fbpx

پاکستان: د «سي پیک» څلور کارکوونکې او یو پوځي افسر وژل شوی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۶ وری، ۱۳۹۶ل): د بلوچستان ایالت کې د «سي پيک» پروژې څلور تنه کارکوونکي دنامالومو کسانو له لوري ووژل شول.

د پاکستاني رسنیو په حواله نن سهار نامالومو وسلوالو دبلوچستان ایالت په خاران ولسوالۍ کې د پاکستان او چين هیوادونو ګډې پروژې (سي پيک) اړوند څلور تنه کارکوونکي په داسي وخت کې په نښه او وژلي دي چې دخاران او مچ لویه لاره باندي یې کار کاوو.

سي پيک یا دچین او پاکستان اقتصادي دهلیز یوه لویه پروژه ده چي د چين هیواد له لوري به ٤٥ ميليار‌‌‌‌‌‌د ‌‌‌‌‌‌ډالره پانګونه ورباندي کیږي، دپاکستان دبلوچستان ایالت له ساحلي ښار ګوادر څخه پيلیږي او د چین هیواد تر تاشغره پوري رسیږي، خو ددغه هیواد ځیني ملت پاله سیاسي ګوندونو دغې پروژې باندي نیوکې كوي او وايي چې سي پيک پروژې ټوله ګټه پنجاب ته رسیږي.

بلخوا د پاکستان په لوی ښار کراچې کې نن د ورځې یو پوځي افسر ووژل شو.

د ډګروال طاهر ضیا په نامه د پاکستان پخوانی پوځي افسر هغه وخت نامالومو وسلوالو په نښه کړ کله چې یې دکراچۍ مرکزي سیمه بلوچ کالوني کي خپل موټر کي سفر کاوو.

په پېښه کې دوه تنه لارویان هم ژوبل شوي چې نزدې روغتون ته رسول شوي دی.

باید وویل شي چې نن په لاهور کې هم د یوې چاودنې له امله د څلورو پوځیانو په ګډون د سر شمېرني کار ۶ تنه کارکوونکې ووژل شوه او څو تنه نور ټپیان شول.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د