افغانستان

ناټو يو ځل بیا د ټولو پوځيانو د ویستو پټکه وکړه

د ناټو سرمنشي اندریس فو راسموسن يو ځل بیا ويلي چې که حامد کرزی له امريکا سره امنيتي تړون زر تر زره لاسلیک نه کړي، نو دوی به له افغانستانه خپل ټول پوځيان وباسي. راسموسن چې په بروکسل کې د ناټو کلنۍ غونډې ته وینا کوله، و ويل چې افغان چارواکي بايد د امنيتي تړون پر وړاندې له خنډ اچونې لاس واخلي. راسموسن د کرزي هغه خبرې چې د امريکايانو لخوا دعامو خلکو وژل غندلي وه، هم د امريکا او افغان دوستۍ لپاره ناوړه وبللې. راسموسن ګوتڅنډنه وکړه چې که حامد کرزی امنيتي تړون لاسلیک نه کړي نو دوی نشي کولای له ۲۰۱۴ وروسته افغان پولیس او اردو تمويل کړي. د یادونې وړ ده چې ولسمشر کرزي ويلي تر هغو به امنيتي سند لاسلیک نه کړي تر څو چې امريکا او نړیوال دا ډاډ ورنکړي چې دوی به د افغانانو پر کورونو چاپې نه وهي او افغانان به نه وژني. کرزي په ډاګه ويلي چې امريکا د خپلو ګټو لپاره پاتې کيږي نو موږ هم باید خپل شرطونو پرې ومنو. اوړمه ورځ ولسمشر کرزي يو ځل بیا ټينګار وکړ چې که امريکا زموږ غوښتنې او شرطونه نشي منلای، نو زموږ هيواد دې پريږدي. د کتونکو په اند امريکا ځکه د ولسمشر کرزي شرطونه نه مني، چې د افغانانو په اړه يې ارادې سمې نه ښکاري. ويل کيږي چې امريکا د راتلونکو لسو کالو لپاره د ډرون پالیسي تصویب کړې چې دوی په افغانستان کې پوځي اډې تر لاسه کړي نو بیا چې هر ځای وغواړي بې پيلوټه بریدونه کولای شي او هيڅوک بیا د پوښتنې او اعتراض حق نلري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x