دیني، سیرت او تاریخ

غسل اړوند ۱۵ درس

لیکوال: احمد الله عاطفي

دفاطمي (رض) غسل او جنازې لمونځ:

دجنت دبي بیانوسردارې [سیدنا حضرت بي بي فاطمة الزهری(رضی الله عنها)] دغسل، کفن او جنازې لمونځ په کمال دپت، عزت اوپه سترې درناوۍ تر سره شوی، خو افسوس دکینه ګرو په حال چې دحضرت رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم)د لور، غسل او جنازې لمونځ هم ددوۍ له ضرره آمان نه دی موندلی.

غواړم دموضوع هره برخه په لنډ ډول داسنادو سره داسي تشریح کړم چې دوخت ضیأ او اوږد بحث مخه تم شي.

د سیدنا حضرت بي بي فاطمة الزهری(رضی الله عنها) دناروغۍ دورځو خدمت او پاملرنې ځانګړي چارې دسیدنا حضرت ابوبکر صدیق(رضی الله عنه) مبارکه ماندینه حضرت آسمأ بنت عمیس(رضی الله عنها) تر سره کوو، او هر شیبه ئې دصحت اړوند چارو په اړوند، دحضرت رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) خلیفه ته معلومات ورکول.

حضرت فاطمة الزهری(رضی الله عنها) ته چې دخپل مرګ نښې وبریښیدې،حضرت آسمأ (رضی الله عنها) ته ئې دغسل ورکولو وصیت وکړ،چې غسل به ته راکوې او حضرت علي(رضی الله عنه) به مرسته درسره کوي،نور به یوتن هم زما دغسل ځای ته نه داخلیږي.

حضرت فاطمة الزهری(رضی الله عنها) پخپل ژوندکې ډیره حیا درلوده او دستر سخته پابنده وه،نه ئې غوښتل چې حتی لباس ئې نامحرم وویني له مرګه وروسته ئې هم دستر په اړوند اندیښنه درلوده، چې حضرت آسمأ (رضی الله عنها) ورته عرض وکړ: مونږ دحبشې په هجرت کې دهغه ځای زنانوومړي لیدل چې ګهواره ورته جوړیده او بیا په هغه څادر خوریده چې مړي دعامو خلکو له لیدو محفوظ کیده.

حضرت فاطمة الزهری(رضی الله عنها) داتجویزغوره او دګهوارې جوړیدلو وصیت ئې هم وکړ.

دحضرت فاطمة الزهری(رضی الله عنها) دوفات دقیقه نیټه داهل سنت او اهل تشیع دروایتون په اختلاف نه دی جوت ،خو د حضرت رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) له رحلت وروسته د دوو میاشتو نه تر شپږو میاشتو ترمینځ ښودل شوی.

إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ

حضرت فاطمة الزهری(رضی الله عنها) ته دوصیت سره سم حضرت اسمأ بنت عمیس غسل ورکړ چې داوبو راوړلو او نور خدمت لپاره حضرت علي (رضی الله عنه) مرسته کوله.

جنازي لمونځ دسیدنا حضرت ابوبکر صدیق (رضی الله عنه) په امامت ادا او دوصیت سره سم دشپي لخوا په جنت البقیه کې خاوروته وسپارل شوه.

والله اعلم

غواړم دلته یوې مسئلي ته چې اهل تشیع دکینې لامله او داهل سنت ځینې کسان دمنفې تبلیغ تر اغیزې لاندی یا دپټو سترګو محبت لامله دسیدنا حضرت بي بي فاطمة الزهری(رضی الله عنها) او سیدنا حضرت ابوبکر صدیق (رضی الله عنه) تر مینځ خفګان ته داختلاف لمن وهې،دغه اختلاف او خفګان دراشده خلفاوو نه وروسته تر ننه دعلماوو او محققینو دبحث موضوع جوړه شوې،چې ځینو دپټو سترګو محبت لامله یوه او بله خوا نیولې ده،خو مونږ دزیار او روایتونو په بنأ ان شاألله حقیقت ته درسیدو هڅه کوو او دضمیر په بنآ هغه څه لیکو چې رښتیا دي او تاریخ پري ګواه دی .

کله چې سیدنا حضرت محمد(صلی الله علیه وسلم) له دي فاني دنیا داخرت په لور سفر وکړ، ددنیا له مال او پانګې څخه ئې هیڅ یوشی له ځانه وروسته په میراث پرې نه ښود .

حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) د اخرت له سفره یوه ورځ وړاندې(یونۍ ) خپل ټول غلامان وغوښتل، ازاد ئې کړل، ټوله نقده پانګه ئې(۷) دیناره وه چې دی ئې هم خیرات کړ، خپله وسله، مهمات او اړوند تجهیزات ئې ټول مسلمانانو ته وبښله.
دنبوت په کور کې دژوند په اخره شپه پرته داُمهات المومناتودملکیت اجناس، دآغوستو جامو او ضروري شیانوپرته نور هیڅ پاته نه شول ، تر دې چې په همدې شپې کې سیدنا حضرت اُم المومنین عایشه صدیقه(رضی الله عنها) درڼا لپاره دخپلۍ یوې ګاونډې نه تیل په پور واخستل.

حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) چې په کومه ودانۍ کې داُمهات المومناتو سره اوسیده ، دهغې هره خونه دبی بیانو په نوم او ملکیت کې و.

قال الله تبارک وتعالی: وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَىٰ ۖ…(الاحزاب ۳۳)

ژباړه: او په خپلو کورونو کې تم شئ او دمخکیني جاهلیت ددور څرګندیدوپه څیر مه څرګندیږئ…

الله سبحانه وتعالی داخونې دبي بیانو کورونه بولي، او همدا راز بي بي فاطمة الزهرا هیڅکله دکور دمیراث غوښتنه هم نه دی کړي.

دهمدي خونو څخه دسیدنا بي بي عایشه صدیقه(رضی الله عنها) خونه دحضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) داخرت سفر لمړی کور شو او پاتي دبي بیانو خونې او ټوله ودانۍ وروسته دنبوي مسجد برخه شوه.
والله اعلم

نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x