نظــر

که موږ راویښ نه شو نو؟؟

ابو یاسر افغان

که موږ راويښ نه شو، همداسې به د وخت د زبر ځواکونو د دسیسو او پروسو قرباني یو، دلته که انګریز او چنګیز راغلې هم زموږ د نابودۍ په خاطر او که پرون روس یا نن امریکا راغلې هم زموږ د دین، هویت او ملت دښمنه ده، دا چې موږ ولې په هر دور کې د وخت د زبر ځواکونو د دسیسو ښکار یو، سببونه یې شاید ډېر وي، ولی مهم سبب یې دادی چې موږ خپله په خپل قدر نه پوهیږو، د پیسو او قدرت تږي زموږ په منځ کې دومره زیات دي، چې اندازه لږول یې ګران دي، موږ اتحاد او اتفاق نلرو، د ظاهرشاه د حکومت پر وخت موږ ۴۰ کاله امن درلود، خو داسې امن چې زموږ خلکو او هېواد په کې یو درجه پرمختګ هم ونکړ، برعکس کوم محصلین چې اروپا او روسیې ته لېږل شوي وو، هغوی بېرته داسې راغلل چې افکارو یې کاملاً تغیر کړی وو، څه شاید د اروپا او روسیې د استخباراتو لمسون و، خو تر ډېره حده دغه محصلین چې له دې ځایه ولاړل نو په داسې حالت کې ولاړل چې اسلامي زده کړی او اسلامي تربیه یې نه درلوده، هماغه ؤ چې له منځه یې د تره کي، امین او نجیب په څېر ظالمان راووتل، هوکې دا د شاهي رژیم نیالګي وو، خو چې تربیه یې په غیر اسلامي فکر وشوه، هغوی بیا دلته هم د اروپا یا روسیې په څېر سیکولر او بې دینه حکومت غوښتونکي شول.

دا سلسله په همدې ځای نه ودریږي، که د مصر له الازهر نه د برهان الدین رباني، صبغت الله مجددي، عبدالرب رسول سیاف او… په څېر خلک راغلل دوی هم بې انصافي وکړه، د دې ملت په پیسو تر دغه ځایه ورسېدل، خو په همدې ملت یې چپه میچنی وګرځولې آن تر دې چې د روسانو خلاف دغو جنګېدونکو د امریکا د یرغل پر وړاندې د مقاومت پرځای امریکا ته د غلامۍ سرونه ټیټ کړل او دا یوه بله لویه ضربه وه چې د افغان ولس پر سر ور حواله شوه، دلته که تربیه نسبتاً اسلامي وه، خو د مادیاتو او قدرت تندې اسلام ته د خدمت پر ځای د شیطان خدمت ته دا خلک اړ ایستل، شک نشته چې د نورو هېوادونو په نسبت پاکستان او ایران په افغانستان کې ډېره لاسـوهنه کوي، مګر دا ملت به تر څو د نورو هېوادونو د استعمار، استثمار او یرغلونو ښکار وي؟ ولې موږ یواځې په ګیلو او شکایتونو سر یو او نور د وخت د ظالمانو له دې ظلم او ناروا نه ځان نه ژغورو؟ که موږ اتفاق او اتحاد ولرو، که خپل ځوان نسل په اسلامي فکر وروزو، که د تعلیم او پرمختګ په لوري خپله ګامونه واخلو، دا سیمه ییز، قومي، سمتي او لساني اختلافات شاته کړو، که په یوځای او یو اتحاد هر یو د خپل مسؤلیت او وس سره سم د ویده ولس د راویښولو او متحد کولو لپاره مټې راونغاړو، نو لرې نه ده چې په ژوند کې مو مثبت تغیرات راشي، موږ باید ویښ و اوسو، د حامد کرزي او اشرف غني په دورو کې هم ګڼ شمیر نوي ځوانان مخکې له دې چې اسلامي فکر او تربیه تر لاسه کړي غرب ته د زده کړو په نوم استول شوي او لکه چې وایي “ازموده را ازمودن خطا است” د کمونیستانو اکثریت هم همداسې وګړي وو چې اروپا او امریکا کې یې زده کړی کړی وی، دا چې دلته یې څه وکړل هغه خو ټول ولس ته معلوم دي، زما هدف دلته ټول هغه محصلین نه دي کوم چې د تحصیل لپاره خارج ته تللي دي، بلکې هدف مې دادی چې په دغو محصلینو کې بیا هم داسې خلک شته چې اسلامي تربیه یې مکمله نه وه، حتماً به هلته د غربي فکر نه متأثره کیږي او دلته به بیرته تغریبیان راځي، دا کوم تصادف هم نه دی بلکې یوه پروسه او توطیه ده چې لا له وړاندې ورته تیاری نیول شوی، نو افغان ولس باید ويښ او بیداره اوسي، کنه نو خدای جل جلاله مکړه د جنګ یوه بله داسې لړۍ به هم پیل شي چې لسیزی به بیا دوام لري.

د ګران افغانستان د ښه راتلونکي په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x