ورزش

د ډي ویلیرز سوځول مې ارمان دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۱۶مه ۱۳۹۶ل): د افغانستان کرکټ لوبډلې وتلی ورو توپ اچونکی راشدخان وايي چې دی غواړي په لومړنۍ سیالۍ کې د ای بي ډي ویلیرز ویکټ واخلي.

راشدخان د انډین ایکسپریس ورځپاڼې سره په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي چې لومړنۍ سیالۍ کې چې د RCB سره یې لري دی غواړي چې د ای بي ډي ویلیرز ویکټ واخلي. هغه زیاته کړې چې ډي ویلیرز په نړۍ کې وتلی لوبغاړی دی او هغه ته توپ اچونه به دده لپاره ستر چیلنج وي.

پر دې سربېره هغه زیاته کړې چې د سري لنکايي بالر مورلیدرن څخه به د توپ اچونې په برخه کې ځېنې پوښتنې وکړي څو خپل د توپ اچونې مهارتونه نور هم قوي کړي.

۱۸ کلن راشدخان په آي پي ایل کې د سن رایزر حیدراباد له خوا لوبیږي. دغه لوبډله نن چهارشنبه د RCB سره لومړۍ سیالي لري او قوي احتمال دی چې په ۱۱ کسیزه لوبډله کې به نوموړی واخېستل شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close