ډېر ژر به نوکیا په خپل موبایلو کې د وینډوز سیون فعال کړي

Windows-7-nokiaنن ټکی اسیا: د نوکیا کمپنۍ ویلي چې دوی به ډېر ژر په خپلو نویو موبایلو کې د وینډوز سیون نوی سیسټم فعاله کړي.

دا په داسي وخت کې راځې کله چې د په نړی کې د اپل او ګوګل د شراکت له وجې نوکیا په بازار کې خپله حصه له لاسه ورکړي..

او مایکروسوفټ د پروګرامو شرکت غواړي چې د ګوګل په څېر د موبایل په نړی کې ځان ځای کړي.

ویل کیږي چې د اپل (apple) شرکت او د ګوګل تر منځ شراکت او د موبایل په مختلفو پروګرامو کې د ګډ کار له وجې د نوکیا شرکت ته ډېر تاوان رسیدلی، چې غواړي اوس په دغه لاره خپل زوړ مقام بیرته تر لاسه کړي، او د بلي خوا مایکروسوفټ هم غواړي چې د موبایل بازار ته لاره ومومي، چې دا ورته یو غټ چانس بلل کیږي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.