افغانستان

لغمان کې د حزب اسلامي ځينې غړي اوس د طالبانو په ملاتړ جنګيږي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۶ وری، ۱۳۹۶ل): د لغمان ولايت چارواکي وايي، چې د حزب اسلامي يو شمېر غړي اوس د طالبانو ترڅنګ د حکومت پر ضد په جګړه اخته دي.

دا په داسې حال، چې تېر کال ميزان کې د ګډ حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې تړون لاسليک شو، خو د اوو مياشتو په تېرېدو لا هم د سولې هوکړې کوم عملي څرک نه ليدل کېږي.

د لغمان ولايت وياند سرحدي ځواک لغمان کې د حزب اسلامي د مسوولينو له خولې وايي: «د حزب اسلامي يو شمېر غړو ادعا کړې، چې د دغې ډلې يو شمېر غړي اوس له دوی جلا شوي او د طالبانو په ليکو کې د حکومت پر ضد جنګيږي، خو ځايي خلک وايي، چې دغه خلک اوس هم د حزب په نوم د حکومت پر ضد په جګړو اخته دي.»

د لغمان والي عبدالجبار نعيمي هم لغمان کې د حزب اسلامي له غړو غوښتي، چې دغو جنګياليو سره اړيکه ونيسي او له جګړو يې لاس پر سر کړي.

د حزب اسلامي يو وياند حامد عزيز وايي، چې افغان حکومت سره د سولې له تړون وروسته د دوی يو شمېر غړي د طالبانو ليکو ته ورغلي او حزب اسلامي يې پرېښی دی.

حامد عزيز وويل: «د سولې له هوکړې وروسته موږ يو ډز هم نه دی کړی او دغه کسان، چې اوس د حکومت پر ضد جګړه کوي، زموږ غړي نه بلکې اوس د طالبانو ملګري دي.»

اووه مياشتې وړاندې د ګډ حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې له تړون وروسته ولسمشرۍ ماڼۍ دفاع او کورنيو چارو وزارتونو ته دنده سپارلې وه، چې د حزب اسلامي مرکزونه معلوم کړي، خو د کورنيو چارو وزارت او دفاع وزارت وياندويانو صديق صديقي او دولت وزيري کابل کې رسنيو ته وويل، چې دوی د هېواد په ګڼو سيمو کې پلټنې وکړې، خو د حزب اسلامي اړوند يې يو مرکز هم نه دی موندلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اقبال

حزب له اوله د کابل د غلامی ، ناوړه او فاسدی اداری سره یو ځآی شوی ، لکه هلال چه یی په خپله فیصله او خوښه د جمهوری ریاست د نومولو د باره کابل ته ولیږلو ، همدغه امین کریم یی د کمپیاین د پاره ورته له فرانسی راوغوښت ، خو په ښکاره یی ویله چه هلال زمونږ په فیصله او خوښه نه دی کابل ته د جمهوری ریاست د نومولو د باره ندی تللی، دوه مخی نه څو مخی کوی . ارغندیوال هم د هلال په شان له اوله کابل اداره کی وټومبل شو چه د هغه د سیوری… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x