افغانستان

هلمند کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ولسي خلک په نښه کېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵ وری، ۱۳۹۶ل): هلمند کې د افغان امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ولسي خلک په نښه کېږي او په وروستيو عملياتو کې د هلمند عام خلک د طالبانو په نوم وژل شوي او يا هم زندانونو ته لېږدول شوي دي.

د هلمند ولايت وياند عمر ځواک هم منلې، چې د افغان عسکرو، ملي امنيت او پوليسو په ګډو عملياتو کې ګڼ ولسي خلک وژل شوي او په وينا يې تېره ورځ هم د ملي اردو عسکرو په بريد کې د يوې کورنۍ ګڼ شمېر غړي وژل شوي، خو شمېر يې نه ښيي.

عمر ځواک ويلي، چې حکومت به په دې اړه څېړنې وکړي او په پېښه کې ککړ کسان به د قانون منګولو ته وسپاري، خو ځايي خلکو ويلي، چې دوی د حکومت په خبره باور نه لري.

د هلمند مرکز د لښکر ګاه اوسېدونکي وايي، چې حکومت دغه ډول څرګندونې د خلکو د احساساتو او غوسې د کمولو په موخه کوي، خو عملا بيا د امنيتي ځواکونو مخه نه نيسي.

داسې رپوټونه هم ترلاسه شوي، چې تېره شپه هم جيټ الوتکو لښکرګاه او شاوخوا سيمو کې پراخې بمبارۍ کړي دي.

د دغو بمباريو له امله د وژل شوو کسانو د شمېر په اړه تراوسه څه نه دي ويل شوي، خو د لښکرګاه يو شمېر اوسېدونکو په خپلو فيسبوک پاڼو ليکلي، چې سيمه کې د بمباريو له امله وېره او ترهه خپره ده او جيټ الوتکې بمبار کوي.

هلمند د هېواد سويل کې هغه ولايت دی، چې ډېری سيمې يې د طالبانو په لاس کې دي او اوس د ولایت مرکز شاوخوا سيمو کې له امله امنيتي ځواکونو سره جګړې کوي.

مشرانو جرګه کې د هلمند استازي هاشم خان الکوزی وايي، چې لښکرګاه ښار د طالبانو له لوري محاصره دی او ولايتي چارواکي په کمزورۍ او فساد تورنوي، چې طالبانو سره د جګړې پر ځای په اداري فساد اخته دي او د خلکو د ژغورلو هڅې نه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x