نړۍ

سرتاج عزیز: له امریکا سره د افغانستان په باب موافقې ته رسېدلي یو

د ملي امنیت او نړیوالو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر نوازشریف سلاکار، سرتاج عزیز ویلي، چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته امریکا د پاکستان پر ارزښت پوهه شوې ده. بنا پر دې دواړو هېوادونو د باور جوړونې هڅې پیل کړي دي.

سرتاج عزیز پرون له راډیو پاکستان سره په خبرو کې وویل: امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو تر وتلو وروسته د پاکستان پر ارزښت پوهه شوې ده. 

ده زیاته کړه: واشنګټن او اسلام‌اباد د افغانستان د راتلونکي په باب پر باور جوړونې بوخت دي او په زیاتو برخو کې موافقو ته رسېدلي هم دي.
همدا راز په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر، شاهد عزیز رسنیو ته ویلي، چې امریکايي چارواکي پر دې ښه پوهېږي، چې له پاکستان سره اړیکي ځانګړی اهمیت لري او ښايي پر داسې کار لاس پورې نه کړي چې د اسلام اباد ستراتیژیک موقعیت له لاسه ورکړي.

د پاکستان او امریکا ترمنځ ستراتیژیک مذاکرات په ۲۰۱۱ م کال په سر کې د سي ای اې د جاسوس (رېمنډ ډیوس) له خوا په لاهور ښار کې د درېوو پاکستانیانو له وژلو، بیا د اسامه بن لادن له پېښې او په پای کې د ناټو ځواکونو له خوا د پنځلس پاکستاني پوځیانو له وژنې وروسته وځنډېدې.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x