دیني، سیرت او تاریخ

د میراثو علم ته لنډ ډول کتنه او شالید يې

عبدالحميد اخندزاده

له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه  د میراثود علم اهمیت په اړه عبدالله بن مسعود رضي الله تعالی عنه،حدیث رانقل کړی وايي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ويلي :  “تعلموا الفرائض وعلموه الناس، فاني امروءٌ مقبوضٌ، وان العلم سیقبض وتظهر الفتن، حتی یختلف الاثنان فی الفریضة لایجدان من یقضیها بها” مستدرک علی الصحیحین للحاکم :۴\۳۳۳(دارالمعرفة)

ژباړه:د میراثو علم خپله هم زده کړئ، او نورو ته يې هم ورزده کړئ، زه یو انسان یم له دې دنیا تلونکی،  خبردار اوسئ!  علم به قبض شي، فتنې به ښکاره شي ، تردې چې ددوو کسانو به د میراث په تقسیم اختلاف وي،  څوک به نه مومي چې ددوی میراث ورتقسیم کړي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل امت ته د میراثوعلم د زده کړې امر کړئ، او ددې علم ختمېدل يې د قیامت علامه بللې، د رسول الله صلی الله علیه وسلم دې حدیث ته په کتو سره اوس چې څومره نظر کوو دې علم ته ډېر په کم نظر کتل کیږي، تردې چې په زیاتودیني  مدارسوکې نه  درس کیږي او که درس کیږي ؛ خو نورو علومو پرتله  ډېر کم نظر ورته کتل کیږي،کوم ضرورت چې دی هغه نه پوره کیږي؛ ځکه چې هغه په یوه میاشت کې درس کیږي، عملي کار نه په کې کیږي بالآخره شاګر دې علم ته د  اهم علم په سترګه نه ګوري بالآخره اوس دې ځای ته را رسېدلي یو چې د علم میراثو استاذان نه شو پیدا کولی که يې پیدا کړو هغه ډېر محدود استاذان دي .

همدارنګه درسول الله صلی الله علیه وسلم دویم خلیفه حضرت عمر رضی الله تعالی عنه حضرت ابوموسی اشعري رضی الله تعالی ته په خط کې دا الفاظ ولیکل: “اذا لهوتم فالهوابالرمي، واذاتحدثتم فتحدثوا بالفرائض” وصححه واقره علیه الذهبي. مستدرک علی صحیحین للحاکم: ۴\۳۳۳(دارالمعرفة).

کله مو چې مستي کوله ددې بدل کې، توره، ویشتل، جهادي اسباب زده کړئ، کله مو چې خبرې کولې د میراثو اوفرائضو خبرې کوئ.

د عمر رضی الله تعالی عنه له دې قول څخه هم د میراثو دعلم زیات اهمیت معلومیږي؛ آن تردې چې صحابه کرامو ته دخبرو په وخت د میراثو دعلم مذاکرې امر کوي.

ابو موسی اشعري رضی الله تعالی عنه فرمایلي:” من علم القرآن ولم یعلم الفرائض فان مثله مثل الرأس لا وجه له”  څوک چې قرآن مجیدزده کړي، د فرائضو(میراثو علم زده نه کړي، ددې داسې مثال دی لکه سر چې مخ نه ونه لري . سنن دارمي :۲\ ۲۴۷رقم (۲۸۵۷).

د اسلام او نورو ادیانو دمیراث دنظام لنډ ډول پرتله :

۱- کوم څه چې مړی تر خپل شا پرېږدي چې دده ملکیت وي،  لکه : ځمکه،  د تجارة مال سامان، د مړي شخصي د استعمال شیان … دا ټول د ورثوولپاره میراث دي، پرته له څو شیانو: ۱-دمړي د کفن او دفن نفقه  ۲- مړي باندې چې دچا پ پور وي د هغه اداکول ۳- د مړي جائز وصیت پر ځای کول چې هغه دټول مال له دریمې حصې څخه دی.

۲- میراث داقرباو حق دی نه د پردیو تر څو چې اقرباء ژوندي وي بل څوک حق نه لري،  دجاهلیت په زمانه کې کې متبني زوي ته هم میراث ورکول کېده دوی متبني زوی داسې کڼه لکه خپل زوی قرآن کریم دا متبني زوی لغوه اعلان کړ. او دايې هم په شرعي نظام کې اصل وکرځوه چې زوی هغه وي چې د جا له خپل اولاد وي.

۳- میراث د سړو،  ښځو، لویانو، کوچنیانو ټولو حق دی،  د جاهلیت زمانې خلکو به لورانو، ښځو، ماشومانو هېڅ شي نه ورکول. دوی به هغه چاته میراث ورکولو کوم چې جنګ ته تلی شي آس ځغلولی شي، کله چې اسلام راغی دا ټول شیان يې باطل وګرځول او الله تعالی د ښځو د میراث حکم په دې قول سره نازل کړ:

“للرجال نصیب مماترک الوالدان والاقربون مما قل منه او کثر نصیباً مفروضاً”

۴-  دمیراث وړلو معیار قرابت دی، (څوک چې ذوی الفروضو څخه دي هغه به فرضیت اخلي، څوک چې عصبه وي هغه به عصبیة وړي، داسې هم کیږي چې یو کس فرضیت او عصبیة دواړه یوسي) سړی نه شي کولی هغه څوک چې دده سره مرتبه کې مړي ته یوشان قرابت لري هغه له میراث څخه محروم کړي، یهودانو به دمړي لویانو اولادو ته حق د اولیت ورکوه په نسبت کوچنیانو اولادو ته،  کله چې اسلام مبارک دین راغی دا باطل رواج يې لغوه اعلان کړ…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نا پيژاند

ماشاءالله اخندزاده صاحب مبارک ډیرمهم علم باندی بحث کړی په رشتیاهم چې دی علم ته ډیروخلکوشاته غورزولی نه یې زده کوي اونه ورباندې عمل کوي الله تعالی دمونږټولوته هدایت وکړي چې داعلم زده اوبیاپه عمل وکړو زه دیوطالب العلم په حیث دتحدیث بالنعمه له بابه داویل غواړم چې الله تعالی ماته داډیرشه رازده کړی دی ولله الحمد وهوعلیم حکیم اوبنده فقیرهروقت تیاردی چې دخلکودمیراثومسایل ورته حل کړم ان شاءالله تعالی اوهم دالله تعالی په فضل اوکرم تیاریم چې هرڅوګ یې زده کوي په ډیرکم وقت کې به دامشکل حل شي دافن په څلوروبحثوکې خلاصه کړی شوی دی ۱:خلاصة المیراث ۲:معرفة… نور لوستل »

حمزه

ماشا الله دالله [ج] څخه ډیر راضی یو چی داسلام دمبارک دین دارکان په باره ستاسو غوندی دمجربو استادانو لیکنه لولو تل ژوندی او سر لوړی واوسی

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x