fbpx

دفلکي علومو لارښود (28) ددب اصغر او ډبلیو سټار ټوليو په واسطه دقطب شمالي پېژندنه

مفتي احسان اللّه

دب اصغر یا بنات النعش الاصغر:

دنجم شمالي دپېژندلو لپاره دویمه مشهوره ټولۍ ستورو ته دب اصغر وايې، ددب اصغر دستورو مجموعه تر ټولو ستورو قطب شمالي ته ډیر نیږدې ده، دب اصغر که څه هم ډیر ستوري په خیږ کې لري، خو تر ټولو روښانه ستوري يې اووه دي، په دې ټولۍ کې دوه لږ زیات روښن ستورو ته فرقدین وايې، ددب اصغر دټولۍ داخیرنی ستوری، چې تر ټولو ډیر روښانه هم دی، شمالي یا قطبي ستوری دی، په دې ټوله مجموعه کې دا ستوری همیشه تر ټولو ستورو وقطب شمالي ته ډير نیږدي وي.

فایده:

په قطبې ستوري سره له شمال نه علاوه سمت قبله هم ډیر په اسانۍ سره معلومولای شو.

مثلا:

په افغانستان، هندوستان ایران او پاکستان کې چې یو څوک داسي ودريږي، چې دده له ښی اوږې نه خط مستقیم سېده پر قطبې ستوري باندي واقع شي، نو دا سړی برابر مخ پر قبله ولاړ دی.

یاد ساتئ!

قطبې ستوری ددب اصغر یو جز دی، او ددب اصغر دمجموعې اخيرنی ستوری دی، ددب اکبر په واسطه يې دځای تعین ډیر اسانه دی، په دب اکبر کې دوه ستوري دي، دلیلین ورته وایې، دلیلن قطبې ستوري ته سېده اشاره کوي، ددب اکبر دمجموعي د الدبة او المراق ستورو په منځ کې چې څومره مسافه ده، ددغې مسافې په پنځه برابره، قطبې ستوری واقع دی.

ذات الکرسي (Cassiopeia) یا W- Star:

دنجم شمالي دپېژندلو لپاره دریمه ټولۍ ستوري، ذات الکرسي ده، دا ټولۍ ددب اکبر پر جانب مقابل واقع وي، ټول ستوري يې پنځه دي، او شکل يې ډبلیو W ته ورته دی، د ډبلیو خلاس لوری همیشه دقطبې ستوري خوا ته وي، ددې ټولۍ چې اول او څلورم ستوري په منځ کې خط مستقیم کش کړو، بیا پر دغه خط زاویه قایمه یا د 90 درجو زاویه جوړه کړو، نو مخامخ به قطبي ستوری وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د