نظــر

د ډيورنډ کرښه د چا په ګټه او د چا په تاوان ده ؟

امين وردګ

دا چې اوس دستي د هغې فرضي کرښې په اړه تودې خبرې روانې دي ؛ کومه کرښه چې د افغانستان په شرق کې د 2640 کيلومټرونو په اوږدوالي سره پرته ده او د (ډيورنډکرښې) په نامه ياديږي ؛ چې په 1893 م کال کې د انګليس استازي (ډيورنډ) او افغان امير (عبدالرحمن) تر مينځ د 100 کالونو د پاره امضا شوې وه ؛ چې ګواکي دا کرښه به د برتانوي هند او افغانستان تر مينځ يو موقتي سرحد وي.

مګر دغه کرښه نه شوه اوس سم غم شو !

له يوې خوا دغه کرښه موقتي وه ؛ چې په 1993 م کال کې يې هغه ټاکل شوې موده هم پوره شوه نو دا 24 کاله کاملاً بې قانونه ده ؛ له بلې خوا دغه کرښه په ډېرې غدارۍ سره تېره شوې ده ؛ چې د پښتون انګړ يې سره دوې ټوټې کړى ؛ نو ځکه دغې لعنتي کرښې دوه وروڼه داسې سره بېل کړل ؛ چې اوس يې يو د کرښې هاخوا او بل دېخوا کې ژوند کوي.

راځو اصل مطلب ته !

دغه کرښه د چا په ګټه او د چا په تاوان ده ؟

کرښه خو له لويه سره د شيطانت له معيار سره سمه تېره شوې او د دغې منحوثې کرښې د مسير په اړه شيطانانو ډېر وخت فکرونه کړي دي.

که څه هم چې د دغې کرښې تاوان د افغانستان مربوط ټولو وګړو او قومونو ته رسېدلى او لا هم رسيږي ؛ مګر پښتون قام ته يې د نورو قومونو په پرتله تاوان درۍ برابره دى.

که چېرې دغه کرښه رسمي شي ؛ نو د پښتون پلار دوه زامن به يو د هغه بل کره پرته له پاسپورت او ويزې څخه نه شي ورتللاى.
پښتون قام هم د افغانستان او پاکستان تر مينځ د رسمي سرحد مخالف نه دى ؛ مګر دغه سرحد خو بايد لږ د انصاف له مخې تعين شي ؛ نه دا چې يو ورور د دېخوا ته حصار شي او بل هغې خوا ته.

د پاکستان د سېند او پنجاب غدار مشران او د افغانستان د شمال لنډغر دغې نکتې ته شنه ناست دي ؛ چې دغه شومه کرښه زرترزره رسمي شي ؛ تر څو پښتون په خپلو کې سره واوړي او دوى چکې ورته ووهي.

خو زه دغو خلکو ته وايم ؛ چې پام کوئ ګورئ !

پښتون دومره کمعقل او کمزورى نه دى ؛ چې د خپل ورور کره دې د ورتګ د پاره له تاسو اجازه واخلي ؛ پښتون قام ته داسې کرښې مرښې نشي ټينګېدلاى ان شاءالله.

نن خو تاسو ته د کومک د پاره د نړۍ ټول طاغوتي لښکر را کوچېدلى دى ؛ ځکه خو ممکن تاسو هم د پخوانيو غدارانو په څېر کومه غلتي وکړئ ؛ مګر سبا به ان شاءالله داسې وخت هم راشي ؛ چې يا خو به دغه کرښه د برلېن ديوال غوندې له مينځه ځي او يا به (لوى پښتونستان) جوړيږي ؛ چې تاسو به بيا لاس تر زنې ورته ناست واست او خجل خجل به ګورئ ؛ نو ځکه بايد نن په موږ باندې زړونه وسوزوئ ؛ تر څو يې موږ سبا پر تاسو وسوزوو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد حذیفه

ګوری محترمو زما په نظر خو د ډیورند په نامه لدی کرښی نه مونږ او تاسی یوه لنګه غوا جوړه کړی چی دهغومره ډیری لیکنی پری کوو او خپل سر په دردو او وخت پری ضایعه کوو زما په نظر د ډیورنډ اود ډیورنډ په شمول نوری ډیری دهغسی منحوسی او فرضی کرښی چی کفارو په اسلامی خاورو کښی د خپلو نا پاکو عزایمو او اهدافو لپاره ویستلی تر هغو له مینځه نشی تللای چی ترڅو په د هغو ټولو ځایونو کښی مسلمانان را ویښ شوی نه وی او په واقعی او سوچه شکل یی داسلامی نظام قیام ته په… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x