نظــر

د يرغلګرو او ګوډاګي رژيم په ټولوزندانونو کي بنديان کړول کېږي

درنو لوستونکو! وړمه ورځ دکابل ادارې مشر کرزي دخبريالانو سره د اوږدو خبرو په مهال د بګرام امريکايي زندان په اړه مهم معلمومات ښکاره کړل، د بنديانو کمېسيون د مشرتابه د هدايت سره سم غواړو په لاندي راپورکي په هيواد کي دمحبسونو او په هغو کي دبنديانو پر وضعيت لنډ معلومات وړاندي کړو ترڅو معلومه شي چې هلته څه تېرېږي؟

 

له امريکايي يرغل نه راپه دې خوا د ګوانتانامو، بګرام او د هيواد ځينې نور محبسونه د تاريخي بشرضد جنايات د ريکارډ په ډول د تاريخ په حافظه کي ثبت شول، امريکايانو د خپل ناروا يرغل سره سم په ټولو هغو بشري قوانينوهم پښه کېښوده چي پخپله امريکا او په اصطلاح نړيوالي ټولني دبشر حق په نامه وضع کړي وو، کله چي د امريکا له پخواني جمهور رئيس جورج ډبليو بوش څخه د کيوبا په ګوانتانامو زندان کې د بنديانو د ځورولو په اړه پوښتنه وشوه او په دې اړه ورته نړيوان قوانين ياد شول نو بوش بې له دې چې څه ځنډ وکړي په لنډ ډول يې وويل چي له کومو تروريستانو سره موږ په جګړه اخته يو هغوي د بشر په تعريف کي نه راځي او بايد دبشری قوانينو بهر ورسره چلند وشي.

د امريکايانو لخوا د ګوانتانامو په بدنام زندان کي  ګڼ شمېر مظلوم بنديان چې له شلو ډېر په کي افغانان دي لا هم تر سختو شکنجو لاندي دي او له دوولسو کلونو زياته موده د ژوند له ټولو اسانتياوو محروم ساتل شوي، همدا راز په افغانستان کي دبګرام بدنام زندان هغه ځای دی چي د امريکايانو وحشي چلند او له انسانانو سره يې په بې عاطفې ډول ظالمانه کړني په ډاګه کړي، دا خبره سمه ده چې دبګرام زندان ډيری هيوادوال له امريکايانو او دهغوي له غلامانو نه د انتقام اخيستلو ته وهڅول او دجهادي صف لپاره ممد تمام شو، پر امريکايانو د کرزي وروستۍ نيوکي چي وايي په بګرام کي يې له افغانانو سره دبشريت خلاف چلند کړی سمه خبره ده ، خو هغه څه چي د کرزي ادارې په محبسونو او توقيف ځايونو کې ترسره کېږي هغه هم د امريکايي ظلمونو سره چندان توپير نه لري.  

د کابل ادارې مشر کرزي د بګرام زندان په اړه وويل چي هلته بېګناه خلک راوړل کېږي او بيا ورسره ناوړه چلند کېږي ، ده د خپلو خبرو په يوه بله برخه کي د امريکايي سناتور ګراهام هغه خبره هم ياده کړه چي ده ته يي ويلي وه : (موږ ستاسو خلک په لوړه کچه زنداني کوو ، آن چي موږ وړه اشتباه هم پر چا ولرو هغه زندان ته اچوو)

کرزی د بګرام زندان په اړه داڅرګندوني پداسي حال کي کوي چي د هيواد په اکثرو زندانونو کي چي پخپله د کرزي داوباشانو تر سلطې لاندي دي هم بنديان په ډېرو ناوړو شرايطو کي د بند شپې ورځي تېروي او هره ورځ د کرزي رژيم د بدمعاشانو لخوا کړول کېږي.

کرزی امريکايان په دې ملامت بولي چي په بګرام زندان کي يې بېګناه کسان ساتلي خو دخپل رژيم مظالم يې هېر کړي چي د هيواد په ۳۴ زندانونو او ۲۲۲ توقيف خانو کي يې د دېرشو زرو بنديانو له جملې څخه تر پنځلس زره زيات سياسي بنديان په کومه ګناه بنديان کړي او هغه بيا له څه ډول حالت سره مخ دي؟

اګرکه دا بالکل سمه ده چي کرزي د اعتراف په ډول د بګرام له بنديانو سره د امريکايي وحشيانو چلند ناوړه بولي؛ خوسوال دادی چي آيا د کرزي د رژيم لخوا له بنديانو سره په زندانونو کي له امريکايانو نه کم ظلم روان دی؟

درنو لوستونکو په لاندي ليکنه کي مو هڅه کړې تر څو د کرزي د فاسد رژيم هغه مظالم په ډاګه کړو چي هره ورځ مظلوم بنديان ورڅخه کړيږي.

د پيل څو خبري :

د افغانستان په زندانونو کي له مظلومو بنديانو سره د کرزي د فاسد او ظالم رژيم وحشي چلند او بې ساري ظلمونه هغه څه دي چي غرب او په اصطلاح ملګرو ملتونو يي لا هم په پټولو کي زغم ونشواي کړاي او د تېرکال په جنوري کي يې له بنديانو سره ددوي له غيرانساني چلند او ظلمونو څخه پرده پورته کړه، د يوناما په خپاره شوي راپور کي په پوره تفصيل سره هغه څوارلس ډوله شکنجې او تعذيبونه له شواهدوسره يوځاي ښودل شوي وو چي مظلوم بنديان هره ورځ د افغانستان په زندانونو او توقيف ځايونو کي ورسره مخامخ دي.

ددې لپاره چي د افغانستان په زندانونوکي د بنديانو د وضعيت د څېړني په موخه مو ليکنه ډيره اوږده نشي په لاندي څو برخو کي به هڅه وکړو ترڅودبنديانود حالاتو په اړه عمده معلومات وړاندي کړو:

لومړی :- د اقرار اخيستلو په وخت کي سختي شکنجې :

د یوه کس له نيول کېدو وروسته داقرار اخېستلو لپاره هغه سمدستي په اصطلاح ملي امنيت ته  سپارل کېږي ، دا اداره چي کارکوونکي يي اکثره پخواني کمونستان او د امريکايي استخباراتو روزل شوي جاسوسان دي د اقرار اخيستلو په وخت کي داسي سخت ظلمونه او شکنجې بنديانو ته ورکوي چي يا عمري معيوب او يا هم په شهادت ورسېږي، ددې خبري د ثبوت لپاره د يوناما هغه تفصيلي راپور چي څوارلس ډوله شکنجې يې په مستند ډول ښودلې وې کافي دی ، د دوي دوحشت له بېلګو څخه لاندي يوه رښتينې واقعه ذکر کوو چي دکندهار د خاديانو د ظلمونو ښه اندازه پکښي لګېږي.

پيښه : يوه ملګری مي پداسي حال کي چي له سترګويې اوښکي را رواني وې راته وويل چي دخپل يوه بندي دوست دملاقات لپاره دکندهارلوي محبس ته تللی وم ، په ملاقاتيانو کي مي دوې ښځي هم وليدې چي د خپل يوه بندي دملاقات لپاره راغلي وې ، له دوی سره دبندي لپاره کالي او څه اندازه خوراکي مواد وو ، ددوي بندي يې تازه له خاد څخه را وړي وو، په خاد کي يې دومره وهلي وو چي نور له خبرو اوحرکت څخه لوېدلی وو محبس ته په راوړلوسره يې يوسيروم ورته چالان کړيوو او خپل پټو ( څادر ) يې ورباندي هوار کړي وو، کله چي ددغه بندي مور او مېرمن ده ته ور پرېښودل شولې نو دوي اول ږغ ورباندي وکړخو هغه هيڅ ځواب ورنکړ، له څو واري ږغ وروسته يې پټو( څادر ) ترې ليري کړ، دپټو له ليري کولوسره يې خپل دوست پداسي حال کي وليد چي له ډېرو وهلو اوشکنجو څخه يې ټول بدن په وينو لژند اوپړسېدلی وو کله چی يې وکوت بندي شهيد سوي وو، موراومېرمن يې ددې حالت په ليدلوپه زوره زوره ژړل چي بنديانوهم ورسره ژړل خودمحبس پوليسوبيا پردوي په زوره زوره خندل او له دغي تماشې څخه يې خوند اخيست… دلته مي دواقعې ويونکي ملګري اواز نور په ژړا کي ورک سو.

دوهم :- د زندان سخت شرايط او له بنديانو سره ناوړه چلند :

د افغانستان په زندانونو کي سخت شرايط او له بنديانو سره غيرانساني چلند د کرزي دظالم رژيم داسي يوقصدي عمل دی چي تل يي مظلوم بنديان ورباندي کړولي دي، دزندانونو ماحول يي داسي جوړ کړی چي بنديان پکښي په روحي او فزيکي توګه نا ارامه وي، په تنګو ځايونو کي يې زيات شمېر بنديان اچولي وي او د سياسي او جنايي بنديانو په يوځاي کولو يې همېشه کوښښ کړی ترڅو ددوي په منځ کي جګړه رامنځته کړي، په زندانونو کي اکثره خونړي اعتصابونه له همدې سببه شوي او د اعتصاب په جريان کي بيا د زندان دساتونکو ظالمو پوليسو ناوړه کړني او وحشت ډېري دردوونکي فاجعې رامنځته کړي چي ټول هيوادوال ترې خبر دي .

له بنديانو سره د ناوړه چلند پېښي هره ورځ په زندانونو کي تکرارېږي چي يوه يې څه موده مخکي د پلچرخي په اووم بلاک کي رامنځته شوه چي په ترڅ کي يې د دغه بلاک قوماندان درې  نفره مظلوم بنديان په وينو ولړل، قوماندان بنديانو ته ويلي چي تاسو بايد زما احترام وکړئ او چي کله ما ووينئ تاسو بايد ټول ودرېږئ ځکه زه د شراوفساد د وخت بدمعاش يم.

په تېرو څو مياشتو کي پر پلچرخي زندان سربېره د فراه او هرات په محابسو کي له همدې امله بنديانو اعتصابونه کړي او ددې پرځاي چي د بنديانو حقه حقوق ورکړل شي بنديان لاپسي ځورول شوي دي.

د روان کال د جنورۍ په لومړيو کي د کونړ په مرکزي زندان کي بنديانو اعتصاب وکړ، دوي د اعتصاب کولو لامل له بنديانو سره ددغه زندان د مدير  ظالمانه او غير انساني سلوک په ګوته کړاو ويل يې چي ددغه مدير له لاسه دوي  ته ډېري ستونزي پېښي دي خو عمده يې په لاندي ډول وې:

لومړی : د زندان ساتونکي عسکر بنديانو ته سپکاوی کوي او بېله سببه دوي ته ښکنځل او پوچ رد وايي

دوهم : کله چي د ملاقات په ورځ ددوي پايوازان راځي د زندان ساتونکي ورسره ناوړه چلند کوي او د ملاقات په جريان کي د بندي او کورنۍ تر منځ خبرو ته له نږدې غوږ نيسي او قصداً ملاقات اخلالوي.

دريم : اکثره اوقات د بندي پايوازان له څو دقيقو ملاقات وروسته په زوره شړي.

کله چي د کونړ دبنديانو اعتصاب دوام وکړ د زندان ساتونکو يې د پايته رسولو لپاره له زور څخه کار واخيست او د ګازو له استعمالولو سربېره يې ۱۲ تنه بنديان د سختو وهلو په نتيجه کي زخميان هم کړل.

د کونړ په زندان کي لا اعتصاب روان وو چي په غزني محبس کي بنديانو او پوليسو يو پر بل ګزارونه وکړل ، د غزني محبس سياسي بلاک ته د زندان ساتونکي پوليس دتلاشۍ په پلمه ورداخل شوي وو ، د تلاشۍ په جريان کي يې د قرانکريم په شمول نورو اسلامي مقدسو کتابونو ته سپکاوی کړي وو چي پدې کار سره بنديان ورته په غصه شول او له پوليسو سره يې لاس واچوو، پوليسو د تش لاسو بنديانو په مقابل کي وسله استعمال کړه او يو بندي يې شديد زخمي کړ.

له بنديانو سره د ناوړه چلند تر ټولو تازه پېښه د فارياب ولايت په مرکزي زندان کي د بنديانو وهل ټکول دي  چي په ترڅ کي يې اوس بندیانو اعتصاب کړی، له تېرو دوو ورځو راهيسي ددغه محبس پوليس، بنديان بېله کوم معلوم دليله وهي چي په ترڅ کي يې اوه  تنه بنديان سخت ټپيان شوي هم دي او داسي را پورونه دي چي دوی ځيني بندیان نا معلوم ځای ته بیول او ایستل چي دغه اعتصاب را مینځته شو.

دريم :- د مريضو بنديانو لپاره روغتيايي اسانتياوي نه برابرول :

که څه هم د افغانستان په اکثرو محابسو کي کلينيکونه موجود دي او څه  ناڅه مريضوبنديانو ته دوا درمل ورکوي مګر د سختو او عاجلو مريضانو لپاره هيڅ اسانتيا نلري، نه سره صليب ته اجازه ورکوي چي يو مريض روغتون او يا بل ولايت ته انتقال کړي او نه يي خپله تداوي کوي، ځيني وختونه عادي مريضانو ته په قصدي توګه هيڅ دوا نه ورکوي او پدې ډول يي کړوي، دداسي پېښو راپورونه ډېر ځله له مطبوعاتو او د بنديانو له اقرباوو ترلاسه شوي چي بنديان وايي چي يو ټپي بندي يي راوړی موږ چي د زندان ساتونکو ته هرڅومره ووايو دوي دوا نه ورکوي او هغه له زخمونو کړيږي.

په پټه توګه د بنديانو په شهادت رسول :

په پټه توګه د بنديانو شهيدول د امريکايانو او ددوي دګوډاګيانو لخوا کومه نوې خبره نه ده، له ډيره وخته به بنديان له زندانونو ورک شول او کورنۍ به همداسي لا لهانده ورپسې ګرځېدې مګر په دې وروستيو کي د ډله ايزو قبرونو موندلو او په يو ځايي ډول د ډیرو شهيدو بنديانو پيداکېدلو ددوي د ظلمونو بله توره څېره هم رسوا کړه، دکندهارښارپه جنوب کي او دکندهارد بولدک ولسوالۍ د رېګ ډله ايز قبرونه، له شهيدانو ډک څاهان ، د اميرالمومنين حفظه الله د پخواني کور سره نژدې په لويه واله کي د ډېرو شهيدانو پيداکېدل  په داسي حال کي چي کندهار دکرزي پلرنی ټاټوبی بلل کیږي او دی، دده وروراوټول بانډ هم ور باندي خبر دي. په کندهار کي دا وحشت تر بل هر ځای ډیر زیات دی او داسي معلومیږي چي دا هر څه دکرزي په امر تر سره کیږي اوهمداراز  دميدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کي د امريکايانو له قرارګاه سره نژدې ددوی له تګ وروسته د يولوي ډله ايزقبرموندل ټولي کره پېښي دي او رسنيو يي هم په اړه خبرونه خپاره کړي دي نو که کرزی په رښتیا غواړي چي پر مظلومو بندیانو ظلمونه ونه شي تر هرڅه مخکي دي تر خپل لاس لاندي محبسونو دبندیانو حالت ته  ځانګړې توجه وکړي او خپل ټو پک وال دي ددغه وحشته را وګر ځوي په خاص ډول دکندهار امنیه قو مندان رازق او دهغه وحشي ملګري.

والســـــــــــــــلام

(قاری محمديونس ــ دبنديانو د کميسيون د عمومي ارتباط مسئول)

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x