افغانستان

د لوګر ولایت ډېرو برخو کې د امنيت د نشتوالي له کبله ټاکنې ناشوې دي

د لوګر ولایت امنيتي چارواکو خلکو ته ډاډ ورکړی چې دوی به په دغه ولایت کې د ټاکنو لپاره پوره امنيت ونیسي او ډاډه دي چې ټاکنې به په ارامه فضا کې تر سره شي. بل پلو د لوګر ولایت یو شمېر خلک او وکیلان وايي چې په دغه ولایت کې د وسلوالو طالبانو د نفوز له امله تر نیمايي زیات ټاکنیز مرکزونه به له جدي خطر سره مخ وي. د لوګر ولایت سپين ږيري او مشران د چارواکو ادعا نا سمه بولي او وايي چې چارواکي د وسلوالو له وېرې په ازاده توګه نشي ګرځيدای نو د ټاکنو امنيت به څه وساتي.

د لوګر ولایت يو شمېر کانديدانو هم ويلي چې د ولايتي چارواکو خبره يوازې يوه دعوه کيدای شي او هيڅ حقیقت نلري. د یادونې وړ ده چې لوګر ولایت د هيواد په هغو ولایتونو کې شمېرل کيږي چې ډېره برخه يې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده. د ولایت او ولسوالیو له مرکزونو پرته ډېری سیمې د طالبانو په ولکه کې دي او دولتي چارواکي نشي کولای هلته ډاډه تک راتګ وکړي. د ولايتي مسؤولینو له قوله هغه سیمې چې د طالبانو په ولکه کې دي د معارف نظام يې تر دولتي ډېر فعال دی او هيڅ معلم او مدیر نشي کولای چې غیر حاضري يا په خپله دنده کې ناراستي وکړي. باید و ويل شي چې د يو شمېر نورو ولایتو په څېر د لوګر ولس هم خپلې ډېری قضايي ستونزې او دعوې په طالبانو حل و فصل کوي او د ولایت په ډېرو سيمو کې د دولت هيڅ اثر نه لیدل کيږي

 

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x