آی پي ایل: حیدراباد لومړی توپوهنه کوي؛ راشد په ۱۱ کسیزه لوبډله کې شامل دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۱۶مه ۱۳۹۵ل): د آی پل ایل د لسم پړاو په لومړنۍ لوبه کې رویل چیلنجرز بنګلور پچه وګټله او د لومړي توپ اچونې پریکړه یې وکړه.

د پچې تر بایللو وروسته د سن رایز حیدراباد لوبډلمشر ډیویډ وارنر وویل چې که یې پچه ګټلی وای، توپ اچونه به یې کړې وه  خو بیا هم پر دوی کوم فشار  نشته.

هغه زیاته کړله چې تېر کال یې هم پیل ښه نه و، خو وروسته بیا د  آي پي ایل اتلان شول.

وارنر وویل چې ځوانان له انرژۍ ډک دي او راشدخان به په نننۍ لوبه کې لوبیږي.

د حیدراباد په ۱۱ کسیزه لوبډله کې وارنر، شکیر دوان، کټینګ، هینرقیوز، یوراج سنګ، هوډا، ان وي اوجه، بايپل شرما، بي کمار او اشیش نهرا هم شامل دي.

مقابل لوري لوبډله کې بیا کریس ګیل، منډیپ سنګ، شین واټسن، کی ام جادو، سچین بابي، ټي ام هیډ، بیني، ټي ایس میلز، ایس ارویندا، ای چوهدري او یس چاهل شامل دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د