افغانستان

طالبان: د دولتي کسانو د تسلیمیدو لمن ورځ تر بلې پراخیږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶ وری، ۱۳۹۶ل): طالبان وايي چې د هغو کسانو لړۍ ورځ تر بلې د پراخیدو په حال کې ده، کوم چې د دولت لیکي پریږدي او له دوی سره یوځای کیږي.

د طالبانو د الاماره ویب پاڼې په اساس، په تېره یوه اونۍ کې په فاریاب، روزګان او کندزو ولایتونو کې لږ تر لږه ۸۷ تنه عسکر، پولیس او اربکیان طالبانو ته وراوښتي دي.

د تېرې چهارشنبې په ورځ طالبانو د هغو ۵۵ دولتي عسکرو انځوریز نوملړ خپور کړ چې د کندز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې له طالبانو سره یوځای شوي وو. دغه راز یې وړمه ورځ د همدې ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې د ملي اردو د ۱۰ تنو عسکرو د وراوښتلو د خبر ترڅنګ د هغوی نومونه هم خپاره کړل.

د ډله ییزې تسلیمۍ په یوې بلې پېښه کې د تېرې دوشنبې په ورځ د فاریاب په بلچراغ ولسوالۍ کې ۲۰ تنه اربکیان د دولت له لیکو جلا شوي او طالبانو ته ورغلي دي. د طالبانو په وینا، د قومندان ملابای ګل په مشرۍ د اربکیانو دغې شل کسیزې ډلې خپل ټول مهمات هم طالبانو ته سپارلي دي.

په دې لړ کې تر ټولو تازه پېښه تېره ورځ د روزګان ولایت په چورې ولسوالۍ کې رامینځته شوې، چیرې چې طالبان د ولسوالۍ د پخواني قومندان اختر محمد او د هغه د زوی حاجي نذرمحمد، چې د ولایتي شورا غړی هم دی، د تسلمیدو خبر ورکوي.

طالبان وايي چې یاد تسلیم شوي کسان یې په تود هرکلي نازولي دي.

په عین حال کې له بدخشان ولایت څخه رارسیدلي راپورونه وايي چې د کران ومنجان ولسوالۍ پخواني امنیه قومندان (حاجي احمدشاه) تېره ورځ له طالبانو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. که څه هم په دې اړه تر اوسه پورې د طالبانو څرګندونې نه دي ترلاسه شوي، خو په ټولنیزو پاڼو کې د بدخشان ولایت اوسیدونکو نوموړې پېښه تایید کړې.

باید وویل شي چې د دولت له لیکو څخه د ډله ییزې وتنې لړۍ وروسته تر هغه چټکه شوه چې طالبانو هغو دولتي کسانو ته د بښنې اطمنان ورکړ چې خپلې دندې پریږدي، له طالبانو سره یوځای کیږي او یا لږ تر لږه خپل ملکي ژوند غوره کوي.

طالبان په خپلو تشکیلاتو کې د دعوت او ارشاد په نامه ځانګړی کمیسون لري، چې د دولتي ځواکونو له لیکو عسکر را جلا کوي او په خپله غیږ کې د خوندي او ډاډمن ژوند ډاډګیرنه ورکوي.

د شننونکو په وینا، د دولت له لیکو د عسکرو وتل که له یوې خوا د افغان عسکرو د کمزورې روحیې ښکارندويي کوي، له بلې خوا د طالبانو په لیکو کې د هغوی تود هرکلی او د خوندیتوب ضمانت کولای شي د پاتې عسکرو په موقف اغیز وکړي او د وینې له توییدنې پرته په هیواد کې سولې او امنیت ته لار هواره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

دالله شکروکۍ الله په ۱۱۰-النصرسوره کی فرمایی:هرکله چه راوه رسیدۍ مدد داله اوفتح اوتاولیدل خلق چه هغوی داخلیږی په دین کښی دالله ډلی ډلی پس پاکی بیان کړه په تعریف سره درب خپل اومعافی غواړه له هغه نه بیشکه دۍ توبه قبلوونکۍ دۍ،نوموږبایددخپل رب درضادپاره مسکنان ونازوو خیراتونه وکړی چه څه موپه وس کی وی یوبل په مینه په غیږکی ونسو اودالله شکر وکاږو – انشاءالله الله به موله منافقینوخلاص کی – په عزت به یواسلامی اوخپل کلتوری ملک جوړکړو.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x