جاپان تیره اونئ کي د بولټ (مرمي) په نامه سره داورګاډي نوي سیسټم پرانیستی

train_in_japanنن ټکی اسیا اپریل ۲۰۱۱/۰۱) جاپان دنوي پرانیستل شوي اورګاډي ونظام ته د هایابوسا نوم ورکړیدي، هایابوسا په جاپاني ژبی کي وبازته ویل کیږي، نوي اورګاډی به یوه ساعت کي ۱۸۰ کیلومټره سفرکوي، داورګاډي دپرانیستلو په ورځ دټیکټانو غوښتنه دومره زیاته وه، چي حتی یو کس دانټرنیټ له لاري یو ټکټ په ۲۹۰۰ برطانوي پونډه پیرودلی وه،په تیرو څلورلسو کلنو کي دا اول ځل دي چي دجاپان حکومت داورګاډي په نظام کي نوښت راولي.
دنوي اورګاډی یو ډول سیټونه چي دګران کلاس په نامه سره یادیږي، له څرمني جوړشویدي دمطالعي لپاره چراغونو او دپښو داوسایني لپاره خاص ځایونه لري، اوسواره ته دغوښتني په صورت کي بی له پیسو  نرم خورک او الکحول  ورکول کیږي، جاپان په کال ۱۹۶۴ کي داول ځل لپاره دبولټ (مرمي) په نامه سره دریل ګاډی سیسټم پرانیستلو چي هغه وخت کی یی رفتار په یوه ساعت کي ۱۳۰ کیلومټره وو، اود۱۹۶۴ څخه بیاتر اوسه پوري دجاپان دریل ګاډی په نظام کي دکوم خونړي ټکر خبرندي ورکول شوی.
جاپاني چارواکي وایی دنوي ریل ګاډي له پرانیستلو څخه وروسته دسواریانو دومره ګڼه کوڼه ده، چي دګران کلاس په نامه سره ټول ټکټونه د۲۰ ثانیو په تیریدو سره وپلورل شول.
بخت الرحمن بخت…………………. نن ټکي اسیا



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.