ورزش

د کرکټ نړیوالې شورا دوه افغان لوبغاړو ته اخطار ورکړی

نن ټکی اسیا (سې شنبه، ۱۴ وری، ۱۳۹۶ل): د کرکټ نړیوالې شورا د افغان کرکټ ملي لوبډلې دوه مشهورو لوبغاړو ته اخطار ورکړی دی.

آی سي سي د یوه خبر په خپرولو سره ویلي چې محمد نبي او دولت ځدران د آیرلینډ سره په ټیسټ لوبه کې د آی سي سي رفتاري اصول مات کړي دي.

د خبر له مخې دولت ځدران د آیرلینډ پيټرچیس په داسې حال کې پر پښه وویشت چې نوموړی د کریس دننه و او د منډې اخېستلو هڅه يې هم نه کوله. آی سي سي د اصولو د ماتولو له کبله دولت ځدران ته ۳ منفي پواینټونه ورکړي دي.

په عین حال کې محمد نبي بیا د آی سي سي  ځېنې نور رفتاري اصول مات کړي دي.

د آی سي سي د خبر له مخې محمد نبي د لوبې د روحیې خلاف رفتار کړی دی او په داسې حال کې یې د لوبڅار د ګمراه کولو هڅه کړې چې نوموړي ته ښه معلومه وه چې توپوهونکی سوځېدلی نه دی.

نبي ته د دغې ناقانونه کړنې له کبله یو منفي پواینټ ورکول شوی دی.

دواړو افغان لوبغاړو خپلې تېروتنې او مؤاخذه منلې ده.

د آی سي سي د اصولو له مخې هر لوبغاړی چې ۴ یا تر دې زیات منفي پواینټونه واخلي نو  د نړیوال جام له یوې لوبې او دوو یو ورځنیو یا دوو شل اوریزو لوبو به منع شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x