شعـــــرونه

افغانان/ رضوان الله فيضاني

رضوان الله فيضاني

زنده باد دې وي ټولی د افغانانو
هر يو کلی هر کورګی د افغانانو

رب دې ټول په اتفاق او اتحاد کړي
کامياب غواړم هر بچی د افغانانو

پاک الله دې زرترزره نېست نابود کړي
هر بې دينه غليمګی د افغانانو

ننګ غيرت يې په نصيب دی له ازله
توريالی دی هر سړی د افغانانو

د اسلام په ننګ يې تل وينې توی کړي
مجاهد دی هر زلمی د افغانانو

خدايه وساته همېش له سرو لېوانو
هم رمه او هم شپونکی د افغانانو

عجيبه رعب او دهشت الله ورکړی
ښکلی ښکاري سپين پټکی د افغانانو

( فيضاني ) څه خطر ناکې اسلحې دي
بېل کولنګ او تبرګی د افغانانو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x