اقتصادنړۍ

چین او روسیه د ډالر حاکمیت له منځه وړل غواړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵ وری، ۱۳۹۶ل): د روسیې او چین حکومتونه غواړي په خپل منځي تعاملاتو کې د ډالر استخدام را ټیټ او راکړه ورکړه په خپلو (پیسو) باندي وکړي.

د کونټرا ماګزین (Contra Magazin) په نامه مجله وايي چې په دې وروستیو کې د چین او روسیې تر منځ اقتصادي او مالي اړیکې کیدای شي چې د نړۍ په سطحه لوی بدلون را منځته کړي او ډالر ته په نړیواله سطحه لویه ضربه ورسوي.

د تیرې میاشتې مارچ پر ۱۴مه نېټه د روسیې مرکزي بانک په چین کې لومړنۍ څانګه پرانیستله چې د نړۍ په سطحه د هیواد څخه بهر د روسي بانک لومړنۍ څانګه بلل کیږي.

د سرچینې په وینا روسیه او چین دواړه په خپل منځي تعاملاتو او همداسي د سرو زرو په وارداتو کې اسانتیا را منځته کوي تر څو دواړه هیوادونه د سره زرو پانګه زیاته کړي، چې د څېړونکی په وینا اوس هم د چین سره د سرو زرو ډېر زیات مقدار ددې سبب شوی چې په نړیواله سطحه ډالر ته زیان ورسیږي او د چین پیسې «یوان» قوي شي.

د مجلې په وینا د امریکا ډالر له مختلفو لارو د سختو بریدونو سره مخ دی، که چیري د روسیې او چین تر څنګ نور هیوادونه ودریږي، ډالر به د جدي ستونزو سره مخ کړي، چې په ترڅ کې به یې پر نړۍ د امریکا واکمني هم را کمه او اقتصاد به یې له پښو وغورځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x