نظــر

دهلمند اطلاعاتو فرهنګ بي فرهنګه کارونه کوي

سردارمحمد همدرد

څو ورځي کيږي په هلمند کي دهلمند دولايت مقام دهلمند دوالي په نوښت دحساب ورکونې پروسه شروع سوې ده ما په لومړي ورځ ددې پروسي ستاينه په رسنيو کي وکړل اود حيات الله حيات دښي ارادي او ولسواکۍ  ته دده ژمن توب وښودي.

ددې پروسي په دوه غونډو کي مي برخه وانه خيستل په دریمه عونډه کي سهار دغونډو په تارکي دا غونډ پر  نهه بجي پيل او زه لس بجي ورغلم ځينومسولينو حپل ګزارشونه وړاندي کړي وه ما د دري ارګانونو ګزارش واوريدي چي يو دراډيو تلويزيون امريت رياست معارف اوبل داطلاعاتوفرهنک رياست وه،

ما د راډیو تلويزیون په اړه داسي وويل چي دي راډیو تلويزيون پخوا ډیر امکانات درلودل اوس دهغه امکانات په پرتله لس فيصده امکانات هم نه لري حتآ يوه کامره لري او فعاليت يې داسي دی چي دټولو ددولتي خبرونو ترڅنک اجتماعي او بيلابيل نور خبرونه هم لري او بغير دکوم تبعيض څخه کار کوي او هڅي مي وستايلي او بل مي دمعارف په اړه چي په معارف کي هم اوس او پخوا ستونزي وي خو د نوي ريس دوه کارونه مي وستايل چي پس دشپږ کاله څخه يې کتابونه راورسول اوبل يې اته ديرش تړلي ښوونځي دزده کوونکو پرمخ پرانيستلي او په خپلو خبروکي مي دهلمند پر والي ږغ وکړ چي معارف دهلمند اساس دی او بايد ډیر کار ورته وسي ددې ترڅنک مي داطلاعانو کلتور په اړه وويل چي اطلاعانو کلتور ريس په خپلو خبروکي داسي وويل چي دکتاب مخکتني يوه غوڼډه مي جوړه کړي ده، دمحمد کل نوري په شمول دڅو شخصيتونو غونډي مي جوړي کړي اوبل درسنيو دسمون لپاره مي ډیره کار کړي دیما دده ددې خبرو په ځواب کي داسي وويل چي دکتاب مخکتني غونډه پّه هلمند کي ميشتو فرهنګي ټولنو ډیري جوړي کړې دي اود فرهنګي شخصيتونو دسمينارونو ډول داسي نه وي چي تاسي يوه ورځ نه بله ورځ بينر چايوي او تالار دخلګو ډکوي په داسي سيميناروکي بايد ليکولان مقالي واخلي اوداسی سيمينارونه مياشتو مياشتو کار ته اړتيا لري.

او ده چي درسنيو يادونه وکړل درسنيو په برخه کي يو عالم ستونزي سته په محلي رسنيو کي داسي رسني په هلمند کي سته داسي خپروني لري چي ډیره ځله کوربه نارينه وي او ځيني ښځينه ټليفونونه ورته کوي تاسي باور وکړي چي سړي يې په خبرو شرميږي چي دا کړنې داسلام او زموږ دکلتور خلاف دي.

ما په خپلو خبروکي داطلاعاتو فرهنګ  فعاليتونه پڅ وبلل ځکه چي په هلمند کي تاريخي کلاوي دتخريب سره مخ دي چي داطلاعاتو فرهنګ اساسي دنده ده چۍ یايد په دي برخه کي يې هڅي کړي واي تراوسه پوري دوي دیو علمي نړيوال سيمينار بيلګه نه لري او دی دا خبره کوي چي زما په رياست کي لږ وخت کيږي شاه وخوا دوه کاله تاسو په دي رياست کي معاويند واست هلته مو هم مسوليت درلود.

ولا سړی ډیر حيران کيږي دا څو ورځي چي دحساب ورکوني پروسه شروع وه هر يو پر سټیج دريدلي دی او ځان څخه يې سپين چرګ جوړ کړي دی او وايې چي هر څه سم دي

موږ خو لومړي ورځ ويلي دي چي موږ دشعاري مدنيانو څخه نه يو چي يوازي چکچکي وکړو موږ ديو ويښ ولس په حيث دا جرات لرو چي ديو چاه نيمګړتيا ورپه کوته کړو.

اخير چي په دي چارواکو کي دومر حوصله نه وي چي دنقد زغم ونه لري بيا دي نو دحساب دهي نوم نه ورکوي ځکه چي حساب دهي ديته نه واي چي تالار ته خپل دخوښي خلګ راوله اوچکچکي ورته وکړه زما ددې خبرو سره يې دومر حساسيت وښود چي شعاري فيسبوکيانو او تش په نوم مدنيانو په فيسبوک کي ډول ډول تورونه ولګول زه اصلآ ددې تورونو اونيوکو پروا نه لرم ځکه چي په مبارزه کي دا سته چي ته دغلو او مفسدينو دکړنو څخه پرده پورته کوي خود به څه وايي.

په اخير کي بايد يوه خبره ډیره واضح وکړم زموږ مخالفت دهر چاه سره پر ملي مسايلو دي موږ دهيچا سر شخصي مخالفت نه لرو که يې څوک لري موږ پروا يې نه لرو.

خو يوه خبره مهمه ده چي ويي کړو چي ولس ته حساب يوازي يو چاروواکي خپل ځان ته دبرات ورکولو په مفهوم نسي کولاي بلکي ولس ته حساب سپين مخ غواړي په دي ولس کي دا اراده سته چي لوړ جرات سره پر ستونزو او مشکلاتو بحث وکړي.

په پاي کي هغه پخه خبره بايد بیا وکړم چي کار بايد اهل کارته وسپارل سي ځکه چي اطلاعاتو فرهنګ رياست د ادابياتو فارغ او ډیر علمي شخص غوښتي،رښتيا هم دحقوقو فارغ نسي کولاي دا دروند بار تر منزله ورسوي.

په درنښت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x