ورزش

راشدخان له خپلو مینوالو مننه وکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۱۶مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان کرکټ لوبډلې وتلی ورو توپ اچونکي راشدخان په خپلې رسمي فیسبوک پاڼې له خپلو مینوالو مننه کړې ده.

راشدخان نن د آی پي ایل په لومړنۍ لوبه کې د سن رایز حیدراباد لخوا ولوبېد او دوې ویکټې واخېستلې.

هغه په فیسبوک لیکلي چې ډیر خوښ دی چی په آی پي ایل کې یې خپل پیل د دوه مهمو ویکټو په اخېستلو وکړ.

«ډیر خوښ یم چې د لومړي ځل لپاره مې ای پي ایل کې لومړۍ لوبه، د دوو مهمو ویکټو په اخیستو سره پیل کړه، له تاسو ټولو مینوالو د مینې او تشویق څخه منندوی یم».

حیدراباد لوبډلې راشدخان او محمدنبي دا ځل په آی پي ایل کې اخېستي دي خو په نننۍ لوبه کې یواځې راشدخان ته د لوبې کولو چانس ورکړل شو.

راشدخان په ۴ اورونو کې ۳۶ منډې ورکړې او دوه مهمې ویکټې واخېستلې. هغه د خپل لومړني اور په درېیم بال مندیپ سنګ وسوځولو. په درېيم اور کې يې ټي ایم هیډ چې د شپږیزې هڅه یې کولو کیچ وسوځولو.

د راشدخان لوبډلې سن رایز حیدراباد د رویل چیلنجر بنګلور ته په ۳۵ منډو ماتې ورکړله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x