شعـــــرونه

نعت شريف: مشفق حريتمل

دا جهان لکه تورتم لکه ماښام وو
خوارمخلوق به دزور واک مخلوق غلام وو
جهالت دکايناتو په څېر عام وو
بوت دهغې زمانې مير او امام وو
ــــــــــــــــــــــــــــــ
چابه ايښې دغوايي مخ ته سجدې وې
دچانورې نورې نورې عقيدې وې
څوک يوه اوڅوک په بله لار روان وو
وحدانيت نه وه ټول شرک وو بتکدې وې

ــــــــــــــــــــــــــــــ
مينه نه وه نفرتونه دښمني وه
لورپه لور به وو فساد خانه جنګي وه
په وړه وړه خبره قتلول وه
نوره اوج ته رسېدلې تربګني وه
ــــــــــــــــــــــــــــــ
دلورګانو ژوندپيغور وه بدنامي وه
جهالت وه بې عقلي وه ناپوهي وه
حرم هم دبت پرستو وه په لاس کې
دخدای کورکې دبتانو بندګي وه
ــــــــــــــــــــــــــــــ
خو دا ستره پيرزوينه دالله وه
راليږنه چې دخوږ رسول الله وه
ټول نظام بس په يو دم باندې بدل شو
دشيطان په برخه غم او واويلا وه
ــــــــــــــــــــــــــــــ
انسانان يې انسانيت ته برابر کړل
او هرچاته يې خپل خپل حقونه ورکړل
ټولې چارې ټول کارونه منظم شول
څوک امير څوک يې مامور څوک يې عسکر کړل
ــــــــــــــــــــــــــــــ
دقيصر او کسری ختمه دبدبه شوه
پورته نوره دباطلو جنازه شوه
د اسلام په توره ډير کفار نسکور شول
داسلام توره ددوی په وينو سره شوه
ــــــــــــــــــــــــــــــ
د احد او دخيبر کيسې راپاتې
دمحراب او دمنبر کيسې راپاتې
داسلام تاريخ دګران له وياړه ډک دی
مونږ ته شوې دستر رهبر کيسې راپاتې
ــــــــــــــــــــــــــــــ

کافران که مسلمان دی وايي دادی
محمد په حقيقت رسول الله دی
چې يې چاده پيروي کړې کامياب دي
خو چې څوک يې مخالف دی نو رسوادی
ــــــــــــــــــــــــــــــ
سلامونه سلامونه سلامونه
محمده (ص) وي په تا دې دورودونه
ذريعه يې خدايه ته دمغفرت کړې
د(مشفق)دغه خواره واره بيتونه

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x