټوله اسلامي نړۍ کې دا هڅي د لویدیځ د استشراق مکتب ډېر په خوا پیل کړي او اوس هم په مختلفو بڼو مختلفو وختونو کې رامنځته کیږي.

د اسلامي نړۍ د علماوو اتحادیه مشر دکتور یوسف القرضاوي نه پوښتنه وشوه: نن سبا مختلفو لوریو نه، مجلو، ورځپاڼو او تلويزوني پروګرامونو نه په امام بخاري باندې نیوکي کیږي، تاسو یې په اړه څه وایئ؟ دکتور يوسف القرضاوي وویل: په دې خبرو مې د سر وېښتان ودريږي غونی مې زیږ شي، د دې خلکو موخه د اسلام په رموزو نيوکې دي، د صحیح البخاري او معلومو صحي حدیثو د صحت او کره والي موضوع دومره چڼل شوې او کره شوې ده، د معلومو اصولو او علومو په رڼا کې دومره په دقت سره دا موضوعات روښانه شوي دي چې هیڅ د شک ځای په کې نشته. وروسته دکتور قرضاوي په ځانګړې توګه په صحیح البخاري تفصيلي خبرې کړې دي چې د هغه شخصي ویب سايټ کې شته.

اهل السنه د امام بخاري د کتاب (صحیح البخاري) په صحت او کره والي تقریبا دولس سوه کاله متفق پاته شوي دي، د ځیني ګوت شمیر علماوو له (ځواب شویو) ځیني فني او اصولي نیوکو پرته تر اوسه د بخاري د کتاب (صحیح البخاري) په اړه چا شک نه دی کړی، که څه هم اهل السنه کې د ننه پریمانه فکري مکاتب او مختلف مذهبونه دي خو دوی ټول د امام بخاري په اړه شک او تردد نه لري، خپلو کې په مختلفو موضوعاتو مخالفتونه شته، دا مخالفتونه کله کله آن د یوه بل د تفسیق او تکفیر تر پولو رسیدلي دي خو په عمومي توګه اصولو او د دین د رموزو په اړه متفق پاته دي. لاندې د امام بخاري رحمه الله او د هغه د کتاب د کره والي په اړه لنډ معلومات له مختلفو کتابونو درته رااخلم.

د بخاري تالیف او مقبولیت

امام بخاري رحمه الله خپل کتاب په شپاړلس کلونو کې تکمیل کړی دی، له تکمیل وروسته یې د وخت سترو امامانو ته د کتني لپاره وړاندې کړ، دا امامان د حدیثو او روایت مشهور او ټول امت ته مقبول کسان وو، لکه: امام أحمد بن حنبل، يحيى بن معين، علي بن المديني رحمهم الله تعالی. هغوی د ده کتاب تائید او د هغه صحت یې کره وباله.

یواځې څلور حدیث یې نقد کړل، العقیلي وایي: وروسته ثابته شوه چې د هغو څلورو حديثونو د صحت په اړه هم د امام بخاري رحمه الله خبره کره وختله. هدي الساري، مقدمة فتح الباري لابن حجر

وروسته د امام بخاري رحمه الله کتاب صحیح البخاري د هغه له خولې نه د هغه نوي زره 90000 شاګردانو واوریدله.

او داراز زرګونو داسې علماوو د هغه د کتاب صحت تائید کړ چې هغوی د وخت وتلي محدثين او ستر امامان وو، داسې چې هغوی په زرهاوو شاګردان روزلي، کتابونه یې لیکلي او داسې علماء چې د هغوی په ژوند لیکونو کتابونه لیکل شوي دي. ما تمس إليه حاجة القاريء لصحيح الإمام البخاري. النووي

د بخاري شروح

دا راز د امت علماوو د صحیح البخاري د اسانه کولو او تشریح لپاره ګڼ شمیر شروح لیکلي دي، له قرانکریم وروسته د بل هیڅ کتاب دومره خدمت نه دی شوی لکه د صحیح البخاري. د شروحو شمیر یې مختلفو خلکو له خپلو معلوماتو سره سم راخیستی دی. کشف الظنون د بخاري تقریبا پنځوسو 50 شرحو نومونه راخیستي دي، الماني مستشرق بروکلمان پخپل کتاب: تاریخ الأدب العربي کې 43 شرحي یادې کړې دي ځینو لیکلي چې د ټولو شرحو شمیر یې 130 ته رسیږي. ځینو خو ليکلي چې د بخاري شروح او حاشيې ټولې 300 ته رسیږي. إتحاف القاري بمعرفة جهود وأعمال العلماء على صحيح البخاري، لمحمد عصام الحسيني.

دې شرحو کې یې یوه مشهوره شرحه د حافظ بن حجر رحمه الله ده چې فتح الباري نومیږي. ابن حجر د دې شرحي په تألیف 25 کاله تېر کړي دي، کال: (817 هـ) کې یې پیل او په کال: (842 هـ) تکمیل کړه. داراز د مشهور حنفي عالم حافظ بدر الدین العیني شرحه هم له باوري او مشهورو شرحو نه ګڼل کیږي. الله دې د دې ټولو علماوو ارزښتناک خدمتونه قبول کړي.

د بخاري د کتاب دا په سلهاوو شارحین د حدیثو منل شوي امامان وو، د حدیثو د مختلفو علومو ماهرین او تجربه لرونکي استادان وو، دوی د امام بخاري د اجتهاد او فقهي نظریاتو مخالفت کړی دی خو د صحیح البخاري د حدیثو صحت او کره والی ټولو منلی او تائيد کړی دی. د بخاري له تألیف وروسته مختلفو پېړیو کې د اسلامي امت ګڼ شمیر علماوو، د ټولو مذاهبو امامانو صحیح البخاري په دقیقه توګه څېړلي، تدریس کړې او ټول امت بالاجماع “اصح الکتب بعد کتاب الله” لقب ورکړی دی.

د امام بخاري د کتاب صحیح البخاري د صحت او کره والي په اړه مې دا لنډ معلومات د مشت نمونه خروار په ډول راواخیستل. دا خبره سپينه ده چې امام محمد بن اسماعیل البخاري رحمه الله که د حدیثو او فقاهت هر څومره لوړ مقام لري بیا هم طبعا یو انسان و، سهو او خطا لري، د هغه اجتهاد او فقهي نظریات علماوو ځیني رد او نور یې منلي دي، اما د هغه دا عمل (صحیح البخاري په نوم کتاب) په دومره دقت جمعه شوی او ټول منلی دی چې په صحت او کره والي یې ټول امت متفق دی نو د هغه د صحت په اړه د شک او تردد هیڅ ځای نه دی پاته.

موجوده مخالفتونه

متاسفانه زموږ هیواد کې د فکري ډلو افراطي مخالفتونه له نورو ګوښي دي، زموږ ټولنه کې د فکري مخالفتونو په ترڅ کې یوه بله لویه ستونزه دا ده چې دلته د اشخاصو او معلومو فکري ډلو د ځانګړو افکارو بندګي او عبادت کیږي، په دې معنی چې د خپل مشر او ډلي هره خبره حق او د نورو ناحقه بلل کیږي، دې ته موجوده وخت کې مسلمانو مفکرینو د (شخصنة الدین) اصطلاح کارولې ده، دلته ځینو دین شخصي کړی دی، یو معلوم شخص یو معلوم فکري مکتب چې کومه خبره دین بلله هماغه دین دی. نو زموږ مخالتونه اکثره شر او فتنه دي، ځکه زموږ مخالفتونه د حق روښانه کولو او حق ته رسیدلو په نیت نه بلکي د میدان ګټلو او معلومو اشخاصو حمایت او ملاتړ په نیت روان وي.

لکه ومو ویل چې د امام بخاري رحمه الله په اړه نیوکي او انتقادونه مستشرقین او د هغوی پلویان رامنځته کوي، خو زموږ د اهل السنه وروڼه خپلو کې دا مخالفتونه رامنځته کوي، دا په داسې حال کې چې د دوی ګډ مخالف علماني فکره خلک او د استشراق پلویان فعلا په دې ډول انتقادونو اخته دي او کوي یې، زموږ نه د هغوی ځوابونه پاته، د کشرانو د ذهني تقويې او تصفیي دنده پاته پخپلو کې سره اخته یو. متاسفانه دا مخالفتونه مو دومره لوړ شول چې تر حدیثو او د دین تر رموزو مو ورسول، ډېره بده یې دا چې دا موضوعات تر خواله رسنیو روسيدل.

زموږ خپلمنځي مخالفتونو کې له ګوندي او فکري تضادونو پاللو سره د سیمیېزو عنادونو او پښتني تربګنیو تبی هم پروت وي، موږ په دې ټولو خوړینو تړاوونو خپل اختلافات مخته ولو، نو داسې حالاتو کې زموږ له مخالفتونو شر او فتنې راخوټيږي او ځکه زموږ د اکثره اختلافاتو پایله شر او فتنه وي. زموږ روان مخالفتونه، تضادونه او دښمنۍ هم پریمانه دي د تازه مخالفتونو، فتنو او فسادونو کوښښونو ته که هر څومره علمي رنګونه ولګوئ یا د حق موندلو ادعا تکرار شي د منلو نه ده. موږ وینو چې روانو مخالفتونو کې آن پر یوه بل د تفسیق، تکفیر او منکر حدیث تورونه لګول کیږي.

باید ووایم چې دا ډول مخالفتونه کینې، عقدې او سره لیري کیدل زیاتوي، موږ باید پخپلو کې د یووالي کار وکړو او په دا ډول مخالفتونو سره پخپلو کې راپاته د اتحاد او یووالي ځایونه هم له منځه وړو. او خپله لیکنه په دې خبره پای ته رسوم چې زما د هرې جملې، کرښي او لیکني موخه د مسلمانانو او هیوادوالو یووالی ده، له مخالفتونو لیري کیدل او خپلمنځي اصلاح ده. د هیچا ملاتړ او پلوي مې موخه نه ده او نه چا ته نغوته او اشاره کوم، یواځې د خپل زړه درد مې درته وړاندې کړ.

إن ارید إلا الإصلاح ما استطعت.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

مُنِیبِینَ إِلَیْهِ وَ اتَّقُوهُ وَ أَقِیمُوا الصَّلاةَ وَ لاتَکُونُوا مِنَ الْمُشْرِکِینَ .۳۱ رجوع کونکی دده طرف ته اوبیریږۍ له ده نه اوقایم کړۍ لمونځ اومه کیږۍ تاسو له مشرکینونه مِنَ الَّذِینَ فَرَّقُوا دِینَهُمْ وَ کانُوا شِیَعاً کُلُّ حِزْب بِما لَدَیْهِمْ فَرِحُونَ.۳۲–۳۰(سوره الروم) له هغوکسانونه چه ټوټی ټوټی یی کړۍ خپل دین اوسول ډلی ډلی (اوفرقی فرقی سول) هره ډله په هغه خوشحاله ده چه له دوی سره وی.ډیره دافسوس خبره ده موږ ته دالله کلام پروت دۍ موږ نور بی منطقه داسلا ددښمنانو جوړ کړی کتابونه وایو ،که څوک عقل لری له دی آیاتو پوهیږی چه بخاری خپله داسلام له… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ

یا أَیُّهَا الَّذینَ آمَنُوا اتَّقُوا اللّهَ حَقَّ تُقاتِهِ وَ لا تَمُوتُنَّ إِلاّ وَ أَنْتُمْ مُسْلِمُونَ.۳آل عمران ۱۰۲ اۍ مؤمنانووبیریږۍ دالله نه حق دۍ دهغه نه دبیریدواوتاسومه مرۍ مګرچه یۍ مسلمانان وَ اعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللّهِ جَمیعاً وَ لا تَفَرَّقُوا وَ اذْکُرُوا نِعْمَتَ اللّهِ عَلَیْکُمْ إِذْ کُنْتُمْ أَعْداءً فَأَلَّفَ اووه نسۍ رسۍ دالله ټول اومه جداجداکیږۍ اویادکړۍ نعمت دالله پرتاسوهرکله چه تاسو وۍ دښمنان یوتربله بیاهغه بَیْنَ قُلُوبِکُمْ فَأَصْبَحْتُمْ بِنِعْمَتِهِ إِخْواناً وَ کُنْتُمْ عَلى شَفا حُفْرَة مِنَ النّارِ فَأَنْقَذَکُمْ مِنْها کَذلِکَ محبت واچاوۍ په منځ دزړونوستاسوکی سوۍ تاسودهغه په مهربانی وروڼه دیوبل اوواست تاسوپرغاړه دکندی داوربیایی بچ کړۍ تاسی له هغی نه… نور لوستل »

محمد عبدالله

د مسلمانانو په منځ کی داختلافاتو عوامل احادیث ندی بلکی دخلکو نفسونه د حق څخه مخ اړول او ځان ځانی دی حتی دانسانانو په منځ کی د اختلافاتو اصلی عامل دین ندی بلکی دا دانسانانو خپل نفسانی خواهشات او دشیطانانو کار دی چی خلک یو پر بل تعرض ته مجبوروی او دینونه دمخالفتونو دمخنیوی او یو پر بل داعتراض نکولو لپاره رالیږل شوی الله ج فرمایی انسانان یو امت وو مونږ پیغمبران بشارت ورکونکی او انذار کونکی ولیږل او دوی سره کتابونه می ولیږل تر څو دخلکو په منځ کی د اختلافاتو په اړه فیصله وکړی، او که د فیصلی… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx