افغانستان

بدخشان کې د پوليسو پخوانی قوماندان د طالبانو ليکو ته ورغلی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۶ وری، ۱۳۹۶ل):د بدخشان ولايت امنيتي سرچينې وايي، چې د کران او منجان ولسوالۍ پخوانی امنيه قوماندان د طالبانو ليکو ته ورغلی دی.

د بدخشان د ملي امنيت رياست وايي، چې د کران او منجان ولسوالۍ پخوانی امنيه قوماندان سمونوال احمد شاه، له تېرې اوږدې مودې راهيسې يمګان ولسوالۍ کې له طالبانو سره په اړيکه کې و، تېره ورځ يې اعلان وکړ، چې له طالبانو سره يو ځای شوی او د حکومت پر ضد به د طالبانو په ملاتړ جګړې کوي.

د بدخشان ولایتي شورا رييس عبدالله ناجي نظري هم رسنيو ته منلې، چې سمونوال احمد شاه له تېر يو کال راهيسې د کران او منجان امنيه قوماندان و او اوس له طالبانو سره يو ځای شوی دی.

د هېواد په شمال کې بدخشان هغه ولايت دی، چې يمګان، کران او منجان او وردوج ولسوالۍ يې په بشپړه توګه له طالبانو سره دي. همدارنګه د تګاب، شهدا، ارغنجخوا، راغستان او تشکان ګڼې سيمې هم د طالبانو ترواک لاندې دي.

له تېرو څو کلونو راهيسې هره مياشت د ملي اردو، پوليسو او اربکيانو ګڼ شمېر غړي د طالبانو ليکو ته ورځي، خو دا لومړی ځل دی، چې د يوې ولسوالۍ امنيه قوماندان له طالبانو سره يو ځای کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x