دیني، سیرت او تاریخ

مؤمنان څوک؟ او صفتونه يې څه دي؟

دوکتور اظهار الحق عزيز

الله تعالی فرمايې: ﴿…كُلٌّ آمَنَ بِاللَّهِ وَمَلائِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ…﴾ [البقرة: ٢٨٥]

ټولو (مؤمنانو) په الله، د هغه پر ملائکو، د هغه پر کتابونو او دهغه پر پيغمبرانو ايمان راوړی دی.

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ: أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ يَوْمًا بَارِزًا لِلنَّاسِ، إِذْ أَتَاهُ رَجُلٌ يَمْشِي، فَقَالَ: «يَا رَسُولَ اللهِ مَا الإِيمَانُ؟» قَالَ: «الإِيمَانُ أَنْ تُؤْمِنَ بِاللهِ وَمَلَائِكَتِهِ، وَكُتُبِهِ، وَرُسُلِهِ، وَلِقَائِهِ، وَتُؤْمِنَ بِالْبَعْثِ الآخِرِ»، قَالَ: «يَا رَسُولَ اللهِ مَا الإِسْلَامُ؟»، قَالَ: «الإِسْلَامُ أَنْ تَعْبُدَ اللهَ وَلَا تُشْرِكَ بِهِ شَيْئًا، وَتُقِيمَ الصَّلَاةَ، وَتُؤْتِيَ الزَّكَاةَ المَفْرُوضَةَ، وَتَصُومَ رَمَضَانَ»، له ابو هريره رضي الله عنه روايت دی، فرمايې: چې يوه ورځ نبي کريم صلی الله عليه وسلم له خلکو سره ناست و، چې جبريل عليه السلام ورته راغی، نبي عليه الصلاة والسلام ته يې وفرمايل: چې ايمان څه ته وايې؟ نبي کريم صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: په الله تعالی ايمان راوړل، دهغه پر ملائکو، د هغه پر کتابونو، هغه سره په مخامخ کيدلو  باندې او دهغه په رسولانو باندې او له مرګه وروسته ژوند باندې او په تقدير د خير او شر سره ايمان لرلو ته ايمان وايې. بيا جبريل عليه السلام وفرمايل: چې اسلام څه ته وايې؟ نبې کريم صلی الله عليه وسلم وفرمايل: چې د الله عزوجل عبادت او بندګې وکړې، له هغه سره هېڅ شی شريک نه کړې، فرض لمونځ کول، فرض زکات ورکول، د رمضام د مياشتې روژې نيول او حج کولو ته اسلام وايې. رواه البخاري ومسلم وأحمد

له پورتني مبارک ايت او حديث شريف څخه معلومه شوه چې:  د ايمان ځای زړه دی او پټ عملونه دي، که څوک په يادو شيانو ايمان لري هغه مؤمن دی. خو د ايمان آثار په ژبه، اندامونو، ظاهري اعمالو معلوميږي او په دې سره د ايمان حقيقت پوره او پيژندل کيږي.

اما اسلام دظاهري اعمالو له لارې معلوميږي، څوک چې د اسلام پنځه ارکان ادا کوي د شريعت له نظره موږ ورته مسلمان ويلی شو، او که څوک د اسلام ارکان ادا کوي خو په زړه کې ايمان نه لري هغه منافق دی، خو په منافقانو صرف الله پوهيږي، ځکه د زړونو مالک يوازې الله تعالی دی، البته په حديثو کې د منافق ځينې نښې ذکرې شوي، خو موږ مکلف نه يو چې پر يو چا باندې د منافق حکم وکړو.

امام بخاري رحمه الله هم په خپل صحيح کې دا روايت راوړی: من صلى صلاتنا واستقبل قبلتنا وأكل ذبيحتنا، فذلك المسلم الذي له ذمة الله وذمة رسوله، فلا تخفروا الله في ذمته. څوک، چې زموږ لمونځ کوي، زموږ قبلې ته ممخ کوي او زموږ حلاله خوري، دا مسلمان دی، ده لره د الله تعالی او د هغه د رسول ذمه ده. الله تعالی په خپل امان او ذمه کې نقض مه راولئ.

دمؤمنانو صفتونه څه دې؟ او څنګه يې وپيژنو؟ دا راته الله پاک په قرآن کې ذکر کړي. الله تعالی فرمايې:

﴿…الَّذينَ تابوا وَأَصلَحوا وَاعتَصَموا بِاللَّهِ وَأَخلَصوا دينَهُم لِلَّهِ فَأُولئِكَ مَعَ المُؤمِنينَ…﴾ [النساء: ١٤٦] هغه کسان چې توبه وباسي، (خپل ځانونه) اصلاح کړي او (د) الله (په شريعت) باندې منګولې ښخې کړي، او خپل دين يوازې او يوازې الله تعالی ته ځانګړی کړي، نو دغه کسان له مؤمنانو سره دي…

﴿إِنَّمَا المُؤمِنونَ الَّذينَ إِذا ذُكِرَ اللَّهُ وَجِلَت قُلوبُهُم وَإِذا تُلِيَت عَلَيهِم آياتُهُ زادَتهُم إيمانًا وَعَلى رَبِّهِم يَتَوَكَّلونَ۝ الَّذينَ يُقيمونَ الصَّلاةَ وَمِمّا رَزَقناهُم يُنفِقونَ۝ أُولئِكَ هُمُ المُؤمِنونَ حَقًّا….﴾ [الأنفال: ٢-٤] يقينا (کامل) مؤمنان هغه کسان دي چې کله (دوی ته) الله ياد کړی شي (نو) زړونه يې ډاريږي، او چې کله په دوی باندې دهغه آيتونه ولوستلی شي، دا (آيتونه) ددوی ايمان زياتوي، او يوازې پر خپل رب توکل کوي. هغه کسان چې لمونځونه دروي، او د هغو(مالونو) څخه (د الله په لاره کې) نفقه ورکوي چې موږ ور روزي کړي دي.

دغه کسان همدوی په حقه (ريښتيني) مؤمنان دي…

﴿وَالمُؤمِنونَ وَالمُؤمِناتُ بَعضُهُم أَولِياءُ بَعضٍ يَأمُرونَ بِالمَعروفِ وَيَنهَونَ عَنِ المُنكَرِ وَيُقيمونَ الصَّلاةَ وَيُؤتونَ الزَّكاةَ وَيُطيعونَ اللَّهَ وَرَسولَهُ…﴾ [التوبة: ٧١]

او مؤمنان نارينه او مؤمنانې زنانه چې دي د دوی ځيني د ځينو نورو دوستان دي (خاصيتونو کې سره یو دي چې) دوی (ټول) په نيکو کارونو باندې امر کوي او له بدو کارونو منعه کول کوي، او (هم) دوی لمونځ ودروي او زکات ورکوي او (هم) دوی (ټول) دالله او دهغه د پيغمبر اطاعت کوي.

﴿قَد أَفلَحَ المُؤمِنونَ۝ الَّذينَ هُم في صَلاتِهِم خاشِعونَ۝ وَالَّذينَ هُم عَنِ اللَّغوِ مُعرِضونَ۝ وَالَّذينَ هُم لِلزَّكاةِ فاعِلونَ۝ وَالَّذينَ هُم لِفُروجِهِم حافِظونَ۝ إِلّا عَلى أَزواجِهِم أَو ما مَلَكَت أَيمانُهُم فَإِنَّهُم غَيرُ مَلومينَ۝ فَمَنِ ابتَغى وَراءَ ذلِكَ فَأُولئِكَ هُمُ العادونَ۝ وَالَّذينَ هُم لِأَماناتِهِم وَعَهدِهِم راعونَ۝ وَالَّذينَ هُم عَلى صَلَواتِهِم يُحافِظونَ} [المؤمنون: ١-٩]

يقينا مؤمنان کامياب شول هغه کسان چې هغوی په خپلو لمونځونو کې عاجزي کوونکي دي.او هغه کسان چې هغوی له عبثو (کارونو او خبرو) څخه مخ اړوونکي دي.او هغه کسان چې هغوی د زکات ورکوونکي دي. او هغه کسان چې هغوی د خپلو عورتونو (له حرامو څخه) ساتونکي دي. مګر په خپلو ميرمنو باندې او هم په هغو وينځو باندې (د خپلو عورتونو) ايساروونکي ندي د کومو چې دويې مالکان دي. نو يقينا دوی (پدې دواړو ډولونو زنانه وو) نه ملامتيږي. نو هر څوک چې د یادو (ښځو) څخه هاخوا ( دخپلو عورتونو لپاره) مطالبه وکړه نو دغه کسان همدوی (د شريعت له چوکاټه) اوړيدونکي دي. او هغه کسان چې هغوی خپلو امانتونو او خپلو عهدونو ته پاپند دي. او هغه کسان چې هغوی د خپلو لمونځونو (په اداء کولو) باندې حفاظت کوي.

﴿إِنَّما كانَ قَولَ المُؤمِنينَ إِذا دُعوا إِلَى اللَّهِ وَرَسولِهِ لِيَحكُمَ بَينَهُم أَن يَقولوا سَمِعنا وَأَطَعنا وَأُولئِكَ هُمُ المُفلِحونَ﴾ [النور: ٥١]

يقينا د مؤمنانو قول کله چې دوی الله او دهغه پيغمبر ته وروبللی شي چې د دوی ترمنځ فيصله وکړي، د دوی قول دا وي: وامو وريده، اطاعت مو وکړ، او دغه کسان همدوی نجات موندونکي دي.

﴿إِنَّمَا المُؤمِنونَ الَّذينَ آمَنوا بِاللَّهِ وَرَسولِهِ ثُمَّ لَم يَرتابوا وَجاهَدوا بِأَموالِهِم وَأَنفُسِهِم في سَبيلِ اللَّهِ أُولئِكَ هُمُ الصّادِقونَ﴾ [الحجرات: ١٥]

يقينا کامل مؤمنان هغه کسان دي کومو چې په الله او دهغه په پيغمبر يې ايمان راوړی دی، بيا يې (په توحيدي عقيده کې) شک نه وي کړی او په خپلو مالونو او خپلو ځانونو سره يې د الله په لاره کې جهاد کړی وي، دغه ډله همدوی رښتيني دي.

﴿لا تَجِدُ قَومًا يُؤمِنونَ بِاللَّهِ وَاليَومِ الآخِرِ يُوادّونَ مَن حادَّ اللَّهَ وَرَسولَهُ وَلَو كانوا آباءَهُم أَو أَبناءَهُم أَو إِخوانَهُم أَو عَشيرَتَهُم أُولئِكَ كَتَبَ في قُلوبِهِمُ الإيمانَ وَأَيَّدَهُم بِروحٍ مِنهُ…} [المجادلة: ٢٢]

ته به هيڅ داسې قوم پيدا نه کړې چې په الله او د اخرت په ورځ يې ايمان راوړی وي چې دوی به له هغو (کسانو) سره دوستي (او مينه او محبت) وکړي کوم چې دالله او د هغه د پيغمبر سره دښمني کوي (او غواړي چې خپلو قوانينو ته په اسلامي احکامو باندې غلبه ورکړي).

(دوی به دوستي مينه او محبت ونه کړي) که څه هم هغوی يې پلرونه وي يا يې زامن وي، او يا يې ورونه وي، او يا يې خپل خپلوان وي.

دغه (مخلص مؤمنان) چې دي، الله ددوی په زړونو کې ايمان محکم (ټينګ) دی، او هم يې دوی له خپل اړخه د زړه په رڼا (يا قرآن کريم) سره تائید کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x