افغانستان

فاریاب: د زندان مسؤولین بنديان شکنجه کوي

له فاریاب ولایت څخه راپورونه وايي چې د دغه ولایت په مرکزي زندان کې امنيتي مسؤولین بندیان شکنجه کوي او له هر رنګه بشري حقونو يې بې برخې کړي دي. ډېری بندیان له روغتيايي اسانتیاوو بې برخې دي.ځينې سرچينې وايي چې د زندان مسؤولین یو شمېر زندانیان له زندانه وباسي او هماغسې نادرکه شي. ویل کيږي چې د مسؤولینو  د ناوړه چلند په مقابل کې زندانیانو له درې ورځو اعتصاب پيل کړی. ځينې سرچينې وايي چې په زندان کې يو شمېر دستوري بنديان هم شته چې د سیاسي بندیانو جاسوي کوي او  سیاسي بنديان ځوروي. سرچينه زیاتوي چې د مسؤولینو لخوا همدغو دستوري بنديانو ته لرګي او کوتکونه ورکړای شوي او د سیاسي بندیانو سره د شخړو پرمهال پر هغوی وارونه هم کوي. تر اوسه هيڅ کومې بشري ټولنې په دې اړه خپل غبرګون نه دی ښودلی. ديادونې وړ ده چې تېره اوونۍ هم په کونړ کې د زندان د رئيس لخوا له زندانیانو سره د ناوړه چلند له امله زندانیانو اعتصاب کړي و او له مسؤولینو سره يې شخړې هم راغلې وې چې د زندان د رئیس په امر يو شمېر پولیسو پر زندانیانو ګاز ورپيښی و او هغوی يې وهلي او ټکولي وو چې د شخړو په نتيجه کې نژدې شل زندانیان يې ټپيان کړي وو. ولسمشر کرزي اوړمه ورځ په خپلو خبرو کې و ويل چې بګرام زندان کې يو شمېر بې ګناه زندانیان پراته دي چې د امريکایانو د وهلو او ټکولو په نتيجه يې له حکومت سره کرکه او نفرت پيدا کيږي او د حکومت په مقابل کې وسله را اخلي. د يادونې وړ ده چې د هيواد په هغو زندانونو کې د ملي امنيت او پولیسو تر واک لاندې دي، هم ډېر شمېر بې ګناه افغانان بنديان دي چې تل شکنجه کيږي او ځورول کيږي او چارواکي يې له کورنيو په زرګونو ډالر غواړي تر څو يې بندیان ورخوشې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x