ورزش

د آي پي ایل په لومړنۍ لوبه کې راشدخان دوه ویکټې واخېستلې – ويډیو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۱۶مه ۱۳۹۵ل): د هند غوره لیګ یا آی پي ایل په لومړنۍ لوبه کې افغان توپ اچونکي راشدخان دوې ویکټې واخېستلې.

راشدخان لومړنی افغان دی چې په آی پي ایل کې لوبیږي.

حیدراباد راشدخان او محمدنبي دا ځل اخېستي دي خو په نننۍ لوبه کې یواځې راشدخان ته د لوبې کولو چانس ورکړل شو.

راشدخان په ۴ اورونو کې ۳۶ منډې ورکړې او دوه مهمې ویکټې واخېستلې. هغه د خپل لومړني اور په درېیم بال مندیپ سنګ وسوځولو. په درېيم اور کې يې ټي ایم هیډ چې د شپږیزې هڅه یې کولو کیچ وسوځولو.

د راشدخان لوبډلې سن رایز حیدراباد د رویل چیلنجر بنګلور ته په ۳۵ منډو ماتې ورکړله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x