افغانستان

د شینوارو شورا ویاند: دولتي چارواکي د داعش سره کاروبار کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵ وری، ۱۳۹۶ل): د شینوارو شورا ویاند عزت الله افغان یوه شخصي تلویزون سره په مرکه کې وویل چې داعش د ننګرهار ځنګلونه وهي او پیسې یې د دولتي چارواکو سره نیمی کوي.

نوموړي وویل چې هغه لرګې چې داعش یې د ځنګلونو څخه تر لاسه کوي، بیرته پر دولتي لارو او دولتي سیمو کې خرڅیږي، ولسوالان، امنیتي چارواکې او حتی د پوستو قومندانان په دې کاروبار کې برخه لري.

نوموړي وویل چې د امریکایانو او دولتي ځواکونو الوتکې، توپونه او ټانګونه د اچین ولسوالۍ په مختلفو سیمو کې خالي کورونه او کلي بمباروي او هغه ځایونو باندي عملیات نه کوي چیري چې د داعش جنګیالي مېشت دي او خپل مرکزونه یې پرانیستلي دي.

نوموړي وویل چې د داعش په وړاندي نمایشي جګړه روانه ده چې په هغه کې د تر پنځلسو شاوخوا جیټ جنګې الوتکې، بې پلوټه الوتکې او د امریکا بي ۵۲ الوتکې برخه اخلي خو یوازي هغه سیمې په مکرر ډول بمباروي چې د داعش او نورو وسلوالو هیڅ شتون په کښې نشته.

نوموړي د اچین ولسوالۍ د عدیل خیلو سیمې یادونه په ځانګړي ډول وکړه چې هیڅ استوګن په کښي پاته نه دی خو له تیرو درو ورځو راهیسي تر بمبار لاندي ده، په داسي حال چې دغه سیمه د دولتي ځواکونو له پوستو څخه یوازي په درې سوه میترۍ کې پرته ده.

نوموړي په ننګرهار کې د داعش پر ضد جګړه د پیریانو جګړه وبلله چې ټول اهداف او پرمختګ یې د بهرنیانو په لاس کې دی چې هیڅ څوک نه پوهیږي څه روان دي او د دې جګړه بالاخیره نتیجه څه ده.

او زیاته یې کړه چې د داعش جنګیالي له کونړ، پاکستان او نورو سیمو څخه پر حکومتي لارو تګ او راتګ کوي خو دولتي ځواکونه هیڅ نه ورته وايي، بلکې د داعش بهرني جنګیالي چې د تاجکستان، ترکمنستان او نورو هیوادونو څخه راځي، حتی تر نیول کېدو وروسته خوشي کیږي او تر خپل خوندي مرکزونو رسول کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x