fbpx
pen-writing1

د شیطان دوست

بسم الله الرحمن الرحیم

د تصنیفاتو پلار امام جلال الدین سيوطي رحمه الله د خپل کتاب (لقط المرجان) په اخر کي ، چي د ستر ديني عالم امام بدرالدين شبلي  رحمه الله د کتاب (آکام المرجان فی احکام المرجان) خلاصه ده، د کتاب العجائب ابوعبدالرحمْْن، لسان المیزان، (جلد۳/ صفحه ۳۷۳ ) په حواله  لیکي:

 احمد بن عبد الملک رحمه الله فرمايي: د شیطان دوست عبدالله ابن هلال به تل خپل ضروري کارونه د شیطان په توسط پر مخ بیول،

او عبدالله بن هلال به د شيطان لپاره د ماځیګر لمونځ قصداً قضاء کوو، وړاندي ليکي: یو ځل حجاج بن یوسف هغه زنداني کړ، ابن هلال په زندان کي کشتۍ نقش کړل، او نورو قیديانو ته يې اويل چي که څوک  بصرې ته تلل  غواړي زما سره دي زما په کښتۍ کي سپور شي!

څه قیديانو يې خبره مسخره وګڼل، او ورپوري ويخندل، لیکن داسي کسان هم وه چي د هغه سره پر ځمکه د رسم شوي کشتي پر څنډو ورسپاره شول، او د زندان څخه تري تم شول.

لقط المرجان کي دا هم لیکل شوي چي: محمد بن عصمت له کوم سپین ږيري نه اوريدلي چي د عبدالله ابن هلال (کوفي جادوګر) په اړه يې قصه اوروله، وايي د کوفي ښار په یوه کوڅه کي عسل توی شوي وو، ماشومانو څټل او شیطان ته به يې بدي ردي ويلې، سپين ږيری وايې چي ابن اهلال ورباندي راغي ماشومان يې شیطان ته د ښکنځا په حالت کی وليدل، او ورته ویی ويل: تاسو شیطان ته ښکنځل مه کوي، بلکي اوايۍ چي الله دي شیطان ته خیر ورکړي چي مونږ ته يې عسل راتوی کړل، سپين ږیري وايې په همدې خاطر شیطان هغه (ابن هلال) ته راغی مننه يې ترې وکړله، په انعام کي يې ابن هلال ته یوه ګوته (ګوتمه) ورکړل، او ورته و يي ویل چي  خپل حاجت دي ورباندي پوره کولایشي.
(کتاب العجائب محمد بن منذر لشکر الهروي، لسان المیزان ابن حجر عسقلاني ج ۳/۳۷۲)
او په ذکرشوې حواله امام رحمه الله  د ابن هلال قیصه پای ته رسوي او وايې چي کله حجاج بن یوسف  ابن هلال د خپلي وینځي د تښتولو په تور ګرفتار کړ، توره او څرمن يې راوغوښتل تر څو يې قتل کړي، ابن هلال هغه ته اویل صبر! له قتل مخکي مي تا ته یوه تماشه ښودل غواړم. له جیبه يې د تار ګوله را اویستل، او د لوړ پوړ طرفته په پورته کیدو شو چي بیخی چت ته نیږدي شو نو يې حجاج ته ور ناره کړل چي حجاجه! زه ستا نه تښتم، نور ته ما هیڅکله نشې نیولي، او ورک شو.

د شیطان سره د ابن هلال دا ټینګه ملګرې، جوړ، او خپلوي یواځي په دې خاطر نه وه چي هغه ماشومان شیطان ته له ښکنځلو منع کول، ديني عالمان وايې چي ابن هلال به د هغه لپاره د ماځیګر لمونخ قصداً قضاء کوو، او همدا خاطر وو چي ابن هلال شیطان ته له هغو ډيرو ګنهګارانو څخه ډیر نږدي وو چي قتلونه، او وړ درانه درانه نور ګناهونه به يې کول.
د یادوني وړ دا هم ده چي امام جلال الدين سیوطي رحمه الله یو معتبر، رښتونۍ، او د ډیرو تصنیفاتو څښتن عالم دی، نوموړی په سنه ۷۴۹ هجري کي  د مصر ستر ښار قاهره کي په یوه دينداره کورنی کي زیږيدلی وو، خپل ټول عمر يې د علم په زدکړه، د علم په خپراوي، تألیف، او تصنیف تیر کړی، بالاخره د یوشپيته کلو په عمر د جمعې په شپه ۱۹ جمادي الاولی، سنه ۹۱۱ هجري کي يي له دنیا کوچ وکړ. انا لله واناالیه راجعون.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د