fbpx

د رحمان بابا مزار ته د ظاهر شاه له لوري اهدا شوې ډبره غلا شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴ وری، ۱۳۹۶ل): نامعلومو خلکو د رحمان بابا له مزار څخه د هغه د قبر ډبره غلا کړې او قبر ته یې زیان اړولی دی.

دغه قیمتې ډبره په کال ۱۹۵۰ کې د افغانستان د وخت باچا ظاهر شا له خوا د رحمان بابا قبر ته اهدا شوې وه.

د پېښور د امنیه قومندان مرستیال سردار ثاقب رضا رسنیو ته نن د دوشنبې په ورځ ویلي چې د ځايي سرچینو له لورې دوی ته نن ورځ د پيښې خبر ورکړل شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې د یکاتوت په پولیس مرکز کې دغه قضیه ثبت شوې او څېړنې پیل شوي دي.

نوموړي همداراز ویلي چې د خیبرپښتونخوا حکومت د رحمان بابا د مزار لپاره ۸۰ کاناله (40468.5 میټر مربع) ځمکه وقف کړې وه، خو د ځمکو غاصبینو هلته قبضې لګولې او یوازې ۳۰ کاناله ځمکه اوس پاته ده، چې دوی یې د بیرته خلاصون لپاره لاس په کار شوي دي.

د رحمن بابا مزاره د پېښور د هزار خوانۍ په نامه هدیره کې موقعیت لري او له لیري لیري پښتانه ورته راځي او مرقديې دعام او خاص زيارت ګاه دى.

رحمن بابا چې نوم یې عبد الرحمن د پلار نوم عبد الستار وو، د ځینو روایاتو له مخې په کال ۱۰۴۲ هجري کې زیږېدلی، د لر او بر په پښتنو کې یو قسم شهرت لري، د پښتو ادب یوې بې ساری صوفي شاعر وو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د