افغانستان

د افغانستان څخه د امریکا بشپړ وتل سي آی ای اندیښمنه کړې

cia1نن ټکی آسیا: د امریکا څخه خپریدونکي ورځپاڼي نیویارک ټایمز ویلي چي د افغانستان د ولس مشر د کلک موقف له وجي که د امریکا ولس مشر باراک اوباما دې ته اړ سي چي د افغانستان څخه خپل ټول عسکر وباسي، په دې سره د امریکا استخباراتي اداره اندیښمنه شوې، او هغوی ویره لري چي په افغانستان کي به هغه فوځي مرکزونه له لاسه ورکړې، له کومه چي د ډیورینډ په کرښه باندي د پاکستان خواته د بی پلوټه الوتکو په ذریعه بریدونه او بمبارۍ کوي، او یا په سیمه کي د اټومي وسلو څارنه کوي.

ورځپاڼه وایی که چیري امریکا د افغانستان څخه خپل ټول عسکر وباسي، نو په دې سره به د سي آی ای د هغو مرکزونو تړل هم لازمي سي، چي په قبایلي سیمو کي بمبارۍ کوي، ځکه چي ددغو مرکزونو محفوظه ساتل به بیا ناشوني وي.
د ورځپاڼي په وینا امریکايي چارواکي ویره لري، چي که په افغانستان کي دغه مرکزونه وتړل سي، نو بیا به په قبایلي سیمو کي د بمبار لپاره د امریکا د استخباراتو سي آی ای مرکزونه د سیمي څخه لیري سي، او ورسره به دهغوی په کارکردګي کي ټیټوالی راسي.

باید وویل شي چي افغانستان ته د راتګ سره سم د ډیورینډ کرښی په بل طرف قبایلي سیمو کي هم نا امني راغله، او هلته د امریکایانو مسلسلو بمباریو او د پاکستاني فوځ عملیاتو ډیر پښتانه له سیمي څخه مهاجرت ته اړ کړل، او همداسي یې ډیری پښتانه د امریکا او د پاکستان د حکومت په خلاف وسله را پورته کولو ته اړ ایستل، چي له کبله یې ټوله سیمه په اور کي سوځي، او د کرښي دواړي لورو ته یې نا امني جوړه شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x