ورزش

راشد خان: له درې نیمو میاشتو راهیسې له کوره مسافر یم

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۱۶مه ۱۳۹۶ل): د افغانستان کرکټ وتلی ورو توپ اچوونکی راشدخان وايي چې له تېرو درې نیمو میاشتو راهیسې له کوره مسافر دی.

د نیو انډین ایکسپریس ورځپاڼې سره په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي چې درې نیمې میاشتې کیږي چې له هېواده وتلی او بېرته نه دی ور ستون شوی: «لومړی دوبۍ، بیا زمبابوۍ، بیا هند ته ولاړم. اوس هم نه پوهېږم چې کور ته به کله ځم، ځکه تر آي پي ایل وروسته به ویسټ انډیز ته د سیالیو لپاره ځم، تر هغه وروسته به بیا په کریبین غوره لیګ CPL کې لوبېږم».

راشد خان ویلي چې زه باوري یم چې کور ته په رسېدو به مې هلته جشن جوړ وي او هیله‌من یم چې هغه به نه هېریدونکي ورځ وي.

هغه د خپل کورني ژوند په اړه یادې ورځپاڼې ته ويلي چې په ګډ کور کې را لوی شوی دی، ۶ ورونه او ۴ خورګانې دي او پلار یې کاروبار کوي او په لومړۍ ځل د ۲۰۱۵ز کال په اکتوبر میاشت کې د زمبابوۍ خلاف ولوبېد.

۱۸ کلن راشدخان په آي پي ایل کې د سن رایزر حیدراباد له خوا لوبیږي. دغه لوبډله نن چهارشنبه د RCB سره لومړۍ سیالي لري او قوي احتمال دی چې په ۱۱ کسیزه لوبډله کې به نوموړی واخېستل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x