fbpx

افغان سفیر: د امریکايي عسکرو د قربانیو شکرګزاري ادا کوو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵ وری، ۱۳۹۶ل): په افغانستان کې وژل شوو بهرنیو عسکرو ته د ګډ حکومت د چارواکو لخوا د درناوۍ او مننې په لړ کې دا ځل په واشنګټن کې افغان سفیر له امریکايي عسکرو څخه مننه کړې.

وړمه ورځ د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني په استرلیا کې د دې هیواد د (جګړې یادګاري) څلي ته ورغلی او په افغانستان کې د وژل شوو استرلیايي عسکرو په یاد یې د ګلانو ګیډۍ تقدیم کړې. نوموړي استرلیايي عسکرو ته په خطاب کې ویلي و چې د افغانستان ښځه او نر، ماشومان او سپین ږیري ستاسو د «قربانیو» مننه کوي او هیڅکله به یې ضایع نه کړي.

د راپورونو پر اساس، تر یادې پېښې وروسته په واشنګټن کې افغان سفیر حمدالله محب د امریکا اکلاهوما ایالت ته تللی او هلته یې له هغو امریکايي عسکرو څخه مننه ادا کړې کومو چې په افغانستان کې جګړه کړې او اوس خپل هیواد ته راستانه شوي دي.

افغان سفیر (KRMG) ویب پاڼې ته څرګنده کړې چې اوکلاهوما ایالت یې ځکه انتخاب کړ چې د نورو ایالتونو په نسبت د دې ایالت عسکرو ډیره قرباني ورکړې ده.

د امریکايي رسنیو په وینا، د اکلاهوما ایالت لږ تر لږه ۱۰ تنه عسکرو په افغانستان کې خپل ژوند له لاسه ورکړی. له دې جملې څخه خورد ضابط (کرسټوفر کارټن) هغه امریکايي عسکر دی چې د سپتمبر/۲۰۱۱م کال په پکتیا ولایت کې ووژل شو او په امریکا کې يې ډیر شهرت ترلاسه کړ.

د یاد امریکايي عسکر سرښندنې ته په درناوي د نوموړې کونډه په واشنګټن کې افغان سفیر په خپل دفتر کې په دنده ګومارلې او له امریکايي پوځ او کانګرس سره د افغان سفارت د رابطې مسئوله ده.

سفیر حمدالله محب د افغانستان له جګړې څخه راستانه شوو عسکرو ته په وینا کې ویلي چې ځکه د هغوی د لیدنې لپاره ورغلی چې امریکايي عسکرو زمونږ هیواد ته ډیره ګټه رسولې. نوموړي زیاته کړې:

«زه نن خاص په همدې خاطر راغلی یم چې امریکايي عسکرو ته اطمنان ورکړم چې زمونږ هیواد ته د دوی په برکت څومره لویه فایده رسیدلې، په افغانستان کې د امریکايي عسکرو ستړیاوې او قرباني نه ضایع کیږي».

ښاغلي محب له امریکايي عسکرو سره په کتنه کې د هغوی مننه وکړه او زیاته یې کړه:

«امریکایانو زمونږ امنیت ښه کړی، مونږ ته یې د افغانستان د پایداره راتلونکي طمع راکړې، له همدې کبله مونږ په افغانستان کې ستاسو د قربانیو او زړورتیاوو شکرګزاري ادا کوو».

په واشنګټن کې افغان سفیر حمدالله محب له امریکايي عسکرو څخه د شکرګزارۍ په ادا کولو ټینګار وکړ او د خپلو خبرو په جریان کې يې یو ځل بیا څرګنده کړه:

«په افغانستان کې حالات پوره سم نه دي، ښايي راتلونکی کال مشکلات پیدا شي، خو شکرګزار یو د هغو امریکایانو چې په افغانستان کې په روزنه او قربانیو مصروف دي».

د افغان سفیر حمدالله محب له خبرو وروسته امریکايي عسکر خوشاله شول او په دې ټکي یې خوښي څرګنده کړه چې افغانان په امریکا کې د هغو عسکرو مننه ادا کوي چې د دوی په هیواد کې له جګړې څخه راستانه شوي وي.

په پکتیا کې د یاد وژل شوي امریکايي عسکر (کرسټوفر کارټن) یو ملګري جګړن (اوسټن بانډ)، چې ده هم په پکتیا کې وخت تیر کړی، د ښاغلي محب د څرګندونو په پای کې وویل:

«دا چې دوی نن دلته راغلي دي او زمونږ شکرګزاري ادا کوي، زمونږ لپاره د ټولې دنیا ارزښت لري».

avatar
4 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد حذیفه
میلمه
محمد حذیفه

غم مه کوی ډیر ژر ده چی ګلببو هم دداسی یادګاری تصویر د اخیستلو لپاره امریکا ته تشریف یوسی زما په نظر خو له داسی معلوم الحاله سیکولرو او بی دینو کسانو نه ګیله نده پکار ځکه دا کسان په غرب کی را لوی شوی، غرب ځپلی دی او دغرب له افکارو متاثره خلک دی نو له دوی شکوه نده پکار اصل شکوه خو له هغه چا پکار ده چی دا څو لسیزی کیږی چی د افغانستان د خلکو له پاکو اسلامی احساساتو نه داسلام په جامه کښی سو استفاده وکړه خو آخر منافقین راوختل او لا لګیا دی دهغی… نور لوستل »

ذبیح الله شینواری
میلمه
ذبیح الله شینواری

انالله وانا الیه راجعون

pattang
میلمه
pattang

دا بې ناموسه خو ددالرو وږی دی هغه هر کار کوي : ناموس خرڅوي خپل مسلمانان پرې وژنی خو جیبونه بایدتش نشي له اشغالګرو څخه دوی تېر جنایتکاران او د سزا وړ دي !!

احمد
میلمه
احمد

ولی به شکر نه باسی ، چه سری سری امریکایی غومبسی ورته ولاړی او د دوی افغانی غومبسی تری امریکایانو خپلی کړی یعنی بچی زیږونه یی هم د قضای مصونیت سره امریکایانو او اروپایانو ته سپارلی له کورو یی د سرو ویښتو او شنو سترګو ماشومان راوځی ،

سلطان صالحی له قزوینه سخه
میلمه
سلطان صالحی له قزوینه سخه

ای کاشکی ستاپه نامه کشی دالله نوم نه وای .ستانوم کرستوفر کارتن وای .که په تا سکلرست دافغانیت حس وای اسلامیت خوهسی پریژده داده افغانیت یو ضمیر هم نه شته درپه کشی چه دا دافغان مظلوم ملت داملعون ستا په سیر بی ضمیره صلیب یان هره ورز په سروینو کشی لت اوفت کوی په شپه اوورز دکورونواوهرسه سره تباه کوی اوپه شهادت ئ رسوی شزی سپین ژیری اومعصوم ماشومان اوبی گناه زوانا ..اوتاسی وایی چه ده د صلیب لشکرکشیو گته کری ده په افغانستان کشی خوته ئ گه ته وه شایست چه سه شی ده بی له دغه قتل عام… نور لوستل »