نظــر

انګریزان په سنګوریانو له افغان ولسه غچ اخلي

سید شریف

انګریزان دافغانانو ازلي دښمنان دي، په ځلونو یې زموږ پر هیواد یرغل کړی،دګران هیواد له لوی وجود څخه یې  ډيري سیمي بېلي کړي،په مختلفو ډولونو او بیلابیلو نیرنګونو یې زموږ پر حریم تیري کړي،دلته یې د وروڼو قومونو او یوه قوم کي د خېلونو او زییو ترمنځ د نفاق تخمونه شیندلي او ددې استعماري فارمول( بېل یې کړه، اېل یې کړه) پر بنسټ یې دخپلو موخو د ترلاسه کولو هڅي کړي دي.

دالله تعالی په نصرت او دافغان ولس د شهامت له امله انګریزان په خپلو مکرونو او تجاوزونو کي ناکام شوي،په لسهاوو زره مجهز پوځیان یې لته بند او میوند کي وژل شوي، افغان ولس په نولسمه او شلمه پیړیو کي دانګریزانو د پراختیا غوښتني سیاست او یرغلونو پر ضد اتیا کاله جهادي مقاومت کړی، پای یې خپلواکي ترلاسه کړې او دانګریزانو  هغي امپراتورۍ ته یې  چي لمر نه پکي ډوبیده د سقوط دپیل ټکی ایښی دی.

انګریزانو د یویشتمې پیړۍ په پیل کي د امریکایانو په مشري یو ځل بیا پر افغانستان یرغل وکړ، اشغالګرو افغانستان د قصابخاني دحیوان په څېر برخي برخي کړ، د بېلګې په توګه جرمنیانو ته کندز،فرانسویانو ته کاپیسا، کاناډایانو ته کندهار، پولنډیانو ته غزني او انګریزانو ته هلمندپه برخه شو. انګریزانو دامریکایانو سره په ګډه هلمند کي ډير ستر ظلمونه تکرار کړل، بشپړ کلي یې له خاورو سره برابر کړل،کیمیایې مواد او فاسپورس  بمونه یې وکارول، خلګ یې په مختلفو نومونو او ډولونو  تعذیب او تراوږدې مودې پوري په خپلو وحشي زندانونو کي ولچک او زولانه وساتل.

ټول هیواد کي د یرغلګرو پر ضد دولسي پاڅون په شان هلمند کي هم دانګریزي- امریکایي یرغلګرو  پر ضد ولسي مقاومت پیل شو،  هلمند کي د اشغالګرو لښکرو پرضد ولسي قیام داسي اوج ته ورسید چي د یرغلګرو په اعتراف تر ۱۰۰۰ ډیر اشغالګر عسکر هلمند کي وژل شوي دي. تېره میاشت د سنګین له سقوط وروسته وال سټریټ ژورنال ولیکل چي : په ۲۰۱۰ کال کي دهلمند په یوه ولسوالي ( سنګین ) کي دناټو ۳۰۰  پوځیان تلف شول. دواشنګټن پوسټ په وینا امریکایې عسکرو د سنګین جګړې( چې دهلمند یوه ولسوالي ده)  د کوریا  دسختو جنګو نو په شان بللې او برتانوي عسکرو بیا دسنګین  جنګونه دوهمه نړیواله جګړه کي د ستالین ګراد جګړو ته ورته بلل او سنګین یې دسنګین ګراد په نوم یاداوه.

یرغلګرو دافغان ولس څخه دانتقام اخیستلو  په موخو مختلفې حربې وکارولې،دکرزي او غني په مشري دحکومت تر سرپرستۍ لاندي یې دمسولو او نامسولو وسله والو بانډونه او غونډونه جوړ کړل او دولسي پاڅون او اربکیو په نوم  یې ملېشې رامنځته کړې،یادوو شوو ملېشو او وسله والو بانډونو دهیواد په لر اوبر کي کمساري  قتلونه، ظلمونه او جنایتونه وکړل.

انګریزانو دافغان ولس څخه د غچ اخیستلو په هدف  دې وروستیو کي دسنګوریانو په نوم ډله جوړه کړې، ولسي خلګ شکایت کوي چي سنګوریان له هیڅ ډول جنایتونو څخه مخ نه ګرځوي، له تېر کال راهیسي چي دغه ډله رامنځته شوې ولس ته یې د سر او مال لوی زیانونه رسولي دي.

تېره اونۍ ګڼو چاپي او برېښنایي رسنیو خبر ورکړ چي هلمند کي خلګ د سنګوریانو په نوم ډلې څخه  په عذاب دي،همدا ډله دولسي وګړو په  وژلو،بندي کولو او دخلګو د شتمنیو په   لوټلو کي لوی لاس لري.د سنګوریانو مشري د پخواني کمونیسټ جنرال جبار قهرمان په غاړه ده او دملا رسول دډلي سره اوږه په اوږه د طالبانو پرضد جګړه کوي، ددې ډلې اکثر مشران هغه کسان دي چي  دنجیب په کمونیسټ رژیم کي یې هم ملېشې دلودې،خو وسله وال یې نوي ځوانان دي.

د راپورونو په حواله سنګوریان دګډ حکومت او په ځانګړې توګه برتانوي پوځیانو د پراخو مالي او پوځي امکاناتو څخه برخمن دي، د سنګوریانو شمېر ۶۰۰ تنه دی او کیداشي  همدا دله په راتلونکي کي  دتورو بیرغونو په پورته کولو سره له داعش څخه هم ملاتړ اعلان کړي. جبار قهرمان منلې چي کال وړاندي یې ملي امنیت ته ددې ډلي د جوړولو وړاندیز وکړ، ملي امنیت یې پیشنهاد منظور کړ او همدا(سنګوریان ) ډله یې د ملي امنیت په چوکاټ کي په دې موخه جوړه کړه چي د طالبانو د چریکي حملو مخه پرې ونیسي.

منابع: [طلوع ټلویزیون،سپوږمۍ راډیو، ویسا ورځپانه، ټاټوبی ویبپاڼه او….]

اشغالګر په ځانګړې توګه انګریزان او لاټیان یې لکه څنګه چي په تاریخ کي دلته پر ګونډو شوي، په زرهاوو پوځیان یې وژل شوي او په ټیټ سر زموږ له جهادي ټاټوبي شړل شوي، داځل به هم د تېر په څېر له داسي ماتې او شرمندګۍ سره مخامخ کیږي چي بیا دافغانستان د مستعمره کولو خیال پلوه ونه وهي.

افغان غازیانو که پرون  مکناټن او کیوناري دلسهاوو زره  انګریزي عسکرو سره  د دزخ کندي ته ټېل وهل،نن  بیا داکبر خان، ایوب خان، محمد جان خان وردګ، ملا مشک عالم، ملالي میوندۍ او….. غازیانو د رښتینو لارویانو له لوري دهلمند په بیلابیلو دښتو او شېلو کي دوژل شویو انګریزي او امریکایي پوځیانو په غوښو لېوان ماړه دي او د لاښونو له بدبوی څخه یې  خلګ  په عذاب دي.

هر چا چې په بد نظر زموږ خواته کتلې دي
موږ په ډير تلوار د هغو سترګې را ایستلې دي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x