fbpx

لاهور: د «مردم شماري» پر ټیم چاودنې درنه مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵ وری، ۱۳۹۶ل): د پاکستان په لاهور ښار کې د مردم شماري پر ټیم چاودنې د څلورو پوځیانو په شمول ۶ تنه وژلي او لږ تر لږه یې ۱۲ نور ټپیان کړي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپور سره سم د لاهور ښار په بیدیان روډ کې دغه چاودنه د یوه سرتیري بریدګر په واسطه را منځته شوه، او زیاتوي چاودنه دومره زوروه وه چې له ډیرو لیرو سیمو څخه یې غږ واوریدل شو او د یادې مرګ ژوبلې تر څنګ یې شاوخوا کورونو او موټرو ته هم دروند زیان اړولی.

د پيښې له ځایه سرچینې وايي چې چاودنه هغه مهال را منځته شوه کله چې د مردم شماري ټیم چې پوځي افسران او د مکتبونو استادان له خپله ځایه په موټر کې سپرېدل، سرتیري بریدګر پرې ځان وچاودلو.

د پيښې سمدستي وروسته امنیتي ځواکونو سیمه په خپل واک کې اخیستې او هیڅ چاته اجازه نه ورکوي چې د پيښې ځای ته نیژدې ورشي.

ویل کیږي چې په ټپيانو کې د یو شمېر کسانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی چې له امله یې کیدای شي د مړو شمېر تر دې هم زیات شي. د ټپیانو د هویت په اړه تر دمه څه نه دي ویل شوي.

باید وویل شي چې درې اونۍ مخکې په ټول پاکستان کې د کور شمېرنې او سر شمېرنې لړۍ پيل شوې چې تراوسه دواملري، چې د پاکستان پوځیان او نور دولتي مامورین یې پر مخ وړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د