نړۍ

اشرف غني د وژل شوو استرلیايي عسکرو څلي ته د ګلانو ګیډۍ کیښوده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴ وری، ۱۳۹۶ل): د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني استرلیايي ولس ته په افغانستان کې د دوی د وژل شوو عسکرو په مړینه غمرازي کړې او د هغوی قرباني یې ستایلې ده.

نوموړی د یکشنبې په ورځ استرلیا ته تللی او مخکې له دې چې له لومړي وزیر (مارکوم تورنبول) سره وویني، د دوشنبې په ورځ د دې هیواد د جګړې یادګاري څلي ته ورغلی او د وژل شوو استرلیايي عسکرو په احترام یې د ګلانو ګیډۍ ایښې.

د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني په افغانستان کې د استرلیايي ځواکونو «قرباني» ستایلې او ټینګار یې کړی چې افغانان به د استرلیايي ځواکونو قرباني نه ضایع کوي.

استرلیا یو له هغو هیوادونو څخه دی چې په ۲۰۰۱م کال یې د امریکا په مشرۍ د افغانستان جګړې ته پوځونه رالیږلي وو او په تېرو شپاړسو کلونو کې يې ۴۱ عسکر په افغانستان کې وژل شوي دي.

نوموړي استرلیايي ولس ته په خطاب کې ویلي:

«زه ځکه دلته راغلی یم چې تاسو خپل ځانونه قربان کړي، تاسو او ستاسو کورنیو ته د احترام مراتب تقدیموم چې په جګړه کې مو خپل دوستان له لاسه ورکړي».

اشرف غني په خپلو خبرو کې استرلیانو ته ویلي چې د افغانانو ښځه او نر، سپین ږیری او ماشوم ستاسو مننه کوي او ستاسو قرباني به نه ضایع کوي.

استرلیا دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۳۰۰ عسکر لري چې د دولتي ځواکونو د روزنې په چارو بوخت دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سلطا ن صا لحی له قز وین سخه

دافغانستان مسلمان اومظلوم ملت که نارینه دی اوشزینه دی اوکه سپین ژیری دی اوکه زوا نان دی تول .لعنت پروای پراشغال گرو باندی ملی زعیم دمقتولینو مشرانوته یعنی دوستانو ته اطمنان ورکری چه ددوی انتقام په دغه نژدوشپو کشی آخیستی دی چه تاسی دوستان به واقپ وی چه خوگیانوپه ولسوالی کشی هغه همو طنان زموژچه دستاسی بی احترامیئ کوه له شزینه اوکوچونیااوسپین ژیری اوزوانان موقتل عام کرل ستاسی دزحمتو په خاطر نوتاسی دوستان مطمئن اوسی چه ستاسی قطره قطره وینی به بیزایه ولاری نه شی مطمئن اوسی اوبیا ئ دسجیین دمقتولینو په مقبرو گل زار وه شیند ی اوملی زعیم… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x