نظــر

د بې پيلوټه الوتکو په وسیله – په پرلپسی توګه د بی ګناه خلکو عام وژنه

ډرون Drone یا بی پیلوټه الوتکی هغه جنګی جهازونه دي چې چلوونکی نلری ولی د څو تنو لخوا د کمپیوټر په وسیله اداره کیږی چې هغوی یی له خپل کارځایه د سکرین پرمخ کنترولوی او هرچیری چې وغواړی تروریستي یا غلچکی برید ورباندی کولای سی . له همدي ځایه ده چې نن امریکا د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د خپلي دغي تروریستي وسیلې په مټ د ټولو نړیوالو نورمونو خلاف د عامه بی ګناه وګړو مرګونو ته دوام ورکړی دی . 

هغه مهال چې په نړۍ کې د شرقي کمونیزم په وړاندي د غربی امپیریالیزم سړه جګړه روانه وه ، غرب خصوصا امریکا په پټه اوڅرګنده د اټومي او بیالوژیکی وسلو د پراخولو لړۍ جاري ساتلي وه . د کمیونیزم تر ماتی وروسته د رونالډریګن د صدارت په دور کې امریکايی پوځي سرلارو د دفاعي طرحي تر نامه لاندي د سپوږمکیو په توسط د جګړو پریکړه وکړه . د دي لپاره اړینه وه چې د شمالي امریکا په قاره کې یو کمپیوټرایزډ سیسټم عیار کړي چې له قوي رادارونو څخه برخمن وي . دا راز د امریکا په بیلابیلو سیمو کې له ځمکي نه ځمکي ته ویشتونکي توغندويی نظام جوړ کړي . پردغه سیستم چې له ۱۹۸۳کال راهیسی تراوسه څه دپاسه ۲۴۸میلیارد ډالره لګښت سوی ، لا تراوسه څلور لسیزی وروسته بیا هم داسی مرحله راغلی نه ده چې په هغه کي دي د دغي تسلیحاتي بډایني جریان دریدلی وی . دا اوسمهاله ډرون د همغي کمپیوټرایز‌ډ طرحي د تسلسل یوه کړۍ ده . غربی امپریالیزم بیا هم د دي وسلوالي برترۍ او دیکتاتورۍ د جاری ساتلو په موخه بیا د نړیوال تروریزم په نامه یوه ستره خطره تبلیغ کړه ترڅو د شعوری او ایډیالوژیک اسلام مخنیوی وکړي او په دي توګه هغه مسلمانان وځپی چې اسلام دیو خپلواک حاکم نظام په ډول په ټولنه کي پلی کول غواړي . د دې ادعا د اثبات لپاره دا یو ښه ثبوت کیدی شي چې لومړي یي د هغو خلکو په ټکولو لاس پوری کړ چې د کمیونیزم پرخلاف یی د هغوی ملاتړ کاوه . په هر صورت لکه مخکي مو چې یادونه وکړه د غربی امپریالیزم خصوصا دامریکا د تسلیح او تجسس پراختیایی غریزه ، دا مهال لانوره هم څرګنده شوه چې په میلیونونو تلیفونی مکالمې یی ثبت کړي او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د تروریستي ډرون په مټ غلچکي بریدونو یي زرګونه بی ګناه مسلمانان قتل عام کړي دي .

د یوې و یبپاڼي د سر وې له مخی چې د (The Bureau of Investigative Journalism ) تحقیقاتي ژورنالیزم د ادارې له لوري خپره سوي ؛ چې څومره بیګناه مسلمان وګړي ښځي او ماشومان د امریکا د دې تروریستی وسلی (بی پیلوټه الوتکو) په بریدونو کې تلف سوي اوخوږ سوي دي .
د دغي سروي ارقام او شميري چې لاندی به را وسپړلي سی ؛ (مشت نمونه ازخروار) ګڼل کیږي ځکه چې بی شميره داسي پيښي سته چې امریکایانو د میډیایی محدودیتونو لامله او یا د ثبت کوونکو د نه لاسرسي لامله ثبت سوي نه وي .

له ۲۰۰۴ م کال نه د 2013 د نومبر تر پايه پوري د هغو مقتولینو شمیره چې د امریکایي بی پایلټه یاډرون الوتکو په بمباریو کې یې ژوند له لاسه ورکړي ؛ په لاندي توګه دي :

په پاکستان کې مجموعي اټکل ۳۳۵ ځله ډرون بریدونه شویدي .

د وژل شويو شميره له ۲۵۳۴ څخه تر ۳۶۴۲ تنو پوري رسیږی .

چې په دې کې د ملکي وګړو تعداد د ۴۱۶ او ۹۵۱ ترمنځ ښودل سویدی .

د ماشومانو شمیر له ۱۶۸ تر ۲۰۰ پوري رسیږي .

د زخمی سویو شمیره ۱۱۲۷ تر ۱۵۵۶ تنو پوري اټکل سوي .

دغه ارقام په یمن کې په دې توګه دي :

د بریدونو ټولیزه اټکلي شمیره د ۸۵ او ۱۰۴ ترمنځ یاده سوي .

په دې کې د وژل شویو شمیر له ۲۶۹ څخه تر ۳۸۹ پوری ده .

چې زیاتره یی غیرنظامیان دي .

د ماشومانو شمیر له ۲۱ تر ۵۶ پوری دی .

د زخمیانو تعداد د ۹۰ او ۱۵۰ ترمنځ یاد سوی دی .

په صومالیه کې دا ارقام په لاندي ډول دي :

بریدونه د ۱۹ او ۳۶ ترمنځ سوی .

د مقتولینو شمیر له ۶۰ څخه تر ۹۷ پوری دی .

غیرنظامیان پکښي له ۲۷ نه تر ۳۹ پوری اټکل سویدي .

د زخمیانو شمیر تر ۴۸ پوری دی .

په صومالیه کې د ټولو پټو عملیاتو شمیر چې د امریکایانو له لوری ترسره سوي ؛ له ۱۴ نه تر ۱۹ پوري دی .

په دې کې د وژل شویو شمیره له ۴۸ څخه تر ۱۵۲ پوری ښودل سوي ده .

چې له ۱۷ نه تر ۳۹ پوری یي غیرنظامیان دي .

وژل شوي ماشومان پکي له ۴ نه تر ۷ پوری دي .

د زخمیانو شمیره له ۲۱ څخه تر ۳۳ پوری ده .

له پورتنیو ارقامو نه په اټکل هغه بریدونه چې د اوباما به دور کې ترسره شوي د بوش د مهال په پرتله څو برابره کیږی . دا هغه حملي دي چې امریکایان یي له لیری څخه د کمپیوټرایزډ وسیلي بي پیلوټه الوتکو په مټ ترسره کوي او په جابرانه ډول پرته له کوم قانوني جوازه د بي ګناه خلکو ژونداخلي . د ډرون الوتکي یوې امریکايی تورپوستي کارمندي د خپلو توضیحاتو په ترځ کې چې پر یوه امریکایی چینل خپریدل ؛ وویل : زه په اردو کې له خپلي وظیفي هغه مهال ډیره خوشاله سوم چې د بي پیلوټه الوتکو په پروژه کې استخدام سوم . اوس ډېر راحت محسوسوم چې له کوره ځم او په دفتر کې په ډیره آسانۍ د کمپیوټر پر سکرین خپله الوتکه کنټرولوم او بمبارونه ورباندي کوم . ماته هیڅ ډول ستړیا نه وي . دغي میرمني له خپل دي کار څخه ډيره خوښي څرګندوله او له دي نه يې هیڅ شرم او خجالت نه محسوساوه چې زه د انسانانو ژوند اخلم . بلکي په دې ترور باندي هغي ډېر ویاړ کاوه .

باید وویل سی ، چې پورتني ارقام د یوي ویبپاڼي سرسري اټکليزه شمېره ده چې پر خپله پاڼه یې نشر کړي ، او ما د لوستونکو د مالوماتولپاره له خپلي مقالي سره مل کړي ده . مګر زه فکر کوم که دقیقه احصائیه وسی ؛ کیدای سی دا شمیري څو برابره سی .

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x