افغانستان

د ولسمشر کرزي وروستۍ څرګندونې او د زور معامله!

حامد کرزی چې کله په ۲۰۰۱م کال کې د بون د غونډې د پرېکړې پر خلاف ولسمشر شو، د ده د پوهې، تدبیر، ولس‌پالنې او وطن‌پالنې په باب مو ډېر کیسې اورېدې. «پر خلاف» مې ځکه ورزیاته کړه، چې هلته په بون کې پخوانی افغان سیاستوال، عبدالستار سیرت ۹رایې او کرزي ۲رايې ترلاسه کړې وې؛ مګر پایله دا راووته چې د ښاغلي سیرت پر ځای ښاغلی کرزی ولسمشر شو. بس د لوېدیځ په طبعه دیموکراسي ده!

کرزی په افغان سیاست کې تقریباً نوې څېره وه. که څه هم د مجاهدینو د حکومت پر مهال د بهرنیو چارو وزارت کې څه موده سیاسي مرستیال پاتې شوی و، مګر له رهبرانو سره په پرتله کې نوې څېره ګڼل کېده. د ولس په ژبه د کرزي د خبرو دود، ولسي جامې، په لیدو کاتو کې مینه‌‌ناک چلن، له پخوانیو ليډرانو د ولس ناخوښي…دا ټول هغه لاملونه وو، چې کرزی تر یوه بریده د ولسي کیسو او ان د روڼ‌اندو د ناستو او خبرو د بحثونو محور شو. په سیاست کې د ماسټرۍ تر کچې علمي پوهه او په هېواد کې د نسبي امن راوستل هغه څه وو چې کرزی یې تر نورو لږ متفاوت کړی و.

دا هر څه له هغې راهیسې بدل شول، چې کرزي په رسنیو کې امریکايي‌ضد دریځ خپل کړ. له دوو کلونو راهیسې په افغانستان کې د امریکا د اوږدمهاله پوځي اډو خبره د رسنیو سرټکی دی. په ۲۰۱۱م کال کې ولسمشر دودیزه لویه جرګه راغوښته، چې له هیلې سره سم یې ولسمشر ته د امنیتي سند د لاسلیکېدا لارښوونه وکړه. سره له دې چې د جرګې ګډونوالو ته د امریکا غوښتنې څرګندې نه شوې. له یاد سند سره سم، باید ولسمشر له امریکا سره یو ستراتیژیک تړون هم لاسلیک کړي، چې په پایله کې به یې امریکايي پوځیان –چې کره شمېره يې لا نه ده څرګنده- د افغانستان په نهو ستراتیژیکو سیمو کې نهه پوځي اډې ولري. دا تړون هم د تېر په څېر تر ډېره معما ته ورته و؛ ځکه ولس او رسنیو یوازې د تړون کلمه اورېده، نور چا دا حق نه درلود چې د تړون پر محتویاتو او د امریکا پر غوښتنو او وجایبو خبره وکړي.

د ستراتیژیک تړون په تړاو ولس هغه مهال لا پسې بدګومانه شو، چې په امریکا کې افغان سفیر له امریکايي لوري سره د تړون پر سر د خبرواترو مسئول، اکلیل حکیمي، ولسمشر کرزي ته یو سند واستاوه چې پکې ویل شوي و چې «له امریکایانو سره تر ۶۸ساعتونو خبرواترو وروسته دوی دې ته چمتو نه دي، چې افغانستان ته ضمانتونه ورکړي». دا سند د ملي یووالي جبهې له خوا په کابل کې د رسنیو په واک ورکړل شو.

ولسمشر کرزي ته تر بل هر چا د تړون محتویات، د افغانستان ګټې، زیانونه، د امریکا غوښتنې او پایلې ښې څرګندې دي. کرزی له امریکایانو سره تر ۱۳کلن کار وروسته شاید تر بل هر چا امریکایان او د دوی دیپلوماتیک سلوک ښه وپېژني. یو خو رسنۍ دي، کارپوهان دي، البته هغه چې د ځانګړو خواوو له خوا تمویلېږي او د همدې ورځې لپاره ښه غوښن شوي. بل ولسمشر کرزی دی، چې د ستراتیژیک تړون لاسلیک او دلته د امریکایانو د اوږدمهاله مېشتېدنې پړه ده ته ورګرځي. کرزی چې له یوې خوا په تړون کې د امریکا ناجوتې ژمنې ګوري او له بلې خو امریکایان هم ښه پېژني د تړون د لاسليکېدو مخالفت کوي. کرزی پر دې ښه پوهېږي، چې دا تړون چې رسنۍ يې «د افغانستان د امنیت او سولې ضامن» بولي، نه یوازې دا چې د سولې لامل به نه شي، بلکې د جګړې د غځېدا او د اور د ژبغړاندې کېدو لامل به شي. په افغانستان کې اوسمهال د جګړې یوازینی لامل د بهرنیو ځواکونو پراخ شتون او دلته د سیمې له هېوادونو نيولې بیا تر نړیوالو لوبغاړو پېچلې استخباراتي لوبې او جالونه دي چې د سولې او ملي حکومت د منځ ته راتګ پر وړاندې خنډ ګاڼه شي.

د ولسمشر کرزي له پرونۍ خبري ناستې ښه څرګندېده، چې تر څومره فشار لاندې دی. لومړی د ده پرونیو سپینو خبرو څرګندوله چې امریکایان د تړون پر لاسليکېدا څومره تینګار کوي. په هغو ناستو کې چې افغان لوري له خپل امریکايي ساري سره په کې مخامخ کېږي، هغوی څومره دیپلوماتیک نزاکتونه په پام کې نیسي. کرزي له سناتور ګراهام سره خپلې خبرې څرګندې کړې. کرزي ته ګراهام ویلي و: «ستاسې خلک به لا ډېر بندیان کړو، ان که عادي شک هم پر چا ولرو بندي کوو یې». کرزي ورغبرګه کړې وه: «دا کار شورویانو وکړ چې په افغانستان کې د ستر پاڅون او بلوا لامل شو». ګراهام ځواب ورکړ: «نه، موږ ستر تاسیسات رغوو او ستاسې ډېر خلک بندیانوو». کرزي وویل: «تاسې دا کار نشئ کولای». ګراهم ورته په ډېره سپینه لهجه له دیپلوماتیکو اخلاقو ډېر لرې ويلي: « ته یو سړی یې، ته زموږ مخه نه شې نیولای». لا خو تړون لاسلیک نه دی، زموږ له ولسمشر سره چې د دوی په خوله ولس (موږ) ټاکلی د دوی چلن دومره سپک او سپین سترګی دی، که تړون لاسلیک شي، بیا به نو څوک د افغانانو د وژنو او ځورونو پوښتنې وکولای شي؟!   

  د طلوع‌نیوز تلویزیون چې هره ورځ د تړون لپاره ان ځانګړې خپرونې چمتو کوي تر څو د ولس عامه افکارو ته له خپلې خوښې سره سم لوری ورکړي. تقریباً هره اوونۍ د امریکايي چارواکو له لوري د تړون د لاسليکېدو لپاره ټینګار هغه څه دي، چې پر تړون انسان سخت بې‌باوره کوي. طلوع‌نیوز بیا د ولس پر عامه افکارو لوبې پیل کړي، چې نتیجه کې يې کرزی‌ضد دریځ پياوړی کړی. کېدای شي کرزی د راتلونکو ټاکنو لپاره د خپلې خوښې نوماند لپاره هم ټینګار وکړي، مګر اصلي خبره دا ده، چې دا تړون د امنیت لامل نه شي کېدای. همدا تېره اوونۍ د چارشنبې پر شپې امریکايي الوتکو د غوربند سیاګرد پر ولسوالۍ پر ملکي کورونو بمبار وکړ چې تر پنځلسو پورې وطنوال په کې شهیدان شول. اوس که تړون لاسلیک وای، نو د دې پېښې په تړاو به د امریکایانو ځواب څه و؟! یوازې یو «Sorry» (بښنه) به څه وکړي؟!

جالبه دا ده، چې د ولسمشر کرزي پروني پلویان او ستایونکي نن په بشپړ ډول د ده مخالفین شول. نن کرزی وطن‌ضد او ملت‌ضد شو. د کرزي دوستان ګرد د ښو ورځو دوستان وو. نن چې کرزي د تېرو دیارلسو کلونو په پرتله متفاوت دریځ خپل کړ، نور پلویان خو يې پر خپل ځای چې هغه مرستیالان یې (فهیم، خلیلي) هم غلي دي او تر دې دمه یې د کرزي د دریځ ملاتړ نه دی کړی. کرزي په پرونۍ خبري ناسته کې پر رسنیو هم نیوکه وکړه چې موخه يې د طلوع‌نیوز تلویزیوني چېنل و چې د امریکایانو له خوا تمويلېږي او د امریکا د ګټو لپاره تبلیغات کوي. طلوع هره ورځ داسې ورک‌نومي او د خام استدلال خاوندان بحثونو ته رابولي چې په ټولنه کې نه ښه ماضي لري او نه یې اوس کوم د خیر کار کړی.  

دا ټول د امریکا د فشار هغه وسایل دي، چې یو مهال کرزي خپلې لاسته‌روړنې ګڼلې، مګر اوس هماغه «لاسته‌راوړنې» د ده پر ضد کارېږي. دا به وخت وښيي، چې کرزی کله امریکايي رسنیو او امریکايي پلوو کارپوهانو ته تسلیمېږي.

ذاکر جلالي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x