دفلکي علومو لارښود (29) دشفق (Twilight)، صبح صادق او صبح کاذب پېژندنه

مفتي احسان اللّه

شفق (Twilight):

دلمر دغروب نه وروسته پر غربي افق دهوا پر پورتنیو طبقو باندي دلمر دوړانګو اثار دڅه وخت لپاره پاتي کیږي، هغو ته شفق وايې.

دا روښني یا شفق عموما درې قسمه لري:

اول:

مدني شفق یا سول ټوائیلائټ (Civil Twilight):

کله چې دلمر مرکز تر افق 6 درجې لاندي وي، دماښام په وخت کې داسمان پر کناره دغه روښني پیل، او دسهار په وخت کې ختمیږي، له دې حال نه مخکي دمغرب په وخت کې چې دخوني نه دباندي په اسماني رڼا کې څه ليدل کیږي، په دغه حالت کې هغه شان ته نه ښکاري، خو بیا هم افق ښه واضح ښکاريږي.

دوهم:

بحري شفق یا ناټیکل ټوائیلائټ (Nautical Twilight):

دلمر مرکز چې تر افق 12 درجې لاندي کښته وي، په دې وخت کې په ماښام کې دا روښني یا شفق شروع او دسهار په وخت کې ختميږي، دا داسي وخت دی، چې دماښام په وخت کې څوک په کښتۍ کې سپور وي، له کښتۍ نه ددریاب افق نه ښکاريږي.

او دریم:

فلکي شفق یا ایسټرونومیکل ټوائیلائټ (Astronomical Twilight):

تر افق چې 15 یا 18 درجې دلمر مرکز لاندي وي، هلته دماښام په وخت کې روښني یا شفق ختم او دسهار په وخت کې پیليږي، دماښام په وخت کې په دغه حالت کې پر اسمان پوره تیاره خپره شي او افق نه ښکاري.

الحاصل:

له 6 درجو نه مخکي مدني شفق وي، او له 6-12 ملاحي یا بحري شفق، او له 12-18 یا 15 پوري فلکي شفق وي، په شفق مدني کې ښه رڼا او په شفق فلکي کې بیا ښه توره شپه وي.

فایده:

دصبح صادق او دماخستن دلمنځو عامي نقشې د 18 درجو سره سم جوړیږي.

یادونه:

دماښام دوخت په ختمېدو او دماخستن هغه په پیل کې دامام صاحب او یارانو يې اختلاف دی، امام اعظم رحمه اللّه وايې، چې دشفق أحمر دغیاب نه وروسته چې شفق ابیض هم غایب شي، بیا مغرب ختم او ماخستن شروع دی، او یاران بیا وايې، چې دشفق أحمر دغیاب سره سم دمغرب وخت ختمیږي.

دامام صاحب دقول مطابق عمل کولو کې احتیاط، او دصاحبینو دقول سره سم عمل کولو کې اساني او وسعت دی.

فايده:

دشفق أحمر او شفق أبیض په مابین کې 3 درجې فرق دی، لکه دصبح کاذب او صادق په منځ کې چې 3 درجې دی.

صبح صادق او صبح كاذب:

دلمر دوړانګو دانعکاس او انکسار له امله، دلمر دراختو نه مخکي دشرقي افق خوا ته یوه خوره رڼا راخېږي، کله چې دلمر وړانګي دهوا پر نرم طبقاتو باندي ولګيږي، دعلم مناظر دقواعد سره سم زاویه انعکاس دزاویه وقوع سره مساوي، او پر زمکه يې رڼا را ښکاره شي، هغې رڼا ته الصبح الصادق یا الفجر الصادق وايې.

دلته هم هغه دشفق أحمر او شفق أبیض داختلاف په شان، اختلاف رايې موجود دی، دسهار په وخت کې هم اول لږ سپینه روښني وي، لږ وروسته بیا سور رنګه رڼا پیدا شي، اول ته صبح کاذب او دوهم ته صبح صادق ویلکیږي.

به حدیث شریف کې دصبح کاذب تشبیه له ذنب السرحان سره ورکړي ده، دذنب معنا لکۍ او سرحان لېوه ته وايې، دلېوه لکۍ یو خو اوږده وي، او بل دلکۍ سر خوا څه زیاته بربره او بېخ يې بیا لږ بربر وي، نو دکاذب رڼا بلکل همداسي وي، پر افق خوره وره نه وي، بلکي اوږده سر يې پلن او بیخ يې لږ نری وي، او بل دا چې افق ته نیږدي، رڼايې کمه او دافق نه لږ پورته خواته رڼايې زیاته وي.

بالعکس دصبح صادق رڼا پر افق خوره او لږ لوړه وي، خو چې لمر دافق لور ته څومره رانیږديکیږي، ددې رڼا لوړوالی کمیږي، او پر افق یې خوروالي کې زیاتوالی راځي، څونه چې لمر دافق خوا ته قریب کیږي، ورسره انکساري رڼاوي هم ګډیږي، له دې سره دغه رڼا نوره لا زیاته شي، او سپین والی يې، به سور والي بدل شي، لږ وروسته بیا ژړوالی په کې پیدا شي، نور نو دلمر څوکه هم را ښکاره شي.

فایده:

دصبح صادق روښني مستطیره او دکاذب هغه بیا مستطیله وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د