نظــر

ژورناليزم؛ رڼه او سپيڅلې لار!«دويمه برخه»

عبيدالله ساحل

د يوولسم سپتمبر له پېښې وروسته د ټولې نړۍ خوله د اسلام پر خلاف وازه شوه، هر چا له هر کوټ نه د اسلام پسې د سپکو سپورو د ويلو په ترڅ کې د خپلې کرکې او حسد لمبې سړې کړې؛ دلته د ميډيا رول تر ټولو امتيازي او پراخه وو، د ژورنالېزم ډګر د اسلام د داړلو او رټلو له پاره غوره او وړ بستر وو. هغوي، چې د اسلام سره يې تربګني درلوده همدا ورته مناسب فرصت وو، چې زړونه يخ کړي.

دغه رسنيز بهير دومره پراخ کار وکړ، چې د اسلام نوم يې د تروريزم سره مترادف کړ او مسلمان يې د تروريست سره؛ نړيوالو اسلام ته د تروريزم او مسلمان ته د تروريست له زاويې نه کتل.

دا، چې د يوولسم سپتمر پېښې اصلي شاليد څه ډول وو، جلا بحث دی. نه غواړم، چې دلته پرې وغږيږم.

د دغې پېښې تر شا دخيل لاسونه په دې پوهيدل، چې د پېښې نه وروسته به نه نيويارک هغه نيويارک وي، نه به نړيوال تجارتي مرکز هغه مرکز وي او نه به هم اسلام هغه اسلام وي؛ په دې معنی، چې نيويارک ښار او تجارتي مرکز ونړيدل خو د اسلام د تصویر پيکه کيدو په تکل هم بستر وغوړيد او له همدې ځايه د اسلام د حقيقي انځور پر خلاف مزلونه پيل شول.

د غربي ميډيا له لارې اسلام چيلينج شو او د شديد بمبارد لاندې ونيول شو، خو مسلمان ژورناليستان د دې پر ځای، چې د دغه توپان مخه ډب کړي لار يې ورته اواره کړه اود هغوي سندره يې بدرګه کړه.

د مسلمان ژورناليست لويه ځانګړنه داده، چې د اسلام په وړاندې بايد ډير زيات حساس او محتاط وي، لمړيتوب همدې ته ورکړي، تر بل هر څه ورته اسلام مقدم وي.

که د ژورنالېزم په ډګر کې ژورنالېست له اسلامي او ملي احساس نه بې برخي شي نه ژورناليستيک رول لوبولی شي او نه هم د خپل مسلک حق ادا کولی شي.

وتلی ژورناليست او ليکوال، استاد سعدالدين شپون د وو، نه وو، يو شپون وو، نومې کتاب کې کېسه کوي وايې: (کله، چې امريکا توره بوړه بمباروله نو ما يې د امريکا غږ له څپو نه په ډير شد و مد راپور خپور کړ، چې کور ته راغلم د ښځې سترګې مې له ژړا تکې سرې وې، راته يې وويل: شرميدې نه، چې هلته د بمونو او باروتو لاندې د افغانانو وينې بهيدې او تايې راپورونه خپرول).

د عربي نړۍ د روانې تراژيدۍ په اړه يمنۍ ژورناليستې په ژوندۍ بڼه د سوريې د وضعيت په اړه خبر وړاندې کاوه، چې سلګيو واخيسته؛ د هغې په سلګيو کې د مسلمان ولس درد او خواخوږي له ورايه بريښيده.

د يو مسلمان ژورناليست احساس بايد د همدغه ميرمنو په څېر ژوندی وي، چې د اسلام په درد درديږي، اسلامي او ملي ارزښتونو ته التزام لري.

ژورناليسټ هېڅ دين نلري!!

د يو ژورنالېست ورور سره مې د ژورنالېزم په اصولو او د اوسنيوو ژورناليستانو پر وضعيت او کړنو خبرې کولې، هغه راته وويل: ژورنالېست هېڅ دين نلري! دا خبره مه کوه، چې ژورنالېست بايد د دين او ولس په وړاندې زړه خوږی او زړه سواندی وي. که موږ د يو دين پلوي وکړو دا د ژورنالېزم له اصولو سره ټکر دی، چې بايد ډډه ترې وشي.

journalist has no religion

دا خبره د ژورنالېزم په اصولو کې شته او ډيرو کتابونو هم رااخيستې خو د تعجب خبره داده، چې د همدې اصل وضع کوونکي خلک پخپله د دغه اصل په ورميږ پښې ږدي خو زه او ته ورته التزام لرو.

لويديځوالو ولې په خپل رسنيز بهير کې د سپتمر له پېښې وروسته د اسلام پر خلاف خولې خلاصې کړې او تر ننه د اسلام په وړاندې په مطبوعاتي جبهه کې پراته دي؟! که دا د ژورنالېزم اصل وي نو لمړی دې پرې هغوې عمل وکړي، چې د هغوي په کتابونو کې ليکل شوی.

مسلمان ژورنالېستانو ته خپل ليدلوری د پرديو له کتابونو ډير غوره دی، دوي بايد هڅه وکړي، چې دغه بهير ته د خپل ليد لوری وده ورکړي او کار ورته وکړي.

د ژورنالېزم ډګر له شک پرته سپيڅلې او روڼ دی، که څوک يې د اصالت او تقدس په خوند پوه شي نو هېڅکله به هم دې لار کې د ستومانۍ او ستړيا احساس ونکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x