ورزش

کریک انفو: د حیدراباد په لومړنۍ ۱۱ کسیزه لوبډله کې یو افغان لوبغاړی هم شامل دی

نن ټکی اسیا (سې شنبه، وري ۱۴مه ۱۳۹۵ل): د کرکټ مشهورې وېبپاڼې کریک انفو د آی پي ایل د سیالیو په لومړنۍ لوبه کې د سن رایز حیدراباد له خوا د لوبېدونکو احتمالي یوولس لوبغاړو نوملړ خپور کړی دی.

د سن رایز حیدراباد په لوبډله کې په لومړي ځل دوه افغان لوبغاړي محمد نبي او راشدخان هم اخېستل شوي دي.

کریک انفو د راپور له مخې د حیدراباد په ۱۱ لوبغاړو کې به راشدخان هم شامل وي. دغې وېبپاڼې د نبي نوم په ریزرو یا ساتل شوو لوبغاړو کې ورکړی دی.

په نورو لوبغاړو کې ډیویډ وارنر، شکیردوان، مویسس هینرقیو، یوراج سنګ، دیپک هوډا، نامان اوجه، ویجی شنکر، مستفیض الرحمن، بونیشور کمار او اشیش نرا وي.
د آی پي ایل لسم پړاو سیالۍ د اپریل پر پنځمه پیلیږي او لومړنۍ سیالي یې د حیدراباد او بنګلور لوبډلو تر منځ ده.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close